بلال اندړ –
څه کم څلور کاله وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ولسي خلک د طالبانو په وړاندې پاڅون ته مجبور شول، دوی د طالبانو له ظلمونو او جبرونو څخه ستړې شوي وو. طالبانو د ولسوالۍ بازار له کلونو راهیسې تړلی و، زده کوونکي یې نه پرېښودل چې ښوونځيو ته ولاړ شي، د ښوونځي دروازې یې تړلې وې، کلینکونو ته یې د فعالیت اجازه نه ورکوله، ټولګټې پروژې پلې کېدل خو د خوب لیدل و.
اندړ د غزني تر ټولو ستره او استراتيژیکه ولسوالۍ ده، د غزني مرکز ته نیږدې پرته ده، د افغانستان تر ټولو لویه ټرانزیتي لار له همدې ولسوالۍ څخه تېرېږې، د غزني پکتیکا لویه لار هم په همدې ولسوالۍ اوړې.
تر پاڅون وړاندې د غزني امنیتي وضعه خورا خرابه وه، د غزني تقریباً ټولې ولسوالۍ له جدي امنیتي ګواښ سره مخ وې، ښار کې به ورځ نه بله د ماین چاودنې او هدفي وژنې کېدې، د طالبانو له وحشت او ډار څخه هیچا د حق ناره نشوای بدرګه کولای. په ۱۳۸۹ کال کې طالبانو د اندړو ولسوالۍ ۱۹ تنه زده کوونکي حکومت ته د جاسوسي په تور ووژل او هیچا یې پوښتنه هم ونکړه. په دا ډول وژنو طالبانو د خلکو په زړونو کې ویره پیدا کوله.
پاڅون د طالبانو په مخ کلکه څپېړه وه، په ډېره کمه موده کې یې لمن پراخه شوه، د اندړو ولسوالۍ سربېره د غزني ډېری ولسوالیو او یو شمېر ولایتونو ته وغځېد. طالبانو له دې ویرې چې په پاته سیمو کې هم خلک په ضد راپورته نشي په خپل چال چلند کې زیات بدلون راوست. ښوونځيو ته یې د فعالیت اجازه ورکړه، په رویه یې کې ښه والی راغی، په ځینو سیمو کې پرمختیایي پروژو ته اجازه ورکړه او د دولت په ملکي برخه کې د کار کولو جواز ورکړ.
طالبانو په پیل کې هڅې وکړې چې پاڅون د زور او جګړې له لارې کمزوری کړې، خو دا یې په توان ځکه پوره نشوه چې د دوی ظلمونو او وحشت خلک زیات په تنګ کړې و او د پاڅون لمن ورځ تر بلې پراخېده. دوی له نورو ولسوالیو او حتی نورو ولایتونو څخه د ولسي پاڅون د ځپلو لپاره جنګیالي را غونډ کړل او د ولسي پاڅون په جنګیالیو یې جبهه يي بریدونه وکړل، خو له هر ځل برید سره یې په درځنونو مړي یوړل. طالبان محلي پولیس د ځان لپاره تر ټول نظام خطرناک بولي او د هغوی د بدنامولو لپاره له هیڅ وسیلې، حتی د خپلو میندو تر بدنامۍ هم نه تېرېږي.
طالبان چې په وسله وال مقاومت کې د پاڅون له پرلپسې ماتو ستړې شوې و، د تبلیغاتي جګړې لوری ونیول. دوی په ځلونو د اندړو اوسېدونکي په زور را ټول او د دولت او په اندړو کې د ولسي پاڅون په ضد لاریونونو ته را وبلل.
تېر کال چې اردو د اندړو په سیمه کې عملیات وکړل، طالبانو د ځینو ډارنو او بزدلو وکیلانو په مټ د همداسې ډرامې په اجراء کولو عملیات متوقف کړل. تر دې مخکې طالبانو په کراتو کراتو له جرمي پېښو څخه د سیاسي لاریونونو بهانې جوړې او د حکومت د بدنامۍ کار واخیست.
له کله چې په دې سیمه کې پاڅون شوی، د نورو سیمو ملایان په جوماتونو کې د باڅون په سیمه پسې تبلیغ کوي چې هلته خلک خور مور نه پېژني، هلته خلک یو د بل په کورونو ننوځي. یعنې دا چې که طالب په پښتنو کې نه وي، خلک به یو د بل په کورونو ورځي؟
د پاڅون له پیل سره د اندړو په بند سردې سیمه کې هم خلک دطالب په ضد را پورته شول، وسله یې واخیسته او د طالب ناروا ته یې نه وویل؛ خو همدې طالب په زور د شاوخوا کلیو او حتی له نورو ولسوالیو څخه خلک را ټول کړل او د محلي پولیسو د نه غوښتلو غوښتنه یې کوله.
طالبان تر ډېره په دې تبلیغاتو او دولت ضد لاریونونو کې خپلو موخو ته رسېدلې هم دي. پاڅون او محلي پولیسو چې کله هم دوی ته مرګ ژوبله اړولې، دوی د ځینو فاسدو قومي مشرانو او د دوی د ګټو ژمنو کسانو له لورې بدرګه شوې او په دې ډول یې د پاڅون څېره بدنامه کړې، سیمه ییزو پولیس یې ظالمان معرفي کړي او د دولت حیثیت او په قوم کې محبوبیت ته زیان اړولی.
په اندړو کې ريښتیا هم ځیني جرمي پېښې رامنځ ته شوې دي، د پاڅون او محلي پولیسو په لیکو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده، خو په دومره کچه نه چې په دې وروستیو کې طالبانو د پلان شویو لاریونونو له لارې هوا ورکړه. طالب تل همدا غوښتې چې پاڅون او محلي پولیس بدنام کړې.