عبدالله رحیمي
تاریخ به دا هم ولیکي چې د پنځه زره کلن تاریخ درلودونکي هېواد خلکو به پر هرڅه باور کاوه او د دوی تر نیمایي زیات ژوند، په بې ځایه منډو ترړو کې تېر شو، نه پوهېږم چې زموږ د هېواد وګړي به تر کله د دغې اډیا او فکر خاوندان وي. په تېره یوه لسیزه کې فکر وکړئ، چې دوی په با بې ځه څیزونو څومره وخت لګولی، څو کاله مخکې لومړۍ د یو ډول ګونګټو په ښکار پسې ووتل، اوازه خپره شوه چې یو ډول ګونګټې دي، لوی ښکرونه لري، خوراک څښاک یې د ونو له پاڼو دي، په زړو او پوډه ونو کې پیدا کیږي او خارجیان یې په پنځوس زره ډالره اخلي. بس کله چې خلکو داخبره واورېده راووتل، کله به د یوې ونې په ډډه نښتي و او کله هم دبلې، بس هڅه یې همدا واه چې ښکروره ګونګټه پیدا او بازار ته وړاندې کړي؛ تر څو په یوه ورځ مېلیونر شي.
دغې کار دغه ښکاریان له کاره او ژونده ایستلي و، د شپې به یې په خوب کې هم تر خپلې مېرمنې لاسونه راوګرځول او فکر به یې کاوه چې بیا تر کومه لویه ونه راتاو شوی او خپل تجارت کوي.
وخت ووت، ځینو ښکرورې ګونګټې نیولې وې، خو کله به یې چې د بازار خبره وشوه؛ ځینو کسانو به پرې ملنډې او ډرې پیل کړې، هغه وخت چې پوه شول دا خبره یو خوب او له منظق لرې ده؛ غوسه شول، نیولې ګونګټې یې، په کومو یې چې ورځې ان میاشتې وخت تېر کړی و؛ په یوه شېبه له منځه یوړې.
د دوی مطلب دا و چې دغه خوبونه یې په واقیعت بدل شي او ځانونه مېلیونران کړي؛ خو دا نه امکان منونکی او بې ځایه هڅه وه.
وروسته له یو څه وخت د یو ډول روسیو ګرنېټو، ګیسونو او دوربینونو بازار ګرم شو، دې څیزونو خاصې ځانګړنې درلودې، مثال: ګرنېټ به د تېر جهاد او مقاومت د وخت روسی ګرنېټ وي، سور خال به لري، مبایل به یې له څنګ سره اېښودل کیږي؛ که چېرې یې آنتن کار ونه کړ او آنتن یې له منځه لاړ بس یو دانه یې په ۱۰۰۰زر ډالره خرڅیږي، همدا شان روسي دوربینونه، چې په زیکویکو باندې به نصب وو او په آبترازو کې به یې اوبه موجودې وې، له یادو ځانګړتیاوو سره د فروش وړ و، د دې په څنګ کې پخواني روسي ګیسونه چې خلکو به ترې د روښنایۍ لپاره کار اخیست، د خلکو تر منځ د بازار غوره ډالۍ و بلل شوه او ځانګړنې یې د ګیس له امپیر سره د مبایل کار نه کول و او بل دا چې په شته امپیر کې به اوبه هم شتون لري.
ورپسې د اسمان څکلکیو ځالې بازار ته راوړاندې شوې او خلک به دشپې په تیاره کې راوتل؛ ځکه چې اسمان څکلکي د شپې په تیاره کې راوځي او الوت کوي. دوی به په تیاره کې لکه د غلو په شان تاوېدل او تر نیمو شپو به یې د اسمان څکلکیو په ځالو پسې خولې پورته نیولې وې. کله به چې هم څه لاسته ورنه غلل د شپې په وروستۍ برخه کې به په بړستن کې ستړی ویده شو، سهار به له لمانځه هم پاتې و او تر نیمې ورځې به د درانه خوب په غېږه کې لوېدلي و.
له دې وروسته د تورو لړمانو، غونډلونو او تورو پیشوګانو چې ژېړې سترګې ولري او له څنګ سره یې مبایل کار ونه کړي، بازار په خوارا تېزۍ روان شو. بیا هم خلک د دې شیانو په رانیولو پسې راووتل، ورځې او شپې یې پسې ستړې تېرې کړې، ویې نیول او ساتنې ته یې په پوره خیال قایل شول، په کورنۍ کې مېرمن، زامن او لورګانې یې د همدې بې ګټې څیزونو پر سر ورټلې، بدرد یې ورته وویل او ورته ویې ویل چې تر ما او ځانونو، دوی ته زیات خیال کوئ؛ ځکه چې زما ټوله سرمایه همدا ده.
پوهېږم او وینو چې له دې ډلې د ځینو کسانو او خلکو په کورنو کې د یوه څاښت اوړه او د خوراک توکي نه موندل کيږي؛ خو بیا هم کار روزګار نه کوي، په بې ګټې او بې ځایه څیزونو وخت لګوي او هېڅکله یې دغې ضرب المثل ته هم خیال وانه لوت، چې: اوګار نشي بیدار نمی شي.