له ډېره وخت راهیسې د افغان ولسمشر د بېلا بېلو کړنو په اړه رپوټونه ګورم، جوړوم او یا یې هم اورم، خو په هر مسله کې دا خبره مهمه او مطرحه وي، چې پنځوس سلنه چارې باید اجرایوي ریاست ترسره کړي.

د کابینې مسله له ډېره وخته مطرح مسله ده او هره ورځ یې په اړه په تلویزیونو او راډیوګانو کې د مبصرينو بحثونه ګرم.

له ډېريو سره اندیښنه دا ده، چې د ملي یوالي حکومت په خپلو منځ کې د څوکیو په ویش نه جوړیږي او له بلې لوري اجراییوي رییس د شمار کسان لري، چې کله یې له یو اړخه ولسمشر ته معرفي کوی او کله د کتار له بله سره یې ورته مخ ته کړي، چې بدلون نه په کې راځي او ولسمشر دغه کسان نه مني.

خو اوس ټول ولس دې پایلې ته رسیدلی دی، چې د ملي یوالي حکومت په هر څه کې باید سره نیم وي.

که په کوم ولایت کې د والي د معرفي خبره کیږي، نو دا خبره ورسره مله وي، چې د ولسمشر سړی دی او که د اجرایه رییس، که وویل شي د ولسمشر سړی دی، نو بیا دا اندېښنه وي، چې اجرایه رییس ته به د منلو وړ وي او هغه به موافقه ورسره وکړي؟

د ولسمشر طرفداران بیا وایي، چې نه دا مسله یوازې په وزارتونو کې مطرح ده، خو د ښاغلي عبدالله عبدالله پلویان بیا وایي، چې مونږ ترې د جان کیري پر وړاندې سند اخیستی او ټولې دولتي چوکۍ نیم په نیمه دي.

دا چې له تیرو دريو میاشتو راهیسې دوی په وزارتونو سره جوړ نه شول، له دې وروسته به د والیانو مسله وي، له هغې وروسته به بیا د انتصابي سناتورانو او له هغې وروسته د ځانګړو ریاستونو او همدارنګه د ولایتي ریاستونو، د وزیرانو د مرستیالانو او په وزارتونو کې بیا د دغو دواړو ډلو له لورې د واک د ویش او مامورینو د تقسیم او تر ټیټې کچې پورې، چې باور نه کیږي د دواړو مشرانو د واک تر پای پورې دا ویش سره خلاص شي او دولت د خلکو خدمت وکړي.

که د چوکیو د ویش مسله همداسې دوام ولري او د دواړو ښاغلیو تر منځ دا ستونزه همداسې روانه پاتې شي، نو له یوې لوري خو د ولس برخه بیلکل په واک کې ورکه ده، بلکې په دولتي ماموریت کې هم نشته او همدارنګه به په پاتې څلور کلونو کې دویش دغه لړۍ پای ته ونه رسیږي.

کله چې د خدمت چارې په دې ډول روانې وي، نو بیا سړی دېته اندیښمن شي، چې څرنګه تصمیم ونیول شي‎، څرنګه یو ځانګړې پروګرام پر مخ یوړل شي او څرنګه له ولس سره شوې ژمنې پوره شي؟

د ملي یوالي حکومت ثابته کړه، چې د ملي یوالي نه بلکې د ملي بېلوالي حکومت دی او دا د افغانستان د ولس لپاره هغه ستره توطیه ده، چې تر ډېره به یې ملت له امله ځوریږي.

د ملي یوالي حکومت تر اوسه په دې ونتوانیده، چې د دولتي چارو د پر مخ بیولو لپاره یوه ګډه برنامه جوړه کړي او د هغې برنامې له مخې دولتي چارې پر مخ ولاړې شي، خو له دې ور اخوا تر اوسه پورې دواړه مشران په دې نه دي توانیدلي، چې د چارو د تر سره کولو لپاره قاطع تصمیم ونیسي.

کله چې ولسمشر په قاطیعت سره تصمیم ونه شي نیولی او د چارو د پر مخ بیولو لپاره یوه برنامه ونلري، څنګه به ددې امکان پيدا شي، چې په سمه توګه دولتي چارې تر سره شي او خلکو ته خدمت وشي.

نو په پای کې ویلی شو، چې زمونږ ولسمشر پنځوس سلنه ولسمشر دی، یوازې پنځوس سلنه د چارو تر سره کولو واک لري او په هغه کې هم په غوڅ ډول خپل دریځ نه شي پلی کولای.

د دې لپاره چې له ولس سره شوې ژمنې په سمه توګه پلې شي، دواړه مشران دې یو ګډ پلان جوړ کړي او د هغې له مخې دې دولتي چارې پر مخ یوسي، که نه نو نه به د دین شو او نه د سادین.

2 thoughts on “د پنځوس سلنې واک ولسمشر/ عابدالله احساس”
  1. No Problem ,
    In near it mean 2015 the strong supporter country of Afghanistan will make Afghan cabinet ,which made our Wahdat mili Government

  2. salam;
    Laka ddero wronno che likly, asli stonza pa fased ijrraye penchermein ki da.
    Dr. Ghani bayed laka lomrryo wrazo ;aw bya lakah dHerat jiddi a`mel wakrri . d`aodola chjingy khole ta de na gori , aw ham de d landdagharo kalakanyan bacha-e sakkow la pattako , aw ddab ddab-e pay na waerygy
    Da d Jn .kerry 12000 wafadar asker d tsza shy lipara paty kegy? che aqlen d bohran na makhnewy wanashy kawly?
    Bal da che ulusmashr dasy ghayr-e qanuni re`isegan berta kawly ham bayd washy. aw dder salahytona cheshta warkawi??. tsza d Ady haq yi dey? la karzi kho yi akhesta…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *