تاند (شنبه، د ثور۱۳) د پاکستان د پنجاب صوبې ګورنر تمیم سرور ادعا وکړه چې د پښتون ژغورنې فعال غړی عارف وزیر د افغانستان د استخباراتي ادارې له لوري وژل شوی دی.
وروسته له دې چې پرون (جمعه) ماښام عارف وزیر د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې ووژل شو، د پنجاب ګورنر نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې «د افغانستان ملي امنیت ریاست لومړی غوښتل چې منظور پښتین ووژني- کله چې هغه ونه شو، نو د پي ټي ایم عارف وزیر یې په نښه کړ، محسن داوړ او علي وزیر په دې قتل کې مرسته وکړه.»
د عارف وزیر د تره زوی او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د خلکو استازي علي وزیر پرون ويلي و چې عارف وزیر پر سر او مټ لګېدلی و.
دی لومړی د ډېره اسماعيل روغتون ته، بیا د اسلام اباد پېمز روغتون ته ولېږدول شو خو عارف وزیر د سختو ټپونو له کبله نن شنبه سا ورکړه او وروسته یې مړی واڼې ته ولېږدول شو.
د دې وسله والې حملې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.
پاکستاني چارواکو عارف وزیر د اپرېل پر ۱۷مه په واڼه کې په دې تور نیولی و چې په افغانستان کې یې د پاکستان ضد ویناوې کړې وې، خو عارف وزیر دا تورونه رد کړي وو.
دی تر حملې دوې ورځې مخکې خوشې شوی و.
عارف وزیر د ولسمشر اشرف غني د لوړې په مراسمو کې ګډون کړی و. ده وروسته په څو غونډو کې هم ګډون وکړ او په یوه غونډه کې یې وویل«زه خپله یوه واضح خبره کوم، چې طالبان ترهګر دي او افغانستان که هر چا وران کړی دی، که هغه زما پلار وي، که هغه زما ورور وي، دی ترهګر دی. طالب نن سوله له امریکا سره کوي، خو هر څوک چې د ملي اردو په صف کې ودرېدل هغوی ته به یې منافق ویل، ای منافقه نن خو ته منافق شوې ستا سره جهاد روا دی.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) یوه مخکښ غړي محسن داوړ په ټویټر بیا ویلي چې عارف وزیر د هغو تروریستانو له خوا ووژل شو چې د «ښو» تروریستانو خطاب ورته کېږي.
محسن داوړ لیکلي، د دغو تروریستانو د بادارانو پرضد به د دوی مبارزه روانه وي.
عارف وزیر په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له تاسیس راهیسې د دوو کلونو په موده کې ۱۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې وې.
د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې نن په ټویټر کې د پښتون ژغورنې غورڅنګ د مخکښ فعال عارف وزیر وژنه وغندله او د پاکستان له چارواکو یې د دې قضیې د بېطرفانه څېړنو غوښتنه وکړه.
د پنجاب صوبې ګورنر تمیم سرور په خپله داسی ښکاره او مخکی له مخکی پلان شوی ټویټ کی ډیر ژر اقرار وکړه، چه د شهید عارف وزیر قاتل پخپله تمیم سرور دی. لکه په کراچی کی پولیس افسر (روا نور ) چه په خپلو ګډو وډو خبرو کی د نقیب الله محسود او دری نورو پښتانه ځوانان په یوه پلان شوی دسیسه کی قتل کړه، اوس جوته شوه چه د تمیم سرور او روا نور کیس هو بهو یو شی دی.
لمړی خو دا ښکاره خبره ده چه تمیم سرور خپل ځان او ټول فامیل د ټولو پښتنو دشمن ثابت کړ، او پښتانه سل کاله وروسته هم خپل بدل اخلی.
ځمونږ دپښتنو که بهر کی دی او که په کور دننه دی، دری لاندی لاری په مخکی لرو
لمړی داچه تمیم سرور باید محکمی او قانون ته راکش کړو، چه د خپل ټویټ ثبوت ډیر ژر وړاندی کړی، او هم سمدلاسه د وظیفی څخه لری شی.
دوهم که ثبوت وړاندی نکړی نو محکمی ته کش کړای شی، کیدایشی تمیم سرور په سلهاوو پختانه نور هم په ورته دسیسو کی له مینځه وړی وی. نو پداسی حالت کی نور چپ پاتی کیدل د خپلو شهیدانو ورونو سره جفا ده. که خواستونه مو ریاست ونه منل نو باید د دوی په شان او سیوا مسلحانه اقدام او هم غلچکی بریدونه شروع کړو، تر هاغه چه پنجابیان مو د هند پنجاب ته رسولی نه وی، تر څو د پختنو، بلوڅانو، سندیانو او نورو ورونو قومونو لخوا یو ازاد حکومت جوړ کړو. که نه هم به ورکیږو، هم به مړه کیږو او هم به شرمیږو.
دریم ټول بهر میشتی پختنو او بلو څو ورونو ته پکار ده چه د پنجابیانو دغه دسیسی او ظلمونه د خپلو مربوطه حکومتونو لوړ پولو چارواکو ته ورسوی، ځکه د پنجابیستا حکومت په نسل وژنه او پټو قتلونو لاس پوری کړی دی.
والسلام
د افغانستان د استخباراتوبه له شهید عارف وزیر سره څه ستونزه وه؟
شهید وزیر خو پدې تېرو دیارلسو میاشتو کې د پنجاب په زندانونو کې تېرې کړې او د هغه ستونزه هم له پنجابي تروریستانو سره وه.
له پنجابه اوس لار ورکه ده او غواړي د خپل بام واوره پر افغانستان ورواچوي. خو هرڅوک پوهیږي چې غوا توره او شیدې سپینې دي . فکیستان د نور زمونږ پر زخمونو مالګې نه دوړوي. ان شاءالله یوه ورځ به پر پښتنو د خپلو دغو ظلمونو سزا وونئ .