زموږ په ذهن کې د هر ليکوال او شاعر يو بېل تصور وي. څوک راته څنګه، څوک راته څنګه ښکاري.
د دې تصور په رغون کې دوه شيان لاس لري، يو پخپله د پنځګر سبک، بل د هغه په اړه د پوهانو خبرې يا ورکړى تصور.
لوستونکى چې يو شاعر پخپله ولولي؛ نو په ذهن کې يې د هغه يو تصوير او تصور جوړ شي او چې بيا يې چېرته نوم واوري يا يې ولولي؛ ناڅاپه دا تصوير او تصور راويښ شي. تصوير عموما حسي وي. موږ چې يو شاعر يا ليکوال نه وي ليدلى، د پنځونو د لوست پر بنسټ يې په ذهن کې د څېرې يو حسي تصوير جوړوو. تصور د تصوير پرخلاف حسي نه وي. زموږ په ذهن کې د يوه پنځګر فکري، احساساتي، اخلاقي، کولتوري او … معنوي انځور ته تصور وايي.
تصوير او تصور د انسان فطرت او مجبوري ده. که دا نه واى، انسان به د هېر له سخت کړکېچ سره مخ واى او لکه هېنداره به يې حافظه نه واى.
د يوه پنځګر په تصوير او تصور کې بنسټ د هغه خپلې کيسې، شعرونه، خاطرې، پېښې او داسې نور وي؛ خو د تصور په رغون کې لوى لاس د پوهانو تعبير وي.
ادبپوهان ځکه د يوه ليکوال يا شاعر د شخصيت او څېرې په ترسيم يا تصور او تصوير کې لوى لاس لري، چې لوستونکو ته مستقيما د يوه ليکوال يا شاعر له ليکنو ا وشعرونو خپل اخىستى تصور او تصوير تت او نيمګړى ښکاري او اړ وي، چې د يوه ځيرک سړى په ويناوو دا انځور بشپړ کړي.
بل دا چې عام لوستونکي ته د يوه پنځګر د مجموعي تصور سازول سخت وي. د پنځګر له خبرو مجموعي ښه تصور پوهان اخىستاى شي، ځکه چې د کره کتنې، پرتلې، مطالعې او ځيرکۍ نعمت ورسره وي.
نور لاملونه هم شته. د يوه شاعر يا ليکوال اۤثار به کم پيدا کېږي، لږ به وي، پېچلي به وي؛ نو لوست به يې يوه عام لوستونکي ته سخت وي او تصور به ترې نه شي اخيستاى، ځکه به يې نو د پوهانو په تصور پورې زړه غوټه کول مجبوري وي.
دا هم يو لامل دى، چې پخپله د هر پنځګر يو ثابت تصور وي، خو د خلکو فردي تعبيرونه يې ښايي بدل کړي؛ نو د دې تصوراتو د يوون او د يوه تصور د سازولو لپاره هم د پوهانو پرېکړې او تصور ته اړ يو، چې د پنځګر خپله څېره راته وښيي او ټولو خلکو ته يو تصور ورکړي. چې بيا څوک خوشال ياد کړي، چې د خلکو په ذهنونو کې بېلابېلو تصويرونه جوړ نه شي.
د پنځګرو په تصوير او تصور کې چې د کره کتونکو او ادبي مورخانو نقش زيات شو؛ نو مسووليت يې هم زيات شو او دا اړتيا زياته شوه، چې پوهان په دې تصوير او تصور سازۍ کې له ډېر احتياط او ځيرکۍ کار واخلي.
که د يوه ژوندي ليکوال يا شاعر سم تصور درسره نه وي، کېداى شي، يو وخت يې ووينئ، ورسره کېنئ او خبرې يې واورئ، تصور مو بدل شي، سم شي او دا کار شونى دى. د دروېش دراني په اړه زموږ تصور د يوه احساساتي او مزاحمتي سړي وو، خو چې ومو ليد، ډېر غلى سړى راته وبرېښېد، چې د پښتنو پر دردونو ژاړي نه، وايي يې.
خو که يو ليکوال يا شاعر مړ وي يا يې کتل ممکن نه وي؛ بيا يې يواځې له اۤثارو صورت و سيرت راايستلاى شو؛ خو له شعر، کيسو، خاطرو، پېښو، سفرنامو او نور ليکنو يې د تصور راايستل اسانه نه دي؛ خو چې انساني مجبوري ده؛ ضرور دى. په دې کار کې پوهان له څو ستونزو سره مخېداى شي:
خداى وايي، چې انسان مې پښېمانېدونکى پيدا کړى دى. مطلب انسان په يوه حالت نه پاتېږي. پنځګر که څه هم هڅه کوي، چې ثبات وساتي؛ خو بيا هم له خپلو تجربو، مشاهدو او پېښو مجبور دى، چې په ځان کې بدلون راولي. يو وخت خام وي، بيا پوخ شي، يو وخت په يوه فکر وي، بيا په بل شي. يوه بېلګه يې خوشال دى، چې لومړى د مغولو پلوى و، خو وروسته دومره واوښت چې د مغولو پرخلاف يې د خپلواکۍ بيرغ اوچت کړ. په ژونديو کسانو کې دومره ډېر خلک دي، چې يو وخت يې افراطيت خوښېده، خو اوس منځلاري دي. نو انسان چې خوځنده دى او اوړي راوړي، پرېکړه به يې په اړه څنګه کوو؟ بيا پنځګر او په پنځګرو کې هم شاعر، چې له هر څه سره احساساتي چلند کوي او له همدې امله تر نورو ډېر مضطرب وي، د هغه تصور به څنګه جوړوو؟ په داسې مواردو کې پوهان د يوه پنځګر وروستي حالت او وروستيو پنځونوته ترجيح ورکړې، خو دا کار ډېر دقيق نه دى،ځکه دا يې بشپړ تصوير نه دى او د هغه اضطراب نه رانغاړي.
استاد صميم د مرحوم پسرلي صاحب له خولې ويل، چې يوه مشهور ايراني ليکوال ته يو ايرانى مينه وال ورغلى او ورته ويلي يې وو، چې ستاسې اۤثار مې لوستي وو، شخصيت مو خوند راکړى و، ستاسې کاته مې ارمان و. هغه ورته له ګوتې د سرو زرو ګوتمۍ راايستې وه، چې ته څه وايې، چې زرګر به هم همدومره ښکلى وي؟ مينه وال يې بېنوا تللى و.
له دې کيسې نه دا مطلب اخلو، چې د ايليټ خبره پخپله پنځګر او په پنځونو کې راغلى کس دوه بېل سړي وي. په شاعر کې خو دا کار بېخي ډېر وي، ځکه چې شاعر له تخييل و احساساتو ډېر کار اخلي، له خپلې عملي او ظاهري بڼې سره يې دومره مينه نه وي، څومره يې چې له خپلې تخييلي څېرې سره وي. شاعر تر ليکوالOver smart(ځانښودى) وي. هڅه يې دا وي، چې خلکو ته ځان ډېر دردمن، مست، نرمزړى، جذباتي، ظريف او هوښيار وښيي؛ خو په اصل کې نه دومره دردمن وي، نه احساساتي او نه نرمزړى؛ نو زموږ په ذهن کې به يې له پنځونو جوړ تصور ته څرنګه حقيقي تصور وايو؟ له همدې ځايه زموږ په ذهن کې له امير کروړ او بېټ نيکه نه نيولې تر اوسنيو ټولو شاعرانو او ليکوالو پورې او له همدې ځايه موږ ته راکړى د پير روښان، خوشال او رحمان بابا تصور راځي. پير روښان راته ځير��، خوشال بابا راته ملي، پوه، مست، جنګيالى، فرهنګيالى، هوډيالى، سرزورى ىا زورور، غوسه ناک، زړه خورى او هسې ګيله من ښکاري او رحمان بابا راته سخت متقي، سپين روبى، مجذوب، واعظ، له دنيا بېزاره، فريادي، له قومپالنې زړه تورى او په سوځنده مينه اخته ښکاري، هيڅ دا ګومان نه کوو، چې رحمان بابا به ځواني هم تېره کړې وي، د کومې وړې ګناه مرتکب شوى به هم وي. د رحمان بابا په شاعرۍ کې رندانه عشقي خبرې هم شته، چې د موجود تصور پر نيمګړتيا مو پوهوي.
د خوشال د ژوند په اړه خو څه نا څه اۤثار شته، خو پوهان د رحمان بابا تصور يواځې له ديوانه اخلي.
که پوهان ورته ځير شي، په دې تصوراتو کې بدلون راتلاى شي، ځکه د وخت له بدلانه سره وسايل او زاويې بدلېږي او خلک نور هم ليکوال يا شاعر ته ځير کېږي. مطلب د يوه ليکوال يا شاعر جوړ تصور جامد تصور نه وي، اوړي او بشپړېږي.
که پوهان د پنځګرو په تصور سازۍ کې احتياط ونه کړي يا يې د خپل تمايل او مفکورې له مخې تعريف کړي:
له پنځګر سره يې خيانت وکړ. دا خيانت زموږ ځينو پوهانو له اخوند دروېزه سره کړى دى. د خپل فکر له مخې يې د بايزيد مثبت تصور راکړى، د اخوند دروېزه منفي.
له لوستونکو سره هم خيانت دى، ځکه چې ته ناسم تصور ورکوې.
څرنګه چې تصور له پنځګر سره د لوستوالو چلند ټاکي؛ نو لوستونکي له شاعرانو او ليکوالو سره د پوهانو له ورکړي تصور سره سم چلند کوي. که پوهان ناسم تصور ورکړي، له پنځګره يې زړه تورېداى شي.
د همدې تصوراتو له مخې موږ د خپلو شاعرانو، مبارزينو ا ومفکرينو عکسونه هم جوړ کړي. د رحمان بابا عکس کې د اوږدې سپينې ږيرې، شاته اړولو اوږدو سپينو څڼو، اوږده سپين نوراني مخ او د ګردو ګردو سترګو سړى وينو. داسې خوشال بابا دى، چې لنډۍ مۍ وريجې ږيره، غنمرنګ، حالاتو ځپلى ګونځې ګونځې مخ، ستړې بوږنوړې سترګې، جنګي خولۍ پر سر، زغره اغوستې، جمدر تر څنګ او توره يا نېزه په لاس ناست او کله ولاړ دى. دا عکسونه که څه هم د سمبولونو او نښو هومره ارزښت لري او ضرور دي، خو په خلاص مټ سړى ځکه جواز نه شي ورکولاى، چې له دې عکسونو سره د دوى په اړه زموږ تصور محدودېږي.
د پنځګرو په تصور کې احتياط په دې هم پکار دى، چې عام لوستونکي د ژوند او وګړو په اړه د دوى له تصوره نه د يوې زاويې په توګه استفاده کوي. که دا زاويه سمه وي، لوستونکي ترې د خپل شخصيت په تکميل کې ګټه اخيستلاى شي.