افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز

۱۳۹۶ـ۷ـ۱۳

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز دا ځلې د پنجشېر ولايت اړوند درې ولسوالي په دوو لېسو کرامان نسوان لېسې او د مولوي محمد نفیس  په لېسو کې تحقيقي غونډې وکړې.

په دغه سفر کې د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس ډاکتر عبدالله هيواد، د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز ریس پوهنمل خيرالاحد غوري سره د ياد څېړنيز او تحقيقي مرکز محققين او څېړونکي مله وو.

د کرامان د نجونو په لېسه کې  لومړی ډاکتر عبدالله هيواد خبرې وکړې او  د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز د رامنځ ته کېدو په اړتيا يې خبرې وکړې، نوموړي زیاته کړه، څنګه چې زموږ هيواد د طبيعي زېرمو ترڅنګ پرېمانه شرينې او خوږې اوبه لري، خو له بده مرغه د سالم مديريت د نه شتون له کبله زموږ شېرينې اوبه ګاونډيو هيوادونو ته روانې دي، چې له امله يې موږ د پرېمانه اوبو په شتون کې له وچکالي سره لاس او ګرېوان يوو، موږ همدې اړتيا ته په کتو سره موږ د هيواد له تکړه علمي شخصيتونو سره تر ليدنو او کتنو وروسته یاد تحقيقي مرکز رامنځ ته کړ، ددې لپاره چې موږ د افغانستان رواني اوبه چې د ګاونډيو هيوادونو تيارې خونې يې رڼا کړې او هغوی زموږ د اوبو په مټ له نورو هيوادونو مالي امکانات تر لاسه کوي.

موږ ددې  د خپلو څېړنو په دوام  ګاونډيو هيوادونو ته د بهېدونکو اوبو لپاره په سالمه ستراټيژي او مديريتي سیستم کار کړی او دغه طرحه مو  د اوبو لګولو او برېښنا وزارت سره شريکه کړې ده.

همدارنګه تر ډېره موږ چې له ستونزو سره مخ يوو ، يواځينی عامل يې د ډيورنډ فرضي کرښه ده، چې يو افغان يې په دوو برخو وېشلی دی، ترڅو چې دغه فرضي کرښه له منځه ولاړه نه شي، د لر او بر تر منځ توپير ورک نه شي، پاکستان او ای، ايس، ای به ترهغو زموږ ترکورونو ترهګر رارسوي او موږ به په شهادت رسوي، همدارنګه د کرښې هغه غاړه بلوڅ او پښتانه هم د پاکستان سامراجي ادارې له لاسه ښه ورځ نه لري او تل يې په بلوڅو مجاهدينو او پښتنو خپل ظلمونه روان ساتلي دي.

ډاکتر عبدالله هيواد د لېسې زده کوونکو ته په خطاب کې وويل چې زموږ تحقيقي مرکز ددې ترڅنګ چې د هيواد په پولو د اوبو مديریتي سیستم باندې کار کوي، تر څنګ يې د سولې راوستلو په برخه کې هم خپلې هڅې دوه برابره زیاتې کړې دي، که څه هم په افغانستان کې د سولې شورا، پګواش او نور د سولې په برخه کې کار کوي، خو زموږ توپير له هغوی سره په دې برخه کې ډېر زیات دي، د سولې شورا پګواش او نور بنسټونه د خپلو کلنیو راپورونو لپاره نمایشي غونډې کوي، خو موږ د سولې راوستو لپاره تر هغو سیمو ورځو، چېرته د سولې وزرې پرې دي، چېرته د جنګ بچي زموږ ولسونه داړي او په خپلو تېرو داړو زموږ ځوانان رانه اخلي، موږ د هيواد له ځوانانو، مشرانو، علماوو، روحانيونو سربېره د سولې په برخه کې راسره مېرمنې هم ملې کړې دي، ځکه د سولې په برخه کې تر هر چا د مرمنو ونډه جوته او ښکاره ده، ځکه مېرمنې په اسانۍ سره کولی شي، خپل بچیان د جګړې له کرښو وګرځوي، په همدې هيله ستاسو ترلېسې او کلي راغلي يوو.

ورپسې د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز څېړونکې اغلې نبيلا رحيمي د افغانستان په پولو چمتو کړی پريزنټېشن يې خپلو خوېندو ته وړاندې کړ.

د پريزنټېشن په يوه برخه کې راغلي وو(( داسې هيڅ کوم لاسوند شتون نه لري، چې وښيي د وخت امير عبدالرحمن دې له مارتمر ډيورنډ سره د ډيورنډ فرضي کرښې سند لاسليک کړی وي، ځکه د زموږ د مرکز موسس ډاکتر عبدالله هيواد د هيواد ملي ارشيف کې په همدې سند پسې ګرځېدلی او بیا يې د برېټش موزیم لټ په لټ کړی دی، خو هيڅ داسې څه يې موندلي نه دي، چې وښيي دا سند لاسليک شوی دی، همدارنګه د هند په کتابتونونو کې هم چې هغه مهال د برتانوي امپراتوري مستعمره و، هيڅ ډ‌ول شواهد شتون نه لري،  په ۱۸۹۳ زېږديز کال د ډيورنډ او امير تر منځ هيڅ کوم  سند لاسليک شوی نه دی او دا د پرنګيانو ستراتېژي وه، تر څو شايعات خپاره او خپل خلک په امير بې باوره کړي. ))

همدارنګه  استاد پوهنمل خيرالاحد غوري د مولوي محمد نفیس په لېسه کې د افغانستان نوين تحقيقي مرکز په اړه مالومات وړاندې کړل، د افغانستان په اوبو تم شو، د نوموړي په خبره چې زموږ روانه طلا  د منځنۍ اسیا هيوادونو، ايران او پاکستان ته درومي دا مهال افغانستان ۷۵ ميليارده متر مکعب اوبه لري، چې ۲۵ ميليارد متر مکعب اوبو څخه يې استفاده کوو او پاتې ۵۰ ميليارده اوبه ګاونډيو هيوادونو ته ځي، که افغان دولت د همدغو اوبو سالم مديریت وکړای شي، نو موږ همدا نن د بهرنیو له احتياج څخه خلاص او خود کفا کېږو.

ځکه په نړيوال بازار کې د يو متر مکعب اوبو قېمت دری ډالره اټکل شوی دی، چې په همدې بنیاد زموږ د کال ۱۵۰ مليارده ډالرو ته رسېږي، که موږ له نړيوال بازار څخه په ټيټ قېمت همدا اوبه وپلورو، يو متر مکعب اوبه يواځې په يو ډالر وپلورو نو د کال پنځوس ميلیارده ډالره کېږي، چې موږ خود کفا کېږو او د نړيوالو له احتياج څخه خلاصی مومو.

همدارنګه استاد د ډيورنډ کرښې او سولې په اړه خورا اغېزمنې خبرې وکړو.

د درې ولسوالي سپين ږيرو سره هم د ياد مرکز موسس او غړو وليدل او د يادې ولسوالي مشرانو يې تود هرکلی وکړ.

باید يادونه وکړو، چې د افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز موسس او غړو د پنجشېر ولایت د پوهنې له ریس سره هم ليده کاته وکړل او د پنجشېر په یو شمېر نورو لېسو کې د ورته پروګرامونو د جوړولو په اړه ورسره خبرې وشوې، چې په يو جلا راپور کې په تفصيل سره تاسو خبر کړو.

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز، مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *