د پاکستان د پوځ یو عسکر او طالب جنګیالی سره یو ځای لیدل کیږي

تاند- د امریکا دفاع وزارت یا پینتاګون په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو او حقاني شبکې په شمول د افغانستان سختدریځې ډلې د پاکستان له ملاتړه برخمنې دي.

پینتاګون د ولسمشر ډانلډ ترمپ په حکومت کې د افغانستان په اړه په خپل لومړني راپور کې ویلي«پاکستان په دې نظر دی چې د افغانستان (د وضعیت) نتیجه باید د پاکستان له حیاتي ملي ګټو سره برابره وي چې په سیمه کې د هند په مرکزیت د دغه هیواد د پالیسیو له هدفونو سرچینه اخلي.»

په دغه نژدې ۱۰۰ مخیز راپور کې پاکستان د افغانستان په ثبات او د دغه جنګ ځپلي هیواد د ماموریت پر نتیجې تر ټولو اغېزمن بهرنی لوبغاړی تشخیص شوی دی.

راپور وايي«د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون افغان سختدریځو ډلو ته د پاکستان په خاوره کې د عمل ازادي ورکړای شوې او د پاکستان د حکومت د عناصرو له ملاتړه برخمنې دي.»

راپور دغه راز وايي«که څه هم د پاکستان د پوځ عملیاتو د طالبانو او حقاني شبکې په شان د ځینو سختدریځو پناهځایونه یو څه له ستونزو سره مخامخ کړل، خو هغوی وتوانېدل چې خپل ځایونه بدل کړي او په پاکستان کې دننه فعالیت وکړي او له دغه هیواد څخه عملیاتو ته دوام ورکړي.»

د پنتاګون په راپور کې د ولسمشر ټرمپ ادارې ته ویل شوي چې امریکا پاکستان ته په هره کچه د تروریستي او سختدریځو ډلو پر ضد د اقدام کولو د اهمیت یادونه کوي.

راپور وايي، د افغانستان – پاکستان په سرحدي سیمه کې لا هم د القاعده، د هند د براعظمګي د القاعده، حقاني شبکې، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، اسلامي دولت یا داعش او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ په شمول د بېلابېلو ډلو پناهځایونه شته.

«د پاکستان په خاوره کې پناهځایونه او په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت د دواړو هیوادونو د امنیت لپاره ګواښ دی او د سیمې امنیت او ثبات ته خطر پېښوي.»

2 thoughts on “د پنتاګون تازه راپور: پاکستان د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي”
  1. د راپور لنډه ژباړه: هو پاکستان د طالبانو ملاتړ کوی او دا هم زموږ په مشوره کوی. د دی سره بیا هم باکستان ته پیسی ورکوو او دا کار زموږ په ګټه دی، ۶ میاشتی ۱ کال بعد داسی یو بیان خپروو چی تاسو وغولوو، ستاسو افغانانو ډیری پوهیږی زموږ په شیطنت خو خوله یی د اوبو ډکه ده حال نه وایی او نور مو بیا زور نه لری اواز نه لری. پوهیږی دغه کار ته څومره دوام ورکوو؟ ترهغه چی تاسو عقل د پوندی نه سر ته راسی …..

  2. پاکستان په سیمه کې د امریکې پوخ سترا تیژیک ملګری دئ . خپله یوه امریکایي لوړ پوړي چارواکي کرزي ته په ګلخانه ماڼۍ کې ویلي وو چې : پاکستان د افغانستان په پرتله امریکې ته (67 سلنه ) غوره والی لري .نو بیا ځنګه کېدای شي چې امریکه دې د پاکستان په پرتله افغانستان ته په خپله دغه ګېم کې ترجېح ورکړي ؟ دا مهال افغانستان شته زبرځواک ته د خېزد تختې حیثیت لري اوهمدغه ډول یې استعمالوي . امریکې ته افغانستان ، د افغانستان خلک ، د افغانستان نظام او د افغانستان د خاورې تمامیت او خپلواکي د پاکستان اوخپلو ګټو په وړاندې هېڅ ارزښت نه لري ، ځکه خو افغانستان تل ترخوږګوته نیول کېږي او د زورد مصلحتونو او پردیو فیصلوقرباني کېږي .خو دا چې تل د اصلي حقیقت په موقع او ځای کې د افغان چارواکو ترخولو سپڼسی ختلی اود خپل ملي برخلیک په اړه هيڅ نه شي ویلی دوې ماناوې لري :
    لومړی دا چې پرافغان چارواکو په زورسره له اخطاروتو ورکولو سره غبرګې ملي ضد ناروامعاملې تر سره شوې او د افغانستان نظام ، خاوره او خپلواکي یې په لوی لاس د مصنوعي نا امنیو له امله به خطر کې اچولي او امریکه د خپلو ګټو په خاطر افغانستان او د افغانستان ملي ارزښتونه پاکستان ته په نذرانه کې ورکوي .
    دوهم دا چې دغوافغان چارواکو له دغه سیمه ئیزو او نړیولو سودا ګرو څخه د خپل واک او پردیو پیسو په بدل کې پروژې اخیستې ځکه خو زموږ په هېواد کې نه سوله را غله او نه هم امنیت ، او د امریکایي رسنیو دغه تش تبلیغات یوازې د افغان ؤلس سترګو ته خاورې ور شیندل او د وخت ضائع کول دي او بس . نور په کې هېڅ نه شته . ددوی ددې تبلیغاتو تر شا په افغانستان کې د جګړې ددوام ، د بې ګناه افغانانو د وینو دوامداره بوی او ددې خاورې او نظام د بې ثباته کېدو نښې ښکاري . نو افغانان باید ځیرک ، هوښیار او پر سیمه ئیزه او نړواله تو طئه باندې ځانونه پوه او سره یو موټی کړي . بله چاره او لاره نه شته . د وړتیا او نا وړتیا تر منځ د افغانانوبېخ او بنیاد وخوت .نور بس دي خپل ملي بدیل دې خپله افغانان ولټوي .خو پام چې ملي بدیل په ټلوالو کې هم نه شته .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *