دا د بدلون اوونیزې سرمقاله ده له تاند سره ارتباط نه لري. (تاند)
د روان ۱۳۹۵ کال، د قوس پر ۲۷- مه، په کندهار ښار کې، د هوایي ډګر پنځه تنې ښځینه کارمندانې، په داسې حال کې له خپل موټروان سره یو ځای، ځای پر ځای ووژل شوې چې وظیفې ته روانې وې؛ د دې غټ جنایت و رذالت پړه هيڅ یوې ترهګرې ډلې اعلان نکړای شوای، ځکه چې د دې وحشت ژورتیا دومره وه چې آن هغو تروریستانو یې هم د مسؤلیت منلو جرئت و نه کړای شوای چې د هر زنده سر یومخیز قتل و قتال یې تر قیامته نه بدلېدونکی شعار دی؛ دوی ځکه د دې غزا د قهرمانۍ کریډيټ وانخیستای شوای چې د هغې د اجراء لپاره یې، په هیڅ کفر و اسلام، هیڅ مذهب و فرهنګ او هیڅ یوه ایډیولوژې و ایزم کې د توجیه یو کمزوری څرک هم نه شوای ایستای؛ دا ترور، هم له دیني ادرسه مردود او هم زموږ په کلتوري فضاء کې پر ښځه، مرګ خو پرېږده، مازې لاس پورته کول هم تر ګردو بې غیرتترینه سپیتانه ده؛ ښایي سوال پیدا شي چې د ترهګرو د خپلو وحشیانه کړنو له توجیه سره څه کار دی؟ هو! دا بالکل رشتیا ده چې د مرګ- ژوبلې، تعذیب و تخریب او تحقیر و تذلیل له معتقدانو سره، د هيڅ رنګه اخلاقو و انسانیت، دلیل و برهان او عقلانیت و غیرت مسئله بېخي مطرح نه ده، خو دوی ځکه پر خپله دې غټه حیوانې بریا باندې تله تېره کړه چې یووار یې پر افغان ملت باندې د خپل تاریکترین استبداد د بشرضدترینه دورې خوند لیدلی، دا مزه ور ته نه هېرېدونکې ده؛ په هر زور و تزویر او هر چل و یرغل چې وي، غواړي یو ځل بیا د افغان ولس پر مقدر باندې، تر قیامته د خپل وحشیترین اقتدار بقا تضمین کاندي، ځکه یې نو تل، پر هغه وحشت، چې د عوامو پر غاښ برابر نه وي، ځان ګول اچولی او آن کله- کله خو یې غندلی هم دی؛ دوی په دې پېښه کې هم خپل لاس و نه مانه.
خو د کندهار د امنیه قومندانۍ آمر، سمونوال رحمت الله اطرافي، د جدي پر ۱۲- مه، وویل چې د دې بشري ناورین څلور غازیان یې نیولي او یو لا فراري دی؛ له دوی څخه دوو یې اعتراف کړی چې دا برید یې په کندهار کې، د طالبانو د چریکي بریدو د مسؤل، مبارک شا آغا په امر کړی دی او له دوو نورو تحقیق روان دی.
په دې باب، دا هم د پوره بحث و تشویش وړ ده چې اول خو زموږ کشفي، امنیتي و عدلي ارګانونه څومره د باور وړ دی چې دوی به په رشتیا اصلي مجرمان نیولي وي؟ ځکه په وارو- وارو لیدل شوي چې اصلي تورن شرابي سترګې ګرځي او پر ځای یې بې ګنا قرباني کیږي؛ زموږ لپاره یې یوه مستنده دوسیه، د هستي محمد ده چې د کوشني د اختطاف په قضیه کې، د څارنوالۍ د مسلسل تحقیق پر بنسټ، د اصلي متهم فیض الله پر ځای، د درو محکمو له خوا، په ۱۵- کاله بند محکوم شو.
دلته زموږ اصلې دعوه دا ده چې د دغو پنځو ښځمنو اصلي قاتل، د کندهار د ولایتي شورا یو ځوان وکیل، ملا نعمت الله وفا دی؛ موږ پوهیږو چې دا په حقوقي لحاظ ډېر لوی تور دی چې د خلکو پر یوه وکیل یې لګوو، اما په ټول مسؤلیت سره ادعا کوو چې په دې بېساري جنایت کې، د ملا وفا اخند جرم، تر مبارک شا آغا، د هغه تر څلورو تنو کرایي قاتلانو او ټولو تروریستانو ځکه په مراتبو بالاتر دی چې هغو خو یې پر قتل، زموږ د پورته دلایلو پر اساس، سوچ انکار وکړ، مګر دې د افغانستان د اساسي قانون د مصؤنیت تر چتر لاندې اوسېدونکي وکیل یې په اړه، هغه څرګندونې وکړې چې په اورېدو یې د سړي عقل له سره الوځي؛ که څوک مطلق لېونی نه وي نو فکر کوي چې یا خوب ویني یا پرتې و چټیات اوري، خو دا په هيڅ ګون نه شي منلای چې د خلکو یو وکیل دې دومره اوټ اوسي چې تر تروریستانو دې هم اوچت پرواز وکړای شي او په نړیواله کچه پېژاندو ترهګرو، هغه جنایت دې په آیت و حدیث او دیني نصوصو پر بنسټ توجیه کړای شي، چې خپله دهشتګرو یې هم منلو ته ځان ټینګ نکړای شوای.
وکیل نعمت الله وفا اول پر خپله فیسبوکپاڼه خپل ګاټه جهالت نمایش ته وړاندې کړ؛ موږ یې په دې خاطر سکرین شاټونه واخیستل چې ممکن دا سړی به په دغه شېبه کې شاټ وو نو کېدای شي نور خواخوږي و مشاورین به یې متوجه کړي چې د تروریزم ریکارډ دې مات کړ، خو دې، نه پوهېږو په کومو شرابو نشه کس، د خپل دې پوسټ د توجیه په باب، له آزادۍ راډیو سره، مفصله مرکه وکړه او هلته یې خبره تر خرابو پسې خرابه کړه؛ آن خپل خلک یې احمق و ناپوه وبلل چې ګواکې د ده په مطلب نه دي پوه شوی، خو حقیقت دا دی چې د ده په مطلب موږ او ټول په دې مسئله خبر اشخاص، ښه سم پوه شوي او موږ نوموړی، د دې اظهاراتو له امله، په یوه نوي سټایل ترهګرې تورنوو؛ د هر ډول دهشت ریکارډ ماتوونکی یې بولو او پر افغان حکومت ږغ کوو چې اصلي مجرم، اصلي تروریست او اصلي قاتل نعمت الله وفا دی؛ که سزا و نه ویني نو بیا به خپله غونډ دولت د افراطیت و دهشت پالونکی او ساتونکی وګڼل شي؛ راځئ چې د خپلو خبرو د ثبوت لپاره، د نوموړي د څرګندونو، یو څو برخي در سره د تاریخ برخه وګرځوو:
ا- د فیسبوک لیکنه: «ښځه باید خپل کور په عزت او په حجاب و اوسي چې دا قدر الله (ج) ښځو ته ور کړی بدبختانه (چې) ځیني یې (ځنې) بې برخي دي، غیر له دې ناشکري او هراړخیزه بې خوندي ده.»
۲- له آزادۍ راډیو سره د مرکې ځینې برخې: «دا چې زموږ په افغانستان کې د تعلیم کچه، ټولو ته بهتره معلومه ده چې یو څه کمزورې ده؛ تحلیل یو څه کمزوری دی.
زما په دې کې هدف همدا وو (چې که دا ښځې نه وای را وتلي نه به وژل کېدلې) ښکاره او په ډاګه همدا وایم، چې هدف مې همدا دی چې….ښځه د الله پاک قاطع صریح امرعام دی چې ښځه باید په خپل کور کې (وي)، دا د ښځې د پاره الله پاک یو اعزاز ور کړی دی…چې ښځه باید بې اجازې، د خپل مېړه څخه و نه وځي او حتا حق د دې نه لري چې دا دې بل ځای کار وکړي؛ دا حق یې د خپل مېړه دی چې مېړه باید دې ته نفقه پیدا کړي (خو په دې ښځو کې کونډیانې هم وې او د نفقې پیدا کولو څوک یې نه وو؛ له یوې خو یې دوه کوشني اولادونه، پر سپېره ډاګ پاته شول)
….د شریعت د نګاه څخه هر هغه کار چې تر خیر یې شر زیات وي حرام بلل کیږي..
(دا ښځې) د حجاب په حالت کې هغه وخت وژل شوي چې را وتلي دي، لیکن هلته (په هوایي ډګر کې) چې دوی تلاښي کوي، په هغه حالت کې دوی نه په حجاب کې وي او نه هغه کړه- وړه رویه د اسلام د چوکاټ سره سمون خوړی.
ټول کندهار ته ما خپل وکالت، خپل صداقت، خپل نېک ټول کارونه، له هرې نګاه څخه خلکو ته ثابت کړي دي، د خلکو د انتقادو مخنیوی ځکه نه کوم، که مې ناکي کړې وه، هم به مې ګنا توی شي او که پر حق ومه ښه به مې ګناه توی شي.
رایه چې هر چا ما ته را کړې ده، هغه یې په حجاب کې باید راکړې وای، نوره رایه که ما ته راکوي، هغه باید په حجاب کې راکړي؛ ما نه دي ویلي چې تاسو ما ته بې حجابه رایه راکړئ.
زما په نظر پرده، عزت یعنې نامحرم څوک چاته و نه ګوري نو دې ته حجاب ویل کیږي.
شخصاً پخپله زه یم چې دا شاهدي په دنیا او آخرت کې ادا کوم…چې داغه نه یوازې د کندهار په هوایي میدان کې… په کابل کې، نورو، عام ټول افغانستان یې ویني، چې د خلکو سره بېخونده او بې معنا خبرې کوي، د دې شاهدې زه په دنیا او اخرت کې ادا کوم، د ټولو خبرو،…. په دې یو حالت کې دا دونې مجبوره وي چې دا ولاړه سي او هلته په میدان هوایي کې کار وکړي؛ نه باید داسې سوي وای؛ دا باید د خپل کور پر شاوخوا، هلته یې په مزدوري خپلو بچیانو ته حلاله نفقه پیدا کړې وای.
هغه تعلیم چې دې په هر ځای کې حاصل کړی وي، کم مسلک، د کمې رشتې خاونده چې دا وي؛ د هغې رشتې څخه هم دا په خپل کور کې استفاده کولای سي.
کم مسلک چې دا لري او کم ذهني قوت چې دا لري، که یې هدف د روزي پیدا کول وي، هغه په خپل کور کې هم دا حاصلولای سي؛ کالي هم پرېولای سي؛ د بل مزدورې هم کولای سي او خیاطې هم کولای سي؛ بل هم کولای سي او بل هم کولای سي.
دا چې په خوله مې نه ده اظهار کړې او یا خلکو تحلیل زما د دې لیکنې څخه نه سو کولای؛ سل فیصده دغه وژنه غندم.»
هوکې! دا فیلسوف(!) خلک بېسواده بولي او د ده د دې فلسفې(!) له تحلیله یې عاجز ګڼي.
تاسو خو تر اوسه د یوه داسې چا په هکله دا عجائباتې ولوستې چې د پیسو، واسطو او وسلو په زور او د ملت د پسماندګۍ له امله، د افغانانو پر سرنوشت حاکم شوی او تاریخي شرمونه پنځوي، خو ډېر به لا په دې نه وي خبر او که خبر شي نور به یې هم د هېښتیا شپږې په سر کې مړې شي چې نعمت الله وفا د هغه مشر سپینږیري اسدالله وفا زلمی زوی دی چې د کرزي په وخت کې د هلمند او کونړ والي تېر شوی؛ د شکایاتو اورېدو په برخه کې یې مشاور پاته شوی او لا غریبه یې لاهم دا چې، اوس د دنیا د دوهم متفکر مشاور هم دی؛ چې دغه یې د وکیل او ملا زوی تربیه ده نو پوهېدای شو چې د مجاهد پلار شخصیت و عقلانیت به یې لا د کوم سټینډرډ نظارې کوي؟ اسدالله وفا د یوه ډېر پوچ خولي سپینږیري په نوم نوماند دی او هغه اخلاقي ګلان چې یې د هلمند د ولایت مهال، د هلمند سین پر غاړه کرلي نو زموږ ادبیات یې له بیانه عاجز دي.
چا چې خپل اولاد د پاکستان په مدرسو کې روزلی وي نو باید همداسې انتظار ځنې ولرو؛ ملا نعمت الله وفا د پاکستانۍ مدرسې محصول دی؛ هغه مدرسې چې مجید قرار یې تر هر چا ښه را پېژندلای شي:
«د پاکستان په مدرسه کې چې سړی را لوی شي، هغه د ښځې، د خور، د مور، د لور، د تور سرې په معنا څه پوهیږي؟ هغه خو په مدرسه کې نه خور ویني، نه مور، خو مور یې هم هماغه خیرن پاکستانی ملا دی، خور یې هم هماغه دی، مېړه یې هم هماغه پاکستانی خیرن ملا دی، هغه د کورنۍ په معنا څه پوهیږي؟ د اړیکو او صله رحمۍ په معنا څه پوهیږي؟ د ځوان پر شخصیت د مدرسې لومړی اثر دغه دی چې چې سړی بې فرهنګه کړي، بیا په سپکه او درنه نه پوهیږي، خدای مو له داسې دښمنه وساته چې حد نه پېژني او درنه او سپکه نه ور معلومیږي. د پنجابي شاګرد به و همداسې.
…به له هغه چا څه زده کړي چې په ډک مجلس کې، حیا دې وي، باد خوشي کړي او الحمدلله ووایي، چې استاد یې هغسې وي نو شاګرد خو به یې خود د خپلې مظلومې خور وژنې ته جهاد وایي، دا …. به هم سبا جګ سر ناست وي، غورې به کوي چې ما د افغان د ناموس دفاع کوله او وایي به چې که زه نه وای، افغانانو به دین او ناموس نه درلودل….»
اسدالله وفا د خپل اولاد، نعمت الله وفا ګونډه، په دغسې یوه مدرسه کې، هغسې یوه استاد ته کت کړې، د دې تربیې نتیجه که دغسې نه وي نو څنګه به وي؟
د دې کال د سنبلې پر ۶- مه، به مو یاد وي چې د کندهار پوهنتون، د شرعیاتو پوهنځي، د شاګردانو د فراغت په مراسیمو کې، د افغانستان ملي سرود، له شریعت سره د ټکر له امله، و نه ږغول شو؛ هلته هم دغه ملي ضد حرکت، د همدغه ملا وفا په مشوره شوی وو او هلته همدې ملا وفا، پر وطن ضد روحیه روزل شوو فارغانو ډالۍ ووېشلې او کله چې نعمت الله وفا د پنځو کندهاریو ملالیو د جمعي قتل بشري جنایت په ټول صراحت سره توجیه کړ نو هماغه د ده د پاکستانۍ مدرسې همصنفیان او په افغانیت و مدنیت دوښمنه مورال تربیه شوي ملایان یې د جرئت ستاینې په موخه، د مبارکۍ لپاره کور ته ورغلل.
چې د وطنپرست او علمپال ځوان نسل رسالت به، د دې نه باورېدونکي فاجعې په وړاندې څه وي؟
موږ خو وایو: سراسري روښانتیا، ویښتیا او هراړخیز ټولنیز بدلون ته ملا تړل!
تاسو څه وایاست؟
سرلیکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/ دريم کال/شبږمه/ پرلپسي ۱۱۰ مه ګڼه/يکشنبه/ جدي/۱۹/ ۱۳۹۵
ــ عجب انصاف دی پدې وکیل کې وائي: [په ښکاره دفتر کې دې ښځې کار نکوي، خو د پردي نامحرم کورکې دې جامې مینځې]۰ د پردي کور د څلورو دیوالو تر شا یوه ښځه څنګه په ډاډه زړه کار وکړي؟ یو ځل خو ئې په خپله میرمن تجربه کړه، چې د نورو له زړو خبر شې۰
ــ مالومیږي چې دې وکیل صیب اسلامي زده کړه ډیره ټيټه ده، دئ وائې:[ که دا ښځې له کوره نه وای راوتې نو نه به مړیکیدې]۰رب دئ خوار کړه وکیل جي صیب! د روح القبض ملأیکه(ازرایل) ستا په امر کار کوي۰ ته چې وغواړې څوک مړ کړې نو هغه وخت ستا په خواست د هغه انسان د اجل وخت ثعینیږي۰ دلته له وکیله قسمت (تقدیر) هیر شوئ۰
ــ وکیل جي صیب! تاسو نه یوازې ښځې وژنۍ، ستاسې سترګې د ظلم او ځانپالنې په نشو داسې سرې دي چې په ماشوم، ځوان او نارینه هم رحم نکوئ۰
ــ وکیل جې صیب غواړي چې ښځې ئې د امریکي عسکرو په لاس تلاشي شي، نه د افغانو ښځو په لاس۰
ــ« هغه چې د دين اوخپلواکۍ په خاطر په دې دنیا د خپلې غاړې په وینوسور رنګین شي، هغه څه چې پدې دنیا ترې پاتې شي: نوم، میړانه او فخر دۍ اوپه هغې دنیا ئې جنت الفردوس »ــ۰
ــ« موږ له مرګه نه بیریږو، ځکه چې زموږ سراو کار له مرګه سره دۍ او زموږ وژل به قاتلو ته کومه ګټه ونه رسوي بې له مختورۍ »ــ۰