لنډه کیسه – لیکونکی:عزت صدیق
د غره پدې خوا کې ، کوزه او بره ارغندې او د دواړه تر مینځ ټکی ، چوک د ارغندې ، ټول یو په بل پسې د کابل -قندهار د سړک لمرلویده څنګ ته غلي او سنګینه پراته دي .
له سړکه بر ، لمر خاته پلو او خپله د سړک په سر د دولت واکمني ده ، امر یې چلیږي .
خو چې له سړکه راکوز شوي ، بیا نه دولت شته نه مجاهدین . ته وایي د پیریانو پاچایې ده .
هلته وړاندی وړاندی ، په غونډیو کې د سپیرو سپیرو دولتي عسکرو پوستې دي. بیا دلته لاندی په کلیو کې کله پټ کله برالا ،په ویښتانواوږیرو کې پټ ، ببرببرمجاهدین، ټوپک په اوږو غلي غلي ، د باغونو مینځ کې یا د ویالو د پشتو تر شا د سنځلو د ونو لاندې،ګرځي راګرځي .
ببر مجاهدین له عسکرو ځان ساتي ، سپیره عسکر له ببرو مجاهدینو !
چې که د غره له څوکې ،دې پلو راوګورې؛سړک داسې اوږدغځیدلی؛ فکر کوي ، د ارغندې سره غبرګ یو لوی ښامار پروت دی ، سریې له کوتله د میدان ښار په درې ور کوز کړی ور څښیږي ،مګر لکی یې لا تر اوسه چیرته په برجک اوکمپنی کې نښتې، راکشوي یې.
همدا چې د ارغندې چوک ته نارسیده ، له پاخه سړکه ،خپله دارغندې کلیو ته ورکوزیږی، په نورسه چنارونو پوښلی خام سړک دې ، لاس نیولی له څو غوچو غوچو لارو تیروي، په ارغندې دې ورسپاري .
په غوچاړو کې دې ، د څه شیبې لپاره هر څه له سترګو پنا شی ، خو چې موټربیا زورور ګیر ولګوی ، دانجن غږ لکه د مکرجنې ښځې زګیروی، بل ډول شی او له غوچې ساحې راوخیژي، وړاندې تیر شي. سړک بیرته د پټیو تر سطحی ورلوړیږي .
او اوس چې شا ته ور وګوری ، د کابل – کندهار ښامار ښه پوره په رڼو سترګو درته ښکاری ، چې موټران لکه غټ غټ تور میږیان ،څوک ښکته ،څوک پورته ، څوک ګړندی ګړندی او څوک کرار کرار په دمدمو او نخرو پرې روان دي .
بیا چې څه د غنمو څه دشفتلو ؛ څه ریبل شویو او څه لا ولاړو پټیوڅخه، هم ورتیر شې په دواړو ، ښې او کیڼو خواوو کې دې ، غبرګ غبرګ باغونه پیل شي .
ویني چې یوې یوې نیمې ، سرې سپینې مڼې ،د باغونو له دیوالونو سر راښکاره کړی او د نوي راغلی میلمه لیدو ته خپله دسودا تنده ، پدې پټو پټو کتو کې ماتوي .
* * *
د همدې دنګ غره بلی غاړې ته ، د غره په لمنه کې ، خام ،له شګو ډک تاو راتاو سړک کوږوږغځیدلی؛ چې له میدان او چارکی تیریږي ، د جلریز په ډک بازار کې یو څه پراخ شی ، خیټه یې وپړسیږي او که ورسره ، نوره انډیوالې هم وکړې ، هان په سیا خاک او هزاره جات دې ورسپاري .
دلته بیا بله نړۍ ده. نه پاچا شته ، نه رعیت ! هم ټول رعیت دي ،هم ټول پاچایان . د هر چا په څټ کې چې ټوپک ورسپوردی ،پخپل سر پاچا دی.
دلته نو د مجاهدینو بی توپه او بی ټانکه حکومت دی . دولت دلته پر نشي وهلي ، وزر یې سوځی .
چې کیڼ لاس ته دې پام وکړې ، د میدان کوچنی سیند د درې په مینځ کې په خپل ځان دواړو لورو ته شنه شنه واړه واړه پټې او لکه د غمیو په شان ډک ډک د مڼو او زردآلانو باغونه ، چې احاطې یې ، د توتانو په لویو لویو پخوانیو کږو وږو ونو پوښل شوي ، راټول کړي .
چې ، لکه د زینې د پټو په شان ، یوله بله ،بل له بله ،بل له بله پورته ،دې شنومصفا باغونو ته ګوري؛ خود په خود دې ، د جنت نالیدلې باغونه په زړه در وګرځي، ځان پوښتي ؛ هغه به هم همداسې شنه او تازه وي ؟
بیا به سر په خود بی ارادې ځان ته دعا وکړې ؛ خدایه ته خو مي د جنتیانو کتار کې ودروي !
که له کوز لورې ، له ښکته میدانه د چارکی لخوا ، د درې په مینځ کې ، په پښو مخ په جلریز راروان شې ، دا دومره طبیعی جوړښت او ښایسته ماحول دې ، دې ته نه پریږدي چې په کوټه عاشرو ور وخیږي .
همدلته به چیری کوم باغ ته ورتاویږي . ته به لا ځان په ابراهیم خانی توتانو مړوي ، چې د بڼ له څښتن سره به مخ شې . بیا نو والله که ، بی له چایو ترې لاړ شي چې ځانته ( منم) هم ووایي .
بس هملته د جلګی په سر به دزړې شطرنجۍ په شانې ،ټغر درته خوروي ، تا به بر سر کینوي ، خپله به د ارمونی له ژیړې چایبرې چای درته اچوي او له تا به غواړی چې دشیخ آباد او لاندې میدان قصې ورته سپکې درنې کړي .
د مخ په تیریدو ماسپښین سندره ، چې د چنارونو او ګڼو ګڼو ولو او سپیدارو پاڼې ،ورته په شا او په مخه دواړو نڅیږي ،د چایبرۍ له نیغ څوښتی څخه د چایو دشوړ شوړ راتویدلوسره ، د موسیقې داسې سمفونی درته غږوي ؛ وایي دا باقی را پاتی عمر مي همدلته په همدې ځای کې په ځان لورولی وه .
د دنیا ناخوالې مي له یوه سره ، ټولې هیرې کړې وې، ناست وای ؛ زه وای، بیغمې وای ، تل ځوانې وای ، دنیا ګل و ګلزار وای ، همدا موسیقی وای ، همدا لکه د یوه کلن ماشوم لاس چې مخ درباندی نازوي ، باد وای ، همدا له جنته راغلي باغونه وای او همدا شازاده شازاده احساسونه ……..
د غره پدې خوا کې ، ارغندیو ته مخامخ د چوک ارغندی په سر پورې له سړکه هغه لورته ، د غره په ناو کې د ګارد خاص د دریمې ریاکتیف لواء یوه د بیم _چهل بطریه ، ځای پر ځای ده .
وروسته د روسانو له وتلو ، دولت خپل ټول زور او توان په همدې ګارد خاص اچولي .د سر سترګې ، د قدرت مټ او د زړه شیمه یې همدا ګارد او د ګارد خلک دي .
نن خپله د بطریې قوماندان نشته، ضابط مختار نوکریوال دی . نوکریوال خو نوکریوال دی ،خو د ا د نن ورځې نوکریوالې هیڅ خوند نه ورکوي .
اصلا” ،له باباآدمه تر دې دمه ،همداسې ده ؛ د پنجشنبې ورځ ، چې د جمعې شپه دې په مخکې وي او ته دلته په وظیفه کې پاتې شې ، ډیره سخته په سړی تمامیږي .
ضابط مختار هم د همدې له خاطره ؛ خوړین ځیګر، بی حوصلې په خپله شعبه کې ناست دی ، له ځان سره چرتونه وهي .
ځانته یې ناحق په ناحق قار راځي . وایي ؛ ښه نن خولا په هر ډول چې وي ، تیره به شی . یا ښه یا خرابه ! سبا به څنګه کوې ؟
سبا د جمعې ورځ ، انډیوالان به سره ټولیږي ، د بابه سردار کور کې لپ وجپ جوړ وي . میدانونه به ښه ګرم ، دلته بطری نو ، هلته د کوټې په کونج کې فلاش . بیا لږ وروسته بانک کوټ شی ، کمسایې شی او ………
ټول به پیسې رغړوي ، ته به څوړڅوړغووږونه ، تش تش جیبونه ورته ناست ، کله یوه او کله بل ته ،دستخوش دستخوش وایي . څنګه ښه به ښکارې !!!
ضابط مختار خپل جیبونه تیره جمعه تش پو پنا کړل . هم یې ټول معاش او د جیب پیسې وبایللې او هم له جیز ګره ، ښه دروند پوروړی شو .
اوس یې چې په ذهن کې له ځان سره سنجوي ، افسوسی یې راشی ؛ څه بې عقله بې عقله لوبه یې وکړه !
بیا یې سوړ اسویلی وکیښ ، ځان ته یې ډاډینه ورکړه ؛ ځه نو وروره ! هر څه چې وشول ، وشول . اوس به تر کومه دتیرکال مړي ژاړو !
اوس غم د سبا ورځې خوره !سبا ورځ به هم غیران ته ماما وایي . خلک به فلینګونه کوي ، خلک به قطعه بند وهي ، خلک به دوونه ، دو کوي ؛ ته به هسې کدو غوندی ناست ، څټ به ورته ګروې !
نه داسې نه کیږي ؛ هرو مرو به د سبا لپاره یو څو اوغانې پیدا کوم ، که له ځمکې کیږی او که آسمانه ………
فکر کوی ؛ د بطریې له قوماندانه به یې پور کړم . ژر بیرته ښیمانه شو . له قوماندانه د پور غوښتل ؟
نه ، دا جرءت یې په ځان کې ونه موند . ډیره سخته ده چې قوماندان ته یې حتی وریاده هم کړی .والله چې سبا ته خو یې د تبدیلی مکتوب ور ولیکی .
که یې یو ځل د جبری تبدیلی مکتوب په لاس کې ورکړ، بیا د لواء پیژند یې هم رانیسی، چې له هغه بدتره او خطرناکه ځای نه وي ، هملته یې ورکوي .
هر چیرې یې چې شوټ کړ، شوټ یې کړ . که خوست شو ، که قندهار…….بس مرګ په پیسو اخله .
نه ، له دې غوړې شوروا یې تیر .
پاتې شول د بطریې دوه نور ضابطان . له هغه دواړو خو لا له د وخته په مړه ګیډه پوروړی ده ، نور نو والله که سورې شوې شانزده پولې هم ورکړی .
یو لیونی فکر یې په ماغزو کې په ټوپو شو ؛ راځه له دې سرتیرو یې وغواړه !
ښه پوهیده چې دا دوه ښوی ښوی شهرنویان هلکان له ښو دولتمنو کورنیو څخه دي . بس همدا لږ یې سره وسکونډه ، یا همداسې او یا په پور به یو څو روپې ترې راوشکوې .
مقصد د جمعی ورځ به دې پرې سمه شی ، لږوټې درد به دې پرې آرامه شی . دا پرې شوې پوزه به دې څه نا څه بیرته درته پر ځای شی !
ښه !او که داسې ونشول ؟ که مي له سرتیرو، نه همداسې پیسې وشکولای شوې، او نه یې په قرض راکړې ؟ او که ووایي چې موږ عسکر یو ، موږ سره نشته، بیا نو څنګه ؟
بیا نو له شرمه ، له بی غیرتۍ تفنګچه راواخله ، په شقیقه دې کیږده اوډز………. ……….. ……………………
* * *
د غره په بلې خوا کې ، چې که د درې په مینځ کې په پښو مخ په پورته را رهی شې ، وینې، د سیند په ښې غاړه کې د صبر خیلو په کلی کې درګرده خلک را ټولیږي .
لا تر اوسه نیم څاښت دی . دڅارویو د اوبو کولو وخت دی . که ساعت ته وګوری ؛ لا تر اوسه وخت دی ،دغه ده لس نیمې بجې ښیي . خو خلک له بره له کوزه ،نا مخدا ډلې ډلې رارسیږي .
د اصیل شاه د کلا مخه ډکه شوې . ټول ولاړدي چې وراء جوړه شې ، په ناوې پسې روان دي ، د اصیل شا د زوی ناوې ورته راودوي .
د ملا کاکا د غونډیوپه سر پوستې ، د دوی له کلیو ، ښایسته ټوټه لری دي. خو چې په کلیو کې یې ډیره ګڼه ګوڼه یې تر سترګو شی ، بیا نو یو ، یونیم توپ او راکټ دې پلو ته راشړي . لکه غیبی ګولې ، که په چا ولګیده او که نه ……
خو اوس اصیل شاه پوسته خبره کړې . هغوی هم ورسره منلی چې هیڅوک به هم ډزو ته نه پریږدي .
په دا دومره تیاروکلو کې بیا دلته د کرارې ، کوچنی کوچنی بڅرکي رڼایې کوي. همدا د نامولومې سولې هیلې ، خلک ځکه ټول مست کړي ، ډلې ډلې واده ته رارهی دي .ښه د خرپ واده دی .
د مجاهدینو له ډاره خو څوک ډول نشی راوستلی ،ډیرژمي پسرلي سره اوښتي ، چا د ډول ګړز هم نده اوریدلی . د خلیفه ګانو ډولونه په څاراوو کې وراسته شول . خو د میرمنو د دیراوو کړنګ وکړونګ ،د باد په نرمو اوږدو څپو په سپور ، په دره کې ښکته پورته ځغلی .
هلکانو هم ، هسې په لترې ندي وهلې، وزګار ندي ناست .
بیګا شپه د زوم انډیوالانو ، په سره بخمل ټوکر پوښ شوي ټیپونه چالان کړل ، په بامونو یې پیره کوله چې د مجاهدینو ټوپکیان پرې رابرابر نشی . او شیرمستو شیرمستو ځوانانو، د لوګری ساز د ډولک زیروبم او د نغمې سندرو ویشت ویشت ته ، تر سهاره دومره اوږې وغورځولې،دومره ملآاو سرین وڅرخول ، چې ته وایه شابس .
خیر دا واده هم داسې آسانه واده نه وه . اوږده کیسه لري ؛ د اصیل شاه دوی د پلرونو او د غمي خیلو د مشرانو تر مینځ ښه اوږده خونړې دښمنې تیره شوې . هم څوخواږه خواږه مړې پکې شوي او هم ډیر درانه درانه سرونه پکې ، سره کوټي دریدلي .
اګر که داکیسه اوس زړه کیسه ده ، د تیرو وختونوکیسه ده .
بیا وروسته د دواړو خواوو تر مینځ جوړه شوې، سوله او سلا شوې ،ډیر پسونه حلال شوي، ډیرې غوړې غوړې میلمستیاوې پکې شوي .
اوس چا په چا نه غرض درلود نه عرض ، خو دومره هم سره ښه نه وه چې یو بل سره دې خیښی وکړي ،یودې ، دبل دکورمحرم شي . استغفرالله !
نه بابا! …..هسې د زمانې رنګ وه ،د شونډو په سر سلام وعلیک وه چې یو بل سره یې کاوه .
د پلرونو څخه ورپاتې ناندرې، د دواړو طرفو په دلخانو کې سورغوچ پرتې وې. دا سخرې غوټې چیرې په داسې آسانه اوبه کیږي .
بیا د قسمت ونصیب کارونه ګوره ؛ چې چا به د اصیل زوی ته د غمي د لور صورت و سیرت ستایلی وي، هلک نادیده و ناخورده پسې لیونی لیونی شو .
دا د نه لیدلو کیسه ،هسې دوې پخپله پسې جوړه کړه . کنه د هلک په جیب کې هم د نجلۍ سر لوڅې ، ویښتان په اوږو راخوشی کړې، لکه خندا یې چې په زوره خوړلې وي ، شوخه موسکا په ګلابې شونډو سپره،سینګار کړی عکس پیدا شو اوهم د سپین ساټن څخه د جوړ شوی دستمال باندی په سپینو سونډو د هلک خامک شوی نوم .
دا چیزات یې ټولې کورنۍ ولیدل ، خو د زمانې له ډاره یې آوازه خپره کړه چې هلک نادیده مین شوی .
د اصیل شاه ځوان زوی ،په لمړیو کې یې له پلاره حیا کوله ، یوازی مور ته په زاریو شو .خو چې د سیاسرو په مټ خبره هواره نشوه ، بیا موضوع بهر ته وڅڅیده . بیا نو زاړه و واړه ټول په قضیی خبر شول . دی هم په خپله خبره کلک ودرید .ویل چې این کوي که دین کوي ، داپټی به شین کړي .
– یا به همدا نجلۍ راته غواړي ، یا لاړم ایران ته . بیا مي نو ولله که په لسو کلو کې هم مخ درښکاره کړ .
ښه نو ، څه به یې ورسره کړي وه؟
وی دښمن لري؟ وی نه . وی اولاد لري ؟ وی هو . وی خیر بیا څنګه وایي چې دښمن نلري ؟
اصیل شاه غوندی دولتمن سړی زوی چیرې ایران ته لیږلی شو . ایران ته تګ خو د خوارانو کار ده .
هو زیاتی نو ریبارې شروع شوه .ریبارې نه ، ریباریانې……..په کراتو کراتو……..
په کراتو مراتو خو به د اصیل شاه میرمنۍ ، درې درې او څلورڅلور ښځې ورکره مرکه کړې وي. بیا څو ځله خپله اصیل شاه ، ښه درانه درانه سپین ږیري ، د غمي په مهمان خانه دننه وردیره کړل .
خو د غمي کینه د اوښ کینه وه ؛ نه یې په ښه ژبه ستړی مشی ورسره وکړه او نه یې په درنه سترګه ورته وکتل . خلص له اصیل شاه سره یې هیڅ نه څریدله .
غمي چې څومره ناځوانی کوله ، کوله دې . اصیل شاه د تیښتې سړی نه وه . سره لدې ټولو ، په بیا بیا ورکره مرکه شو .
غمی هم له کوره نشو منع کولی ؛ ریباران چا په ټوپک ویشتلي؟ سل یې غواړي، یو یې وړی .
آخر چې بل ډول ونشوه ،غوڅ ځواب یې ورکړ :
– اصیل شاه ! که مي همداسې کور ته راځي ، یالله ! خو که بیا دخیښې او ریبارې نوم پرې ږدی ، بیا زما د کور ور ، ستا پر مخ تړلی . چې پدې نامه نور نه ځان په عذاب کړی او نه موږه وزوری .
دا نو سوچ ځواب وه ، زیاتې نو د تاوبالا خبرو لپاره هم ځای پاتې نشو .
اصیل بیچاره آخر ماته وخوړه . خبره یې ورپریښوده ، نوریې نو پدې کار غټه ډبره ورواړوله . دوستې نه دزور خبره ده او نه دزر .
دا نو د زړونو پیوندده ، د خوښې کارده . چې نه کیږي ، نو نه کیږي . مینه نه په توره جوړیږي ، نه په خورجینه .
د اصیل شاه دوی په دومره تګ و راتګ ، په دومره منډو تړرو ، میر زمان شاه هم خبر شوی وه .
میر زمان د اصیل مشر ورور وه ،سکه . د یوې ادې او ابا بچیان .
خو دا لس کاله دا دوه ورونه ، سره سترګې په سترګو نه وه شوي .
داسې ټینګ مرور وو چې نه په اختر وبرات سره پخلا شول ، نه یې د یو بل د روغ وناروغ پوښتنه وکړه او نه د یوبل د غم و ښادی په ټغر کیناستل .
د پښتو ځیل ده کنه !
د پښتنو دود و دستور همداسې ده ؛ چې واړه وي، په یوه کور کې وي ، داسې سره خواږه ، داسې یو بل ته له سر وځانه سره تیر دي، ته وایي ؛ ده که نه ده وروری همدغه ده . لدې نه زیاته وروري ولله که چا ،یا په انس کې لیدلې وي یا په جن کې .
خو په مجردی چې د پردي سړي لور یې په مینه راننوته ،نفسونه او ګټې وټې یې سره جلا شوې . یو،دوو سر لوڅو ، کون لوڅو ماشومانو ، داداجانه داداجانه پسې نارې کړي ، بیا نو لاړه هغه ګرمه وروری ټوله اوبو یوړه .
بیا نو له همغه جاناجانی ورور سره د سر او مال دښمنی اعلان ده . نور یې بد خو لا پریږده ، ښه یې هم بد پرې لګیږي .
په ټولې دنیا یې لوریږي ، په خپل ورور یې نه ! همغه ورور ته یې چې ځان قرباناوه ، اوس څاوې باسی ، لومې ورته ږدي .
د میر زمان او اصیل هم په همداسې چیزاتو خوا سره بده وه .یا به یې په کومې وچې پولې سره دعوا وه ، یا به یې د توتانو د کومې زړې چنجی وهلې ونې په ښاخونو سره وهلی وه ، یا په( لښتې کې ، پورته دانه کې تا ډیرې اوبه ګرځولي ،زموږ برخه دې خوړلي )، یا به یوبل ته سره برګ ووچې( اوبو ته دې پخپل سر ، بی پوښتنې پټم اچولي وه ، کنه یې ،حق دې وخته پوره شوی وه) .
خلص په ناڅیزه متاع به یې سره کانه وانه شوه . په مخونو به یې د سپي پوستکې راکش کړل ،یوبل ته به یې بیدریغه بیدریغه سپکې سپورې ورسوغات کړي ،مرور به شول .
او چې د خولې مزه یې ډیره سره ترخه شوه ، بیا یې نو بالکل سره خط و برید کړه .او اوس دا لس کاله یې د یو بل مخ نده لیدلی .
سکه وروڼه ؛ هغسې د سربازی وروری ، او اوس بیا داسې لکه د عربو اسراییلو دښمنی . یا مه کوه یا د خره کوه !
هو نو ! د اصیل شاه د کورنۍ له ډیرو ریباریو ، میر زمان شاه ته هم احوال ورسید .
د میرزمان به اصیل بد ایسیده ، ایسیده دې ، هغه بیله خبره وه . مګر د اصیل دا زوی خدایي پرې ګران وه .
دا دومره موده یې لدې هلکه په خطایې هم کومه سپک حرکت نه وه لیدلی . د پلار په تیږه یې هیڅ نه ده ورسره تللې . تل یې ویلی چې ته پوهیږی او پلار مي . تاسو وروڼه موږ په خپل مینځ کې مه ژوبلوئ .
همدا وجه ده چې د میرزمان په سترګو هم خوږ لګیږي .
اوس یې نو وخت دی چې دی یې هم وروښیي ، چې دښمنی مي له خپل ورور سره ده ، ته خو مي د پلار لمسی یي، که د اصیل زوی یي که نه ؛ له پلاره خو سره له یوې ګنډې یو .
میر زمان شاه ، د زمانې او وخت په چم ښه چمیده .؛ داسې خلک یې غمي ته د ریباری لپاره ورکتارکړل چې سړی چړت هم ونشوه کړای .
بس د ماسپښین سیوري دسړي له قده ، په اوږدیدو کې وو، لمر ځان د نرخ څوکو ته ورنژدی کړی وه چې د میرزمان میرمن او لوڼو له دایرو سره د غمي د لور نښه ، د اصیل شاه په کور ورمبارکه کړه . چې دغه ده نن یې بیا واده دی .
له ښکته او پورته کلیو ،ډیر مخلوق پدې خوا رامات شوی . دومره خلک دا ډیر کلونه په یو ځای نه وه راټول شوي .
ټول وایي ؛ د اصیل شاه دې کور ودان چې پوستو او ولایت دواړو ته یې خبر ورکړی . د ملا کاکا پوستو هم ځوانی وکړه ؛ څوک ټس هم نه کوي .
چې دا دثور آدم خور انقلاب شوی ، بیا په دې وطن کې ، چا پدومره کلو کې ،داسې کرارې ، داسې د خلکو جمع و جوش نه وه لیدلي . ته وایې د ا د انقلاب کلونه ندي ، داود خان په ارګ کې ناست دی .
میلمانه د کلا په مخکې راټول شوي، کلا او د مخې پټې ټول پرې ډک دي . بیا له خیره ، همدا اوس اوس کې به خوځیږي ، مخ د غمي د کلی کور په لور .
مخلوق د خدای راټول شوي . سړی ته خوند ورکوي، خوند .
میرزمان هم شخه لونګۍ په سر ، سپین ښوی اتو شوی څادر په اوږو ،لکه میلمنو غوندی ،هملته بهر له خلکو سره و لاړ ده .
د اصیل شاه د زوی ارمان یې ورپوره کړ، د غمي لور یې په ډولی کې ورته راسپره کړه ، خو خپله له اصیل سره پخلا نشو ، چې نشو .
که پردیو ته سره وروڼه دي ، وي دې . خپل مینځ کې همسې سره غوښه و چاړه ، لکه چې د یوبل پلار یې وژلی وي .
په هیڅ ژبه یې یو بل سره خبرې کول نه راځي . د پښتنو ځیل ده ، څنګه یې کوي؟
اصیل شاه څو څو ځلی مخ مخ ته ورغی ، ځان یې ورته جوړ کړ، چې ورسره وغږیږي ، مګر میر زمان به بیا داسې ځان تیر کړ، مخ به یې ترې وګرځاوه ، پوز به یې پورته ونیوه ؛ ته وایي ، ځمکې ته نه ګوری ، د آسمان مرغي شمیري .
اصیل هم د خلکو تر مخ ځان په خواره چاړه حلال نکړ، لالا یې همسې په خپل چرت کې پریښود .
د زوم یوه آشنا له کابله نوې سوچه ، قلفک چپات والګا راګلپوش کړې وه . زوم لکه ټول اوغانستان یې چې فتح کړی وي ، نیغ د والګا په سیټ کې ناست، یو مینی بس ورپسې ، بیا یو پخوانی لوی شصت سرویس په هغه پسې، ورا حرکت وکړ .
چا چې کوم کوچنی موټر درلوده ، اوه اته کسان کی ور ننوتل .
څوک بیا له چاسره په موټر سایکل باندی دوپشته او سه پشته شول . چا چې بایسکل ورسره راوړی وه ، بایسکل یې له غوږو ونیوه، پښه یې په واړوله .
باقی اولس ، همسې په ټوکو مسخرو لګیا ،د سیند په غاړه یا په لویه لاره د پښو په مزل ، ځان د غمی کورته وربرابر کړ،چې غرمه ترې تیره نشي .
د غره پدې خوا کې ، ضابط مختار د ګارد خاص د لوا ، د بیم -چهل د بطریې نوکریوال دی .
چې ورځ ته ګوری ،دغه ده پنجشنبه مخ په خلاصیدو ده . د ارغندې مازدګرني بادونه راوالوتل . که له پوستې بهر ووزي او لاس د عسکری خولې په پیک ونه نیسي ، باد یې درنه الوزوي ،بیا منډې پسې وهه.
کله کله بیا شمال دومره تیز شي، په یوه ځای سره کولوله شی کولوله شي . لکه بوړ بوښکۍ ؛ ګرچاپیره درنه تاوراتاو شي ، او یوه لپه شګې او ریګ دې په خولې او سترګو در وشیندي .
د ضابط مختار چرت ښه پوره خټه دی .
یوازی په پوسته کې پروت ، بهر ته د وتلو نه کومه دلچسپی لري او نه حوصله . هسې خود په خود ځان ته خپه دی .
سبا د جمعې ورځ ، د چاروالی او قمار ورځ او دی خالی خالی جیبونه . که یې یو څو روپې موندلې وي، هم به یې د سبا چاره په شوې وه او هم به یې د تیرې جمعې قصور پرې ویستلی وه .
ها تیره جمعه خو یې بد په برخه وه ، دا جمعه یې د بختی جمعې وار ده ، حتما” ګټی یې . زړه یې همداسې ورته وایي .
مګر په څه شی به یې وګتي .
ځان سره وغړمیده :
– تشه لاسه ! ته مي دښمن یي !
بیا یې پخپل سر ، سر وښوراوه :
– ته والله که داسې تش جیبونه هلته په میدان کې کینم ، د نورو د لوټونو شمار وکړم ، او خپله بیرته همسې شیردل برو پردل بیا ، تش جیبونه ، لکه بګیل مرړز سپک ترې را پاڅم ، دا خو نو ډیره بی غیرتې ده . لدې څخه خو …..ښه ده ….. .
له سهاره چې په همدې چرتونو کې غرق ده ، دغه ده ماسپښین هم په خپګان کې تیر شو ، زیاتی ژیړ مازدیګر ده .
زړه یې ولویده چې ورځ همداسې خوشی راباندی بیګا شوه، څه اسره مي پیدا نکړه . چې سترګې دې نه وي پټې کړي ، بیا د جمعې سهار ده او ته مفلسه او خوار وزار .
لاسونه یې همسې د سر لاندی ایښی ، له بوټانو سره په چپرکټ پروت ، سترګې یې په چت نښتې ، تیران شماري……………
ناڅاپه یې یو نوی فکر په ماغزو کې را وزیږید .
ځان سره یې چرت وواهه، شا اوخوا یې وسنجوله . قانونی لارې یې هم په ذهن کې ورته جوړې کړي . چې ښه مطمین شو ، بیا نو لکه ربړ نیغ په ځای کې راکیناست . خولې یې په سر کړه او په ټینګو ټینګو ګامونو بهر راووت .
یوه اوږده سا یې وویستله .
شا اوخوا ،مخامخ ارغندۍ او د پغمان غرونه ، ښې خواته د کابل دروازه د کمپنې
سیمه ، کیڼ لورته پر میدان وردګو ور کوزیدونکې کوتلونه او غونډې ، ټول یې له نظره تیر کړل .
د عملیاتی ددلګي ، دلګی مشر یې راوغوښت،سرتیرو ته یې د جمع سئ امر وکړ، بیا یې دمهماتود ډیپو څخه د بیم- چهل د راکټونو د رایستلو قومانده ورکړه .
د راکټونو اوږدو اوږدو صندقونه ته یې په شوق نظر واچاوه ، سرګلولې یي،په راکټونو
کې داورحالت ته چمتو نصب کړلې او ورپسې یې په عسکرو د بیم چهل ټول شریدونه ډک
کړل .
ضابط مختار خپله دستګاه ته وروخوت ، د انداخت زاویه یې جوړه کړه . داسې زاویه چې مرمې به د غره له سره هغه پلو ته ور تیریږي ،دلته به یې څوک نه ویني. بیا نو ډاډه زړه راکوز شو .
د اور دلګې ته یې د ځای پر ځای کیدلو امر ورکړ. ورته واضح یې کړه، چې د کشفي راپورونو له مخې همدا اوس وهغې خوا ته د دښمن یو کتار له پاکستانه راغلی ، شمال لوری ته د تیریدو په حال کې دی .
خپله مخابرې ته کیناست ، له مرکزه یې د انداخت اجازه واخیسته او د احتمالي دښمن د قطار په هکله یې کشفي راپور ورته تکرار کړ .
یو ځل بیا یې هرڅه ، زاویه ، استقامت ، د دستګاه د دریدلو حالت او موقعیت تثبیت کړل ، د بیم -چهل له دستګاه راکوز شو ، ښی لاس یې د خپل سر په برابری ، ښه لوړ پورته کړ، بیا نو
– یو………دوه ……..درې………….
لاس یې په شدت ، لکه ګوزار چې کوي، لاندی په ضربه ښکته غورځار کړاو …
– اور………………
* * *
د غره هغې خوا کې ، د واده خلک د غمی دوی له کلی کوره ، بیرته صبر خیلو ته راورسیدل .
ښه زبر دست واده وه ، ټولو همداسې ویل .
رښتیا وایي ؛ ښه زبر دست واده تیر شو . دا ډیر کلونه کیږي چې دلته ، کوم واده ، خیرات او مړی ته دومره خلک نه وه راټول شوي .
که به په کومی جنازې ، یا ښادې کې خلک ، یوڅه ډیر شول ؛ بیا به وخته د شورویانو چورلکې رارسیدلې وي . چې چیرې به یې پټ یا برالا سړی لیده ، بیا یې داسې په نښه کول ، ته وایي د چوغکو په ښکار پسې رالوتلي .
بیا به له ولایته هم حکومت را مست شو ، دومره توپونه به یې راشړل ، چې خلک به په ورځو ورځو په خپل پوله پټی قدم نشوایښودلي .
دغه ده ، اوس د خدای فضل دی ؛ شوروې لاړه ، خدای ورک کړل . وړاندی د ملا کاکا د غونډیو په سر پوستې (که کمونیست دي که مسلمان؟) هم بد خلک نه وو. ټک یې هم ونکړ، ټک……
د خلکو زړونه په ځای شول ،مطمینه شول .
چې هر سړی به دا دومره مخلوق لیده ، دا کراره کرارې به یې لیده ، دا د اصیل شاه د زوی د واده جمع وجوش به یې لیده ، لرې و نژدې یاران به لیدل ، دا لس کاله مړې شوې اوس بیرته راژوندې شوې ،ټوکې به یې له یوه بله اوریدلې، خوشالې،خندا ،دوستی به یې لیده ،خوله به یې له خوښې ، له خندا نه ټولیده .
ماسپښین ښایسته وخته قضا شوی ، چې ورا بیرته راورسیده .
له پورته سړکه د موټرو د ټایرونو ، د خلکو د ګامونو دوړې ،لاندې باغونو ته راکوزیږي .
د اصیل شاه د کلا مینځ کې نجونې او میرمنې،د کلا مخکې نارینه او هلکان نه ځاییږي . خلک ستړي دي ،خوشاله ستړي دي.
ځوانان لا په پښو ولاړ دي،سپین ږیرو ته یې په منډه منډه ،د ونو سیورو ته ټغرونه راورسول .
د بختور زوم او ګلالۍ ناوۍ ،والګا یې په پټیو پټیو کې راتیره کړه . څو ځایه یې پولې او لښتې ورته وران کړل ،مقصد د کلا تر لویې دروازی یې راورسول . ښکلۍ قلفک چپات والګا یې له شازاده او شازادګۍ سره د دروازی خوله کې ودروله .
هلته د کلا مینځ کې ، د کلا دروازې ته نژدې ، د نجونو دایرې ښې سرې شوې .
دوه ګونده دي ؛ یوه خوا په ټیکیو ټیکیو کې د ناوی ښایست ستایي . د ګلو ونه یې کړي ، دومره یې ښکلۍ کړي،چې له ښایسته یې سپوږمۍ وشرمیږي ، مخ پټ کړي . دومره یې پورته پورته کړي چې که له زرو سره یې تول هم کړي، لا کمه ده .
بل لور ته د زوم خیلو ډله ټیکې اچوي ،زوم درندوي؛ زموږ ورور د شازادوو ،شازاده دی ، سل پیغلې یې له بریتو کربانیږي ، زموږ وریندارې ډیره مه ژاړه ،زموږ له وروره ښایست نه یي .
زوم له موټره په کوزیدو کې دی . یوه ګڼه ګوڼه ،یو بیر وبادی چې پوښتنه مکړه . ؛هلته دایرې او سندرې ، د ننه په کور کې د کور میرمنې زوم او ناوې ته ځای جوړوي، نوي قالینه او ډبلې ډبلې سرې د بخمل توشکې ورته هواروي .
دلته واړه هلکان او وړې نجونې د موټر تر خولې راغلي ، د زوم او ناوې اول سیل د دوی ده ، که یې څوک مخه ونه نیسي، په موټر راخیژي .
او دې وخت کې د ناوې ناز ته ګوره ، نه کوزیږي . څه دروغ ،څه رښتیا ژاړی ، سترګې یې لمدې کړي .
او یو څه خوخپل قدر زیاتوي . په آسانه یې والله که په دروازې را ننه باسي .
چا منډه کړه ، چرګ یې ورته راوړ، د دې پښو سره یې حلال کړ.
نه بابا پدې هم نه کیږي .
بیا کوم بل تربور غږ کړ چې هلکانو ورشئ ، ما پسه راوستی ،هغه ورته حلال کړئ……. ……………..
د زوم پام شو چې تره یې ، میر زمان خان لاتراوسه مرور دی . هلته لري د کلا مخکې ولاړ ، د سترګو له کنجو د دوی ننداره کوي .
ناوې ته یې وویل :
– فقط یوه دقیقه صبر وکړه ، زه ژر بیرته راځم .
او د ناوې او شاته ناستو میرمنو د حیرانو سترګو تر مخ له موټره کوز شو . په یوه منډه یې تر پلاره ځان ورورساوه . هملته ځای په ځای یې د لاسه ونیوه :
– پلاره ! چې همدا اوس د خلکو تر مخه لس څپیړې هم راکړی ،پریږدم دې نه . راسره ځی به، د زمان کاکا سره به پخلا کیږي . هغه له تاسو مشر ده ، لاسونه به یې نیسي ، حق درباندې
لري .
اصیل شاه یې یو په یو ګیر کړ. هلک ته حیران شو ؛ دا دخلکو تر مخه څه ورته ووایي ؟
ترې ګډه وډه شوه :
– زویه ! ته هغه نه پیژني ، چې یو ځل یې …………
زوم په سپینو خامک شویو جامو کې، توره ډولې کرتې یې په سر وراغوستې، له ښکلو رنګه رنګه مریو ډکه قندهارې خولې په سر، لکه شمشاد دنګ ولاړ ، پلار ته داسې ټینګ ده چې په ټول عمر یې داسې نه وه ترې لیدلي :
– پلاره ! که راسره لاړ نشي ، ناوې له موټره نه کوزوم ، تر سبا دې هملته ناسته وي .
اصیل شاه ښکته پورته ورته وکتل . لکه چې زوی یې نه ،کوم بل څوک ورته ګړیږي .
یا د خلکو له شرمه ،یا د زوی په خاطر، هرڅه چې وه ،ورسره روان شو .
د میر زمان شاه ، شا د دوی په لور وه ، چا سره په خبرو وه . د ورور او وراره راتګ یې ونه لیده
زوم غږ پرې وکړ:
– کاکا ! دغه دی ورور دې درته راغلی .
میر زمان په بیړه مخ ورته راوګرځاوه ، حیران حیران یې دوی ته سترګې ونیولي . نه پوهیده چې څه غبرګون وښیي؟ ښه او که …………؟
ځوان زوم وراضافه کړه :
– ما مي پلار ته هم ویلی ، تاسو ته هم اخطار درکوم ، ترهغو چې تاسې نه وي پخلا شوي ، زه ستاسو دا ناوې له موټره نه را ښکته کوم . مکوه چې ټول عالم درپوری وخاندي .
میر زمان سره له دومره پوهې ، اوس په دوو کې حیران ده ؛ له یوې خوا اصیل شاه یې مخته ولاړ ده . ډیر یې زړه ترې بد ده ، دی یې ډیر زورولی . په ډیر ناچیزه دنیایي متاع یې خپه کړی . د مشر او کشر دود یې هیڅ نه ده ساتلی .
همغه اصیل ، همغه د ده کوچنی ورور چې ده یو عمر په شا ګرځولی ، شل وارې یې د ده په غیږ کې میتیازې خوشې کړي ؛اوس له ده بر کیني ،بر غږیږي ،بره یې خوري .
زړه یې ډیر ترې بد دی .
له بلې خوا دې ځوان ته ګوره ؛ په دې ځوانه ځوانۍ درته ولاړده . هلته یې ناوې په موټر کې یوازې پریښې ،تاته راغلی . د واده ورځ یې ده ،پدې ورځ یې څنګه خپه کوي؟ څنګه یې بیرته نا امیده لیږي ؟
دې هوښیارو ،هوښیارو خبرو ته یې ګوره ؛ ته وایي ، دی داصیل زوی نه دی ، ده اصیل زیږولي .
میر زمان په زړه کې هم ځان ته قار راغی ،هم خندا
نور یې نو توکل په خدای کړ، یوه لوړه لاحول ولله یې وویله ، غیږه یې ښه ارته په ټول وسعت خلاص کړه ، ستونی یې ډک ډک کیده ،په اصیل یې غږ وکړ:
– راشه اصیله! راشه ناځوانه ! غیږ ته مي راشه چې ډیر درپسې خپه شوی یم . راشه چې بیا همغه د وړکتوب جزا دې درنکړم ته نه سړی کیږي ، چې بیا دې غوږونه سره وانه ړوم په خدای که دې پریږدم …
د اصیل ستونی لا له هغه نه هم ډک وه ،تقریبا” سلګې یې وهلې :
– لالا راکړه جزا راکړه ، په جزا پسې دې خپه شوی یم . له جزا دې کربان …له….
اصیل ور ټوپ کړل. دواړه وروڼه غاړې تر غاړې شول ، ډیرو خلکو ورته کتل ، ډیر خلک د دوی په خپګان خبر وو.
د اصیل شاه زوی ، نوی زوم خوشاله خوشاله شو .
نور یې دوی سره پریښودل؛ ورونه پوهیږي او کار یې . خپله یې را منډه کړه ، ناوې یې هلته په موټر کې پریښي ، شرم ده …….
رامنډه نه چې راپه هوا شو . یو….دوه …..درې ….څلور….پنځه………….
شپږم یا اووم قدم به یې نه وه اخیستی ،چې یو ځل ……
ګړمب…ګړمب…ګړمب…ګړمب…..ګړمب…ګړمب…ګړمب…ګړمب……………
ټوله دنیا توره تیاره شوه .
د غره پدیخوا کې ، ضابط مختارساعت ته وکتل ،پوره لس نیمې بجې دي . نژدی نیم ساعت کیږی چې دی ، دلته د کمپنۍ د بازار شاته د رسول دنګی دوکان مخ ته انتظار باسي . حتی رسول ډنګی هم د جمعی په ورځ ناوخته را ځي .
ضابط مختار نور بی حوصلی شو ،نژدی وه چې لاړ شی . که ګوری چې ایله په ایله اوس رسول ډنګی راپیدا شو .
له خوبه ډک ،همسې نا وینځلی مخ ، ناولې ویښتان یې په سر تپۍ ورسریښ شوې، په زړو اوسپنو باندی ټوک ټوک داغ شوي لاسونه، ځوړند ځوړند راروان دی . لکه چا چې په زوره له کوره راایستلی وي.
د ضابط مختار په لیدو یې چرت هم خراب نشو چې د ده ډیرانتظار یې کړي .
اصلا” رسول ډنګی داسې خوارې سپږې نده خوړلي ،پداسې ضابطانو مابطانو خبر هم ندی . خپله له ټولو سره لار لري ؛ سر یې له جنایې سره ، پښې یې په امنیت (خاد)کې نښتې . د چا زور نه په رسیږي .
مختار د بیم -چهل خولونه له کاماز موټره ورته راکوز کړل ، څه چنه یې سره ووهله . ضابط پوهیده چې د بیم -چهل د خولونو اخیستل او سوداګری د هر چا کار هم نده ……… همدا رسول ډنګی پوهیږی او همدا د ډیرو پیسو خولونه .
ژر سره جوړ شول ، ضابط پیسې ترې وشمیرلې او په بیړه یې حرکت وکړ چې کوم جنایې پرې رابرابر نشي ،بیا یې له هغوی سره ویشه .
او هم یې زښته ډیر تلوار درلود ؛ میدان به ګرم وي او دی پکې نه !
* * *
د غره هغې خوا کې ، لمر ښه را تودشوی . د څاښت لس لس نیمې بجې دي . خلک لګیا دي ، قبرونه باسي .
پدې ،له ډبرو اوشګو څخه په ډکې هدیره کې د قبرونو ویستل خلک ستړي کړي .
خلک ښه ستړي شوي ؛ آخر یو قبر خونه ده ، دوه نه دي ، درې نه ، څلور نه …….پوره یوولس قبرونه باید وکیني .
هم د لویانو ، هم د کوچینیانو، هم د ښځو لپاره ، هم د نارینه وو.
یوولس قبرونه …..بایدد دې مبارکې جمعې په ورځ ، یوولس مړې ښخ کړي ،یوولس پاک شهیدان .
پرون مازدیګر د اصیل شاه د زوی واده په خلاصیدو وه . ناوې یې راوستې وه .
خلکو تګ ته ځان جوړاوه . ښه مستانه واده یې تیر کړی وه ، ټول ستړی او خوشاله وو. ټولو له یوبل سره ،د خدای په امانی څخه مخکی کیسې او صتونه کول ؛( راځه چې نن شپه له ماسره میلمه شو) ، (ته والله که خو به یوه شپه نه راسره کوی)، (راځه چې دا ډیر وخت سم نه یو سره ناست) ………..
ټول خوښ وو. ټولو ویل چې ښه زبردست واده تیر شو .ښه مست واده تیر شو . زړونه مو پکې خلاص خلاص شول ، دا لس یولس کاله چا داسې د خلکو جمع و جوش نه وه لیدلی ……ټولو ته یې خوند ورکړی وه …..چې………..
چې یو په یو په لس هاوو د بیم -چهل مرمې د صبر خیلو کلی دړې وړې کړ .
د بیم -چهل مرمې چې د غره له هغی خوا را توغول شوې وي پوره اتلس کسان شهیدان کړل . بیم -چهل نه کتل چې ځوان یي ، زوړ یي ،نر یي ، ښځه ……… چې هر څوک یې مخې ته ورغلل ،ټول یې وریبل ، دټولو ساه یې واخیسته .
واده ته دخوښی لپاره د راغلو خلکو ساه یې واخیسته. ټوټې ټوټې، پارچې پارچې یې کړل . له یوه سره ؛ غټ، واړه ، سپین ږیري ،هلکان ،میرمنې، پیغلې ،خپل ، پردي ، د کلی خلک ، مسافر میلمانه ….په هیچا یې هم زړه ونه خوږاوه ، په هیچا یې صرفه ونکړه………. …………………..اتلس کسان یې ووژل ،او لا درې چنده نور یې په سرو وینو لړلې ،زخمیان
کړل .
اوس دغه ده د جمعې ورځ ده ، خلک لګیا دي یوولسو شهیدانو ته قبرونه باسي ، چې ژر یې ښخ کړي ، ورځ پرې ډیره را ګرمه نشي .
باقی نور اووه شهیدان خو لا مسافر میلمانه وو. دري کسه کابلیان، دوه کسه له هزاره جاته ،له بهسودو واده ته راغلي وو، دا یو خو لا د اصیل شاه ډیر نژدی ملګری ، هان د مزار له شولګره دلته میلمه وه .
سید یونس پاچا ، بیرته د خپلې میرمنې جنازه کونړ ته وربار کړه .
د ځینو مسافرو شهیدانو مړي یې همغه شنه سهار وربار کړل ،ځینې به لږ وروسته وروړي .
د میر زمان شاه او اصیل شاه قبرونه یې څنګ په څنګ وایستل . د اصیل شاه زوی ، نوی زوم ویل چې دواړه ورونه لس کاله سره مرور ول ، نوی پخلا شوي وو. یوبل ته به ډیرې قصې و ګیلې ولري ، پری یې ږدي چې ښه زړونه سره تش کړي .
د غره پدې خوا کې ، د ښار مینځ کې، د بابه سردار کور کې ، د قمار میدان ښه تود چالان ده . ضابط مختار چالونه ، داسې لاس خلاصی لاس خلاصی فلینګ کوي، ته وایي چیرې یې کومه خزانه میندلې. ټول حیران حیران ورته ګوري .
چې څومره یې بایلی ؛ دی نورهم ، چال لاپسې ډبلوي .
* * *
د غره په هعې غاړه کې د پیر صاحب په هدیره کې ملا لګیادی ، وروستې دعا کوي.
په حق د ټولو یوولسو شهیدانو چې دلته یې ښخ کړل دعا کوي، په حق د هغه اوو مسافرو شهیدانو دعا کوي ، د څه باندی پنځوسو ټپیانو په حق کې دعا کوي ، په حق د ټولو مسلمانانو ، ټولو مظلومانو دعا کوي .