رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
د مرغومي، جدي ۳۰ مه ۱۳۹۷
د پاکستان د پنجاب ايالت د اعلی وزير عثمان بزدار په امر د يکشنبې په ورځ د تروريزم ضد محکمې هغه پوليس سرتېري نيول شوي چې پرون (شنبه) يې د يوې کورنۍ څلور بې ګناه غړي وژلي وو.
په ساهيوال سيمه کې د تروريزم ضد محکمې (سي ټي ډي) پوليسو پر یوه کرولا موټر ناتاره ډزې وکړې چې په کې د ماشومانو په شمول د يوې کورنۍ غړي سپاره وو.
پوليس وايي چې د استخباراتي مالوماتو پر اساس يې پر موټر د انسان تښتوونکيو تروريستانو ګومان کړی ځکه يې ورباندي ډزي وکړې. خو وروسته مالومه شوه چې په موټر کې د يوې کورنۍ غړي سپاره وو.
د ډزو په نتيجه کې د يوې مېرمنې او ديارلس کلنې ماشومې په شمول څلورتنه وژل شوي او يو ماشوم ټپي شوی دی. درې ماشومان ژوندي پاتي شوي خو موراو پلار يې د دوی مخ ته په ډېره بې رحمۍ وژل شوي دي.
په پېښه کې ژوبل شوي ماشوم خليل رسنيو ته ویلي چې دوی له لاهور څخه خپل کلي بورې والا ته پر لاره وو چې هلته د واده په مراسمو کې ګډون وکړي، خو د لارې په اوږدو کې ورباندي پوليسو بريد وکړ.
پوليسو ادعا کړې وه چې د ډزو په پايله کې يې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې ځايي قومندان وژلی خو وروسته بيا د پوليسو دا ادعا بې بنسټه ثابته شوه.
دغې پېښي نه يوازي په ايالت بلکې په ټول پاکستان کې د خلکو غوسه پارولې او يو شمېر سياسي مشرانو پېښه په کلکو تورو غندلې ده. پر ټولينزو رسنيو له پنجاب پوليسو سخته کرکه څرګنده شوې ده.