د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په نوښت د هیواد پنځو زونونو معلولیت لرونکو وګړو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ سبا چې د روان زیږدیز کال اګست له ۱۲ نیټې سره سمون خوري، په لاره اچول کیږي.
دغه سیالۍ چې یوه اوونۍ به دوام کوي، د پیل او د پای لوبه به یې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي او نورې سیالۍ به یې د زرملوال په لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ورته ګټورو سیالیو په لاره اچول یو اغیزمن ګام بولي. نوموړی وایي، “معلولیت لرونکي وګړي زموږ د ټولنې فعال قشر دی او دوی د سپورتونو په برخه کې د نورو ټولنیزو برخو په توګه د فعالې ونډې پوره حق لري. موږ به له دغو سیالیو څخه د معلولیت لرونکو وګړو ملي لوبډلې لپاره غوره لوبغاړي وټاکو چې په نږدې راتلونکې کې به په نړیوالو سیالیو کې هم ونډه واخلي”. نوموړي په افغانستان کې د سویډن کمیټې څخه هم مننه وکړه چې د دغو سیالیو په پانګونه کې یې د افغانستان کرکټ بورډ ملا وتړله.
ددغو سیالیو افتتاحیه مراسمو لپاره د رسنیو له ټولو درنو همکارانو هیله کیږي، تر څو د تل په څیر د افغانستان کرکټ بورډ اداره د خپل یوه استازي په رالیږدلو سره ونازوي.
نیټه: د روان زیږدیز کال اګست ۱۲ مه
وخت: د سهار ۹:۳۰ بجې
درک: د کابل نړیوال کرکټ لوبغالی