تاند- د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن د دوشنبې په ورځ وویل چې د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو د ده لپاره تشویقوونکې وې خو له ده څخه تراوسه پورې غوښتل شوي نه دي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړي.
شناهن له پینتاګون دباندې مخکې تر دې چې د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره وویني، خبریالانو ته وویل«په رښتیا هم دا خبرې هڅوونکې دي.»
طالبان او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي چې د موافقې پر یوه چوکاټ سره سلا شوي دي خو لا هم په دې موافقه نه ده شوې چې کله به اوربند کېږي او امریکايي پوځیان به کله وځي.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له ده څخه غوښتل شوي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو پلان جوړ کړي، ووویل: «یه، له ما څخه نه دي غوښتل شوي.»
خو زلمي خلیلزاد په کابل کې نیویارک ټایمز ته وویل«موږ د یوه چوکاټ مسوده جوړه کړې چې پر موافقې د هغې تر بدلېدو مخکې باید پرې سلا او کار وشي.»
د خلیلزاد له قوله همداراز ویل شوي چې طالبان به هغه وخت د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو نېټه وټاکل شي.
پرون /دوشنبه/ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو وغوښتل چې له دوی سره مخامخ خبرې وکړي. غني دا هم وویل چې افغانان نه غواړي چې بهرنیان د تل لپاره په افغانستان کې وي.
طالبان: پر دوو مسلو خبرې کېږي
له بلې خوا د طالبانو یوه مشر د بي بي سي نړیوال سرویس ته ویلي چې د دوحې په خبرو کې دواړو خواوو د دوو کمېټو پر جوړولو سلا کړې ده. دا کمېټې به د دوو کلیدي مسلو د عملي کېدو لپاره پلان جوړ کړي.
دوی به د دې دوو مسلو لپاره پلان جوړوي:
– کله به د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي؟
– د طالبانو له لوري دا ژمنه چې د القاعده په شان نړیوالو جهادي ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد کار واخلي.
د طالبانو دغه مشر، چې د اکثرو وختونو په شان یې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، وویل چې کمېټې به له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو لارې او د هغو وتلو ته د اړتیا وړ وخت په اړه وړاندیزونه وکړي.
ده همداراز وویل چې طالبانو د بهرنیو پوځیانو د وتلو لپاره ۶ میاشتې وړاندیز کړي خو طالبان حاضر دي چې په دې برخه کې خپل دریځ نرم کړي.
خلیلزاد: افغانان باید له فرصته ګټه واخلي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون /دوشنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغانان باید د سولې لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي.
ده وویل چې امریکا په افغانستان کې د سولې راوستلو او د جګړې ختمولو ته بېړه لري.
خلیلزاد وویل چې ده طالبان هڅولي چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او همدا پیغام یې د افغانستان حکومت ته هم رسولی دی.
ده د قطر د غونډو په اړه وویل چې هلته مهم پرمختګ شوی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي اوسني شرایط یو ښه فرصت وباله او له افغانانو یې وغوښتل چې سیاسي اختلافات پرېږدي او له دې فرصته استفاده وکړي.
خلیلزاد په تاکید وویل چې د قطر په خبرو کې پر موقت یا انتقالي حکومت او د افغانستان پر نورو کورنیو مسلو هیڅ راز خبرې نه دي شوي.