محمدصادق رښتینی- د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چې؛ په باغونو کې د ښخ شوو ماینونو په وجه د انګورو حاصلات نه شي ټولولای.
د خلکو په وینا دغه ماینونه د پنجوايي ولسوالۍ د درېیو کلیو مشان، تلوکان او د زنګاوات په باغونو کې ښخ شوي.
دوی وايي، وسلوالو طالبانو په هغه خطونو کې چې؛ پر خلکو ویشل شوي لیکلي چې؛ خلک دې د مازیګر تر لمر لوېدو وروسته بیا تر سهار اووه نیمو بجو پورې د خپلو کورونو بهر نه را وځي ځکه چې دوي په کوڅو او باغونو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو لپاره ماینونه ښخ کړي، خلک زیاتوي:
“یوازې په مشان کې درې څلور سوه ماینونه ښخ شوي زه حیران دې ځای ته یم چې؛ دا يي څنګه را وړه، امریکایان باغو ته راځي او طالبان ماینونه ورته ښخوي، په باغونو کې ماینونه اسانه پټیږي پر ډامبر خو ډیر ماینونه نه شي ښخیدلای“
ځايي اوسیدونکو ازادی رادیو ته هغه اخطار لیکونه هم ورکړي چې؛ طالبانو په کې خلکو ته ویلي دوي د شپې له خوا ماینونه فعاله کوي او خلک دې له کورونو نه را وځي.
بل خوا د کندهار د ولایتي شورا غړی او د پنجوايي ولسوالۍ قومي مشر حاجي اغلالی دستګیري وايي، وسلوال طالبان په دې کار سره غواړي چې؛ د خلکو د حلالې روزۍ مخه ونيسي بې کاري رامنځته او بيا د بې روزګاره کسانو په مرسته خپلي ليکي پياوړي کړي.
د حاجي اغالالي په وینا د طالبانو د دغه عمل زيان دولت ته نه بلکې عام ولس ته رسيږي:
“طالبانو په تیرو اوو اتو کلونو کې کوښښ کړی چې؛ خلک د دولت څخه په یو ډول نه یو ډول لیري وساتي تر څو خپل تر تاثیر لاندي يي را ولي.”
بل خوا چارواکي د خلکو یاده ستونزی مني او وايي چې؛ ډیر ژر به د ایساف ځواکونو سره په همکاري په سیمه کې د ماینونو د لمنځه وړلو لپاره عملیات وکړي.
د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل چې؛ دا یو اقتصادي جنګ دی او وسلوالو طالبانو له دې مخکې هم د حاصلاتو پر وخت خلکو ته دا ډول مشکلات پېښ کړي:
“دا یو اقتصادي جنګ دی پاکستان طالبانو ته ښه په پېخر ماینونه ورکوي او دوي يي د بې ګناه خلکو په لارو کوڅو او باغونو کې ښخوي.”
وسلوالو طالبانو تر اوسه د خلکو او چارواکو د دغه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
کندهار د میوو په لحاظ د انګورو او انارو خورا ښه باغونه لري، خو په وروستیو څلورو کلونو کې بزګران او باغ لرونکې شکایت کوي چې؛ هر کال دحاصلاتو پرمهال د افغان بهرنیو ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د جګړو او عملیاتو په وجه د خپلو باغونو څخه کافي حاصلات نه شي تر لاسه کولای.