تاند- د پاکستان د پنجاب ایالت ګورنر یا والي استعفا ورکړه، ویې ویل چې د هیواد سیاسي سیستم د عامو خلکو د ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلی دی.

محمد سرور نن په لاهور کې وویل، سیستم عام ولس ته د خدماتو په وړاندې کولو کې ناکام شوی دی.

د ده په وینا د پاکستان سیاسي سیستم یوازې د نخبه او خواصو په خدمت کې دی خو عام خلک له عدالت، حقونو او سوکالۍ بې برخې کړای شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *