د معلولیت لرونکو وګړو پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار او د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په مالي لګښت په لاره اچول شوې وې، نن د کابل په نړیوال لوبغالي کې پای ته ورسیدې.

د پای لوبه چې د سپین غر او مس عینک معلولیت لرونکو لوبډلو ترمنځ وه، پچه یې سپین غر لوبډلې ګتلې وه او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. د سپین غر معلولیت لرونکو لوبغاړو په ټاکل شویو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو سره مس عینک لوبډلې ته د ۱۳۹ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې محمد نبي ۴۵، صبور ۳۳ او فرهار ۲۰ منډې جوړې کړې. د مس عینک توپ اچونکو له لوري جمیل د سیالې لوبډلې درې او رفیع الله ۲ لوبغاړي وسوځول.

د مس عینک لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او د سیالۍ په ۱۷ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۷۷ منډې جوړې او لوبه یې د سپین غر په ګټله وبایلله. د سپین غر توپ اچونکو له لوري شفیق درې او شیرین آغا د سیالې لوبډلې دوه لوبغاړي وسوځول.

د سیالۍ غوره لوبغاړی شفیق وټاکل شو چې د معلولیت لرونکو وګړو کرکټ څانګې مشر ډاکټر عبدالمنان مسعود څخه یې خپله ډالۍ ترلاسه کړه.

1 1 1د پای په مراسمو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اداري او مالي معین صمیم سلطاني، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د سویډن کمیټې د معلولیت لرونکو وګړو څانګې مشر ډاکټر خالد او مرستیال یې احمد سلیم، د کورني کرکټ مسئول نظیم جار عبدالرحیم زي، د معلولینو فدراسیون رئیس حاجي رحیم شاه، د ختیځو ولایتونو د کرکټ مسئول مسعود صافي، د کرکټ بورډ کارکونکو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.

سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر شهزاده مسعود په خپله وینا کې د سیالیو بریالی پرمختګ او پای ګټور وارزولو. نوموړي په نږدې راتلونکې کې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ورته ګټورو سیالیو په لاره اچونې ژمنه وکړه.

د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد په دغو سیالیو کې د معلولیت لرونکو وګړو اغیزمنه ونډه له ګټورو پایلو ډکه وبلله. نوموړي د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د یوه ښه راتلونکي زیری ورکړ او ویې وییل چې د کرکټ په برخه کې به ددوی لپاره په نږدې راتلونکې کې تر دې هم غوره زمینې مساعدې شي.

د پای په مراسمو کې د د سیالۍ غوره توپوهونکي زبیر خان ته د کورني کرکټ مسئول نظیم جار، غوره توپ اچونکي شیرین آغا ته د احمد سلیم، د سیالي غوره لوبغاړي عبیدالله ته د اجراییوي ډاکټر نورمحمد مراد، د دوهم مقام لوبډلې ته د ډاکټر خالد او ډاکټر نورمحمد مراد او لومړي مقام لوبډلې ته د سلاکار وزیر او د کرکټ عمومي رئیس شهزاده مسعود او د کار او ټولنیز چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اداري او مالي معین صمیم سلطاني له لوري جایزې ورکړل شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *