تاند- د پلیو لپاره د نړۍ تر ټولو اوږد لړزاند پُل د شنبې په ورځ /جولای ۲۹/ د سویس د زرمات ښار په غرونو کې پرانیستل شو.
پر دغه پُل، چې اوږدوالی یې څه کم ۵۰۰ متر ښودل شوی، د اروپا پُل نوم ایښودل شوی دی.
دا پُل له مځکې ۸۵ متره لوړ دی.
تر دې وړاندې د لارویانو تر ټولو اوږد پُل په اتریش کې و. د اتریش د پله اوږدوالی ۴۰۵ متره او له مځکې لوړوالی ۱۱۰ متره دی.
د نړۍ تر ټولو اوږد تونل هم تېر کال په سویس کې جوړ شو.
شاوخوا یوه میاشت پخوا په سویس کې د اروپا تر ټولو لوړ پُل له ۵ کاله کاره وروسته بشپړ او پرانیستل شو.
دا پُل، چې د تمینا پُل نومېږي، د سویس د (Valens) او (Pfäfer) کلیو اوسېدونکي له (St Gallen) ولسوالۍ سره نښلوي. پر دغه پله ۵۶ ملیونه سویسي کرون لګېدلي. د سویسي کرون او امریکايي ډالر ارزښت تقریباُ یو شی دی.
لاندې ویدیو د همدغه پله ده.
د نړۍ ۱۰ تر ټولوستر پلونه( د موټرو
او دا هم د نړۍ یوخورا عجیب پُل