تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲مه: د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږ کال په هېواد کې ۷۳ زره ټنه څخه زیاته پنبه شوې چې د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وايي، سږ کال په ټول هېواد کې ۷۳ زره او ۱۱۹ ټنه پنبه شوې په داسې حال کې چې تېر کال دا اندازه ۵۷ نیم زره ټنه وه.

نوموړی وايي، سږ کال په هېواد کې د پنبې په بوټي کرل شوې ځمکه هم په ۱۷ ولایتونو کې ۴۹ زره او ۳۱۷ هکټاره کېدله په داسې حال کې چې تېر کال پر پنبه د کرل شوې ځمکې اندازه شاوخوا نهه دیرش نیم زره هکټارو ته رسېدله: (( تر ټولو زیاته پنبه ۳۵ زره او ۱۰۰ ټنه پنبه په بلخ کې شوې، هلمند کې ۱۵ زره او ۹۱۰ ټنه، او کندوز کې بیا ۳۸۰۰ ټنه پنبه شوې ده.))

د اکبر رستمي په خبره په بلخ کې ۱۹ نیم زره هکټاره، په هلمند کې ۱۵۹۱۰ هکټاره او په کندوز کې ۳۸۰۰ هکټاره ځمکه په پنبه کرل شوې وه: (( ننګرهار د پنبې د تولید په لیست کې له ۳۰۴۰ ټنه هکټاره ځمکه باندې د ۴۸۰۳ ټنه حاصل په درلودلو څلورم او بغلان له ۱۶۵۰ هکټاره ځمکې څخه د ۳۳۰۰ ټنه پنبې په حاصلولو سره پنځم مقام ګټلی دی.))

د کرنې وزارت سږ کال په هرات، سرپل، کندوز، بادغیس، فراه، بلخ، تخار، سمنګان، جوزجان، فاریاب، بغلان، کاپیسا، کندهار او هلمند کې د پنبې ۲۰۶ مزرعې رامنځته کړې وې چې په ځینو ولایتونو کې يې د ښو ورښتونو له کبله نتیجه ورکړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *