د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزیر ووژل شو

تاند- د پاکستان د پنجاب صوبې د کورنیو چارو وزیر شجاع خانزاده، نن /یکشتبه/ په یوه ځانوژونکې حمله کې ووژل شو.

په دې برید کې، چې د خانزاده په دفتر کې وشو، شپږ تنه نور هم وژل شوي او دفتر نړېدلی دی.

ویل شوي چې یو شمېر کسان ټپیان شوي او د ځینو حال نازک دی ځکه امکان شته چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

لشکرجنګوي په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې دا برید دوی د خپل مشر ملک اسحاق د بدل اخیستو لپاره کړی دی.

ملک اسحاق دوې اوونۍ مخکې (جولای ۲۹) په یوه وسله واله حمله کې ووژل شو. پولیسو ادعا وکړه چې نوموړی یې له یوه جېله بل ته لېږداوه چې وسله والو سختدریځو د هغه د خلاصون لپاره حمله وکړه او په نتیجه کې یې اسحاق ووژل شو خو لشکر جنګوي د پولیسو ادعا رد کړه او د هغه وژنه یې یوه دسیسه وبلله.

په برید کې د اسحاق دوه زامن هم ووژل شول.

لشکر جنګوي (جهنګوي) د پاکستان یوه فرقه پاله ډله ده، چې په دغه هیواد کې یې پر شیعه ګانو بې شمېرې حملې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *