دروېش درانی

د دروېش دراني (ناورین پسې ناورین) د اغلې حسینه عارف د مونوګراف موضوع ده چې په لړ کې یې د دغه ستر شاعر د دې اثر بېلابېل اړخونه څېړلي دي. د دې څېړنې نورې برخې به هم د تاند لوستونکو ته وړاندې شي.

(اداره)


سريزه:

يادونه: دا زما د ليسانس مونوګراف دى، چې د دروېش دراني د (په ناورين پسې ناورين) په بېلابېلو اړخونو مې ليکلى دى. تاسې به يې دلته ټوک ټوک ولولئ.

(په ناورين پسې ناورين) مې د تېر سمستر په پيل کې ترلاسه کړ، خوند يې راکړ، ځکه چې داسې پېغامونه او زموږ د ژوند او تاريخ داسې خبرې او تجربې پکې راټولې وې، چې استفاده يې ګټه راورسوله او زه يې پر کړو وړو او بشري ذهن باندې فکر کولو ته اړ ايستم.

د لويو آثارو يوه ځانګړنه دا ده، چې لوستونکى پر ژوند باندې فکر کولو ته اړ باسي او پر خپلو باورونو او چلندونو يې فکر کولو ته رابولي. د دروېش (په ناورين پسې ناورين) کې دا ځانګړنه ښه ترا وينو.

له بلې خوا ما ته د ليسانس د بشپړتيا لپاره د مونوګراف ليکل هم راترغاړه وو، نو دا مې ښه وګڼله، چي ولې نه د (په ناورين پسې ناورين) تشريح، توضيح او نقد د خپل مونوګراف موضوع وګرځوم. له استادانو سره تر مشورې وروسته مې ورته فهرست برابر کړ او کار مې پيل کړ. زما کار يواځې مسووليت نه و، چې ما ترسره کاوه، بلکې ما له دې ليکه خوند هم اخيسته.

په خپل دا مونوګراف پر څو برخو وويشه. هسې خو د لوستونکي د دروېش له نوم سره اشنا دي؛ خو بيا هم څه نا څه اړتيا احساسېده، نو په ډېر لنډيز سره مې د دروېش دراني ژوندليک وړاندې کړ؛ خو دا برخه چې زما د مونوګراف اضافي برخه وه، ما ډېره اوږده نه کړه او جوخت مې پسې (په ناورين پسې ناورين) باندې خبرې پيل کړې. لومړى پکار و، چې لوستونکي د دې کتاب له شکل سره اشنا شوي واى، نو کتاب مې ورمعرفي کړ. تر دې وروسته د کتاب د نظمونو پر ظاهري جوړښت وغږېدلم، چې ولې دروېش له نظمه او بيا له داسې مشخص نظمه استفاده کړې ده.

تر دې وروسته يې محتوا ته راغلم، د(په ناورين پسې ناورين) په اغېزمنوونکو اړخونو مې خبرې وکړې، چې په هغې کې بوږن، وحشت، ويره، خرافات او نور راتلل.

بله برخه د دې اثر زمان و مکان و، چې پر لوستونکي اغېز ښندي. مکان و زمان په دا ډول منظومو کې ډېر مهم وي، ځکه مې ورته يوه برخه بېله کړه.

د دې مونوګراف بله برخه د دې منظومو پر داستاني اړخ وه. څرنګه چې شاعر دا کتاب د کيسو په بڼه پېيلى دى، نو پکار وه، چې له ولسي او اوسنيو کيسو سره پرتله شوې واى، چې دا داستانونه ورسره څه ورته والى او توپير لري. پر دې بنسټ مې د پلاټ، کرکټرايزيشن، تلوسې او نورو نويو داستاني اړخونو له پلوه پرې رڼا واچوله.

تر دې وروسته بله برخه د دې کتاب د منابع وه، چې شاعر پکې له اسطورو، تاريخ او ادب نه د خپلو منظومو د بشپړتيا لپاره استفاده کړې ده او په دې پلمه له اسطورو، تاريخ او ادب سره د دې اثر په تړاو وغږېدم.

دا د دې کتاب وروستۍ برخه ده، چې تر پايلې مخکې ختمېږي.

د څېړنې موخه:

(په ناورين پسې ناورين) د پښتو په غنميت اثارو کې راځي، چې زما لومړۍ موخه د دې اثر د کمال اثبات و، چې لوستونکي پوه شي چې دا اثر د ادبي ماهيت يا ادبييت او پېغام له پلوه څومره عال دى. د همدې موخې د ترلاسي لپاره مې پر دې اثر خپله څېړنه په بېلابېلو برخو ووېشله او د امکان تر حده مې هڅه وکړه، چې خپله موخه ترلاسه کړم، چې ان شاالله لوستونکي به زما له دې هڅې پوره ګټه واخلي.

له بل پلوه زما موخه دا وه، چې که ډېر نه وي پر داسې عالي اثارو باندې نقد او تحقيق ته خو دريڅه هومره پرانيزم او د نقد او څېړنې په دې فرهنګ کې خو برخه واخلم. ان شاالله چې زما دا دواړه موخې به زما په دې مونوګراف کې ترلاسه شوې وي، ځکه چې دا اثر په ډېر څه ارزي او زما هڅه به بيا هم دا وي، چې په دې اثر تر مونوګراف لوړ کار وکړم او هغه تياره اړخونه يې هم رابرسېره کړم، چې له ما نه پاتې وو.

دروېش درانى(پېژندګولى):

د افغانستان څو لسيز ناورين  تر ډيورنډ هاخوا پښتانه ليکوال او شاعران هم اغېزمن کړل. د پښتونخوا ليکوالو د افغانانو ناخوالو ته د هنر داسې اوبه ورکړې، چې هېڅکله به خپل ارزښت له لاسه ورنه کړي. په دغو شاعرانو کې دروېش درانى هم راځي، چې تل يې په خپل شعر کې د افغانانو دردونه ژړلي دي. دروېش درانى، چې اصلي نوم يې عبيدالله دى، له نن څخه څه دپاسه پنځوس كاله پخوا د كندهار په ارغستان كې زېږېدلى او اوس په كوټه كې استوګن دى. پلار يې احمد شاه نومېږي. لومړنۍ زده کړې يې په کوټه کې کړې او په انګليسي ادب کې يې ماسټري په کراچۍ کې اخيستې ده. اوس له خپلې ښوونيزې دندې تقاعد شوى دى.

د دروېش د شاعرۍ طرز او ژبه تر ډېره له اردو شعره او په اردو کې له فراز وفيض احمد فيض نه متاثره ښکاري، ځکه دغه شاعران هم د طبيعت د انځورنې او ډېرو او نازکو صنعتونو د کارونې پرځاى د هنري منطق له لارې سيده خبره کوي او تل يې د ظالم پرضد د شعر تېره توره له تېکي راايستې ده. دروېش هم د دوى په څېر ظالم غندي او مظلوم ژاړي او که له دې زاويې هاخوا شو، ښايي د  دروېش شاعري راته تته شي:

دروېش يوه ځانګړنه دا ده،چې دى په شعر کې کارول شوې تکراري کلمې د زړې مانا او قرينې له پوستکي راوباسي او په نوې مانا يې کاروي، لکه سپوږمۍ تراوسه د ښکلا د سمبول په توګه کارول شوې؛ خو دروېش يوه نوې مانا هم ورکړې ده.

له غزل سره دروېش نظمونه هم ليکي، چې زياتره يې کيسه ييز دي؛ خو د ځينو نورو شاعرانو په څېر يې له غزله تېښته نه ده کړې، بلکې په نظمونو کې يې هم تغزل غړېږي او هېڅکله يې له غزله کم نه دي ګڼلي. د دروېش پر شاعرۍ لکه د ده د ژوند يوه خوږه او مرموزه دروېشي او عاجزي خپره ده. د نورو شاعرانو په څېر د ډيلي او د اصفهان د نيوو خبرې نه کوي، پر خپله بېوسۍ پوهېږي او په همغه شان بېوسه انداز کې يې وړاندې کوي.

       د دروېش دا لاندې اثار چاپ شوي دي:

  • علمي: پښتو عروض(نثر)
  • شاعري:

١-ستوري په لمن کې:  اغزنه لار، زخمي لاسونه، هوا او څراغونه

٢- په کاڼي کې هنداره               

٣- په ناورين پسې ناورين

٤- دا بوټي به لونګ شي

په ناورين پسې ناورين:

(په ناورين پسې ناورين) د کتاب کيسه ييزو منظومو ټولګه ده، چې لومړى وار په ٢٠٠٥ کال چاپ شوى دى. چاپچارې يې په کوټه کې د صحاف نشراتي موسسې پر غاړه دي.

د دې کتاب پښتۍ توره او په منځ کې د وحشت د ښودلو لپاره د سور، تور او شنه رنګ په زياتوالي د يوه بل ته مخامخو انسانانو انځورګري شوې ده. تر انځور له پاسه د پښتۍ پر تک تور رنګ په تک سپين رنګ(په ناورين پسې ناورين) لىکل شوى دى. د کتاب ډيزاين له لوستونکي سره د کتاب د منځپانګې په پېژندلو کې مرسته کوي. تور رنګ، د جهل او وحشت نښه ده او سور رنګ د تشدد. زموږ په ذهن کې اسطوري مهال او هغه مهال چې ټولنيز انتشار موجود وى، د تکې تورې شپې او تور رنګ غوندې متصور کېږي او همدا راز راته سور رنګ د وينې رانګ رايادوي. لوى رنګونه زموږ پر روان ژور اغېز لري او شاعر او پښتۍ ساز پر دې خبره فکرکړى دى.

تر کتابښود وروسته د کتاب لپاره د مذهبي تبليغ يا له مذهب سره د اړىکې د پيدا کولو لپاره د قراۤن کريم اۤيت(فاقصص القصص لعلهم يتفکرو) راغلى. په ورپسې د بلې پاڼې په لومړي مخ د خوشال بيت وينو:

خلک واړه د اندوه په درياب ډوب دي

کله کله له دريابه سربلند کا

په بل مخې د دروېش تصوير وينو او ورپسې د کتاب تر فهرست وروسته  د (ويرلړلى داستان) په نامه د شاعر له سريزې سره مخېږو، چې د دې کتاب پر اهميت، علتونو، منابعو او اړتيا بحث شوى دى. د دروېش له سريزې معلومېږي، چې نوموړي دا کيسې له بېلابېلو تاريخونو او ادبي اثارو رااخىستې دي؛ خو موخه يې يواځې د ماضي ترسيم نه دى، بلکې انسانانو ته د پند په موخه د پخواني وحشت او خرافاتو روڼ تصوير ورکوي او مينې او روڼايۍ ته يې وربولي.

د دروېش د کتاب موخه د ده د سريزې په دې جملو کې ښه ترا څرګندېږي: ”…چا چې انسان تر هر څه لوړ ګاڼه او تر هر شي يې زيات ارزښت ورکاوه، هغه ته په درنه سترګه کتل کېدل. دا ډول د انسان دوستۍ(Humanism) په نامه دغه تحريک هر لور ته په غزېدو شو. خو دغه غزېدونکى تحريک هغه وخت د وينو په سيلاب کې لاهو شو چې نړۍ پرله پسې دوه ځله جهانى جنګ ته مخامخ شوه. په دغو دوو لويو او جهاني جنګونو کې انسان د انسان داسې يوه ناوړه، کرغېړنه او په وينو ککړه څهره وليده، چې تاريخ يې سارى نه شي وړاندې کولاى او هغه انسان چې د انسان مينه يې د ايمان د منځ ټکى، د انسان له نومه په ترهېدو شو.”

په سريزې پسې د (حوالې) په نامه دروېش په نوې بڼه هغه ماخذونه راښودلي دي، چې د دې کتاب په بېلابېلو منظومو کې يې ترې استفاده کړې ده.

د کتاب اصلي متن د منظومې په نامه (تر حوالې) وروسته پيل شوى دى، چې شاوخوا درېش منظومې کيسې رانغاړي، چې د دروېش په وينا په ټوله کې دا ټول کتاب يوه منظومه جوړوي.

تر اصل متن وروسته د (د دې منظومو زڼي) په نامه هغه منابع ښودل شوې دي، چې په ځينو منظومو کې ترې دروېش الهام اخىستى دى.

دا د کتاب پاى دى؛ خو د بلې پښتۍ پر دويمى تور مخې د سريزې يو اوږد او مهم پاراګراف راغلى دى او داسې د دروېش دا کتاب د لوستونکي له لاسه وتى دى.

  1. د دې کتاب جوړښت

موږ چې د خپل ادب منطوم داستانونه لولو، زياتره په مثنوي کې دي. که د خوشال کورنۍ کوم پښتو او ناپښتو داستانونه منظوم کړي که نورو. د دې يو لامل دا و، چې په داستان کې له شعري تخنيکونو سره سره پخپله د داستان موضوع هم مهمه وه؛ نو شاعر د داستان د ښې او دقيقې ارايې لپاره داسې يوه شعري ژانر ته اړ و، چې قافيوي ازادي يې پکې احساس کړې واى او مثنوي هغه قالب و، چې د داستان له روح او منځپانګې سره سم پکې له ډېرو قافيو نه استفاده کېده او هر بيت کې قافيه بدلېداى شو؛ نو شاعر په اسانه د داستان مهمو اړخونو او جزيياتو ته پام کولاى شو.

دروېش په (په ناورين پسې ناورين) کې له مثنوي نه استفاده نه ده کړې، بلکې د داستاني خوږلنۍ او تخنيکونو لپاره يې تر مثنوي هم يو ګام اوښتى او تقريبا له ازاد نظمه يې استفاده کړې ده؛ خو په دې توپير چې په ازاد نظم کې  يواځې د قافيې د نشت شرط نه وي، بلکې د څپو شمېر هم پکې يو هومره نه وي. په ازاد نظم کې يواځې فشار مهم وي، چې وزن ترې زېږي؛ خو د دروېش په (ناورين پسې ناورين) کې د څپو له معلوم شمېر سره مخېږو، ځکه ورته تقريبا ازاد نظم وايو. په دې کتاب کې د هرې منظومې د څپو شمېر دولس دى:

چې د هرې پېغلې داسې ځوا په کار و

د سردار لور خو نو وه د پېغلو ميره

د هغې ولور بيا نور هم دلته زيات و

چې يې وخت د ورکولو کله راغى

خو د هرې منظومې په پاى کې يو مصرع بيت راغلى. ښايي دروېش پر لوستونکي باندې د قافيې د موسيقۍ او اهنګ رواني اغېز ته ځير شوى وي او دا مصرع بيت يې کارولى وي. دا راته پخپله د هغه بيت له لوستو هم ښکاري، چې کله له دومره نامصرعو او ناقافي بيتونو راتېر شو او په پاى کې له مصرع بيت سره مخ شو؛ نو د داستان اغېز مو په ذهن او خوند مو يې په خوله کې پاتې شي. د (شاګرد) د منظومې وروستى بيت دى:

يا به نر په نره خپل اولس ازاد کړم

د فرعون سر او لښکر به وربرباد کړم

همداسې د (پر ځمکه پروت زړګى) وروستى بيت دى:

خپل وراره يې ورته ناڅي، ورته خاندي

چې د ده پرېکړى سر شي ورته وړاندې

(په ناورين پسې ناورين) کې ټولټال دېرش داستانه راغلې دي، چې هر داستان په سلو کرښو يا مسرو کې وړاندې شوى دى. دېرش چې له سلو سره ضرب کړو؛ نو درې زره کېږي او له سره د دې کتاب په منظومو کې نظم پيدا کېږي. که موږ منظوم داستان ليکو او د نظم چوکاټ ته توجه وکړو او مسرې ځان ته معلومې کړو؛ نو ښايي د داستان موضوع رانه اغېزمنه شي، يعنې نيمګړې پاتې شي يا رانه پکې اضافي خبرې وشي،چې د داستان پلاټ رانه سست شي؛ خو دروېش دا خبره نه مني.

دروېش غزل هم پينځه بيته وايي او که څه هم دروېش اسدالله غضنفر ته په خپله کړې وينا کې دا وايي، چې د اردو د داستانونو له يوه پنځګر سره يې دا خبره ورته ياده کړې وه او هغه ورته ويلي وو، چې دا سخت کار دى او دى پخپله هم وايي، چې ما هېچېرته په دې داستانونو کې دا نه ده انګېرلې، چې کومه برخه دې رانه پاتې شوې يا دې رانه پکې اضافي خبرې شوې وي. د کتاب په سريزه کې نوموړي وايي: ”…بله دا چې دې هر يوه داستان ته ما د داسې يوې منظومې شکل ورکړى دى، چې سل مسرې لري او زه غواړم، چې د دې منظومو شمېر هم تر سلو پورې ورسوم. داسې به دا ټوله غميزه ١٠٠×١٠٠ يا لس زره مسرې شي. که خداى(ج) ژوند او او وس راکړل؛ نو د دغه کار پاته برخه به په نورو دوو کتابونو کې وړاندې کوم….”

خبره که هر څه وي؛ خو د اسدالله غضنفر په وينا، دا ښيي، چې دروېش درانى له هندسي شکلونو خوند اخلي او په داسې ښکلا پسې هم ګرځي.

که دروېش له مقفى شاعرۍ دومره بغاوت کړى دى، بيا د هرې منظومې په پاى کې د مصرع بيت راوړلو او د مسرو بيا د ټولو داستانونو لپاره د مسرو د شمېر معلومولو ته اړتيا نه وه. ان د مسرو د دولسو څپو معلومولو ته هم اړتيا نه وه. که د مسرو او د څپو د معلوم شمېر د نظم پرځاى بشپړ په ازاد نظم ليکل شوې واى؛ نو دې شکل ښايي د کتاب له منځپانګې سره مرسته کړې واى، ځکه د کتاب منځپانګه پر فکري او ټولنيز انتشار او ګډوډۍ څرخي؛ نو د څپو د شمېر بې نظمۍ له دې انتشار سره مرموزه اړيکه جوړولاى شوه.

د (په ناورين پسې ناورين) يواځې د مسرو او څپو شمېر يو نه دى، بلکې له دولسو څپو نه رازېږېدلى وزن هم يو ډول دى او د ټولو ترمنځ غوړېدلي اهنګ کې توپير نه انګېرو. مطلب دا ټول کتاب په يوه وزن ليکل شوى دى. دا وزن نه هيجاني دى، نه خوښ، بلکې يو مرموز او ارام وزن دى، لکه ارام بحر چې ښکاره خو ارام ښکاري؛ خو دننه پکې طوفانونه پټ وي او دا وزن د کتاب له منځپانګې سره اړخ لګوي. د  بېلګې لپاره د (درېيم زوى) د پيل درې مسرې او بيا ورپسې د (جنت اوبه) د منځ بيتونه راوړو، چې ترمنځ يې هېڅ توپير نشته:

کومې پېغلې چې و زړه ورڅخه وړى

ده و دې ته رى واهه چې په څه چل به

هغه ښکلې نازولې کاندي خپله

…………………..

چې چاګله بېرته راغله زما مخته

ما په ځير ځير ورته وکتل او بيا مې

مخ راواړاوه چټک هغه زخمي ته

له دې نه ښکاري، چې دروېش دا په يوه شان ذهني فضا کې پنځولي دي او چې کله يې هم پر بل داستان پيل کړى؛ نو د تېر داستان وزن يې لوستوى او هغه وزن يې په ذهن کې بل داستان ته لار جوړه کړې ده.

  1. د ټولو نظمونو ترمنځ تړاو:

(په ناورين پسې ناورين) له نومه ښکاري، چې دا هغه اثر دى، چې په يوه ناورين پسې بل ناورين راځي. دا نوم دوه مفهومه راکوي، يو دا چې ژوند همداسې له ناورينونو ډک دى، په يوه ناورين پسې بل ناورين راځي. دروېش په سريزه کې وايي: ”…دا ډول د انسان ستونزې او خوراۍ چې څومره زياتېږي، هغه د ده د زور د زياتېدو سبب ګرځي او چې د ده زور څومره زياتېږي، هغه په هغه اندازه د ده ستونزې او خوارۍ زياتوي….”(۵: ۲۹)

بل دا چې د دې اثر هر داستان په يوه ناورين څرخي؛ نو چې ىو داستان ختمېږي يا يو ناورين ختمېږى، ورپسې بل ناورين پيلېږي. د ناورينونو له پلوه دا داستانونه له يو بل سره اړيکه لري.

په دې کتاب کې راغلي ټول داستانونه د موضوعاتو او منځپانګې له پلوه له يو بل سره ناشلېدونکې اړيکه لري. کتاب د (ووړ سر) په داستان د تيمور له وحشت او ظلم پيلېږي او د (ړومبى باران) په نامه په داستان کې د ګوليو په باران ختمېږى. د دې دوو کيسو ترمنځ راغلې ټولې کيسې همدغسې په وحشت، ظلم، خرافاتو، بدګومانيو، ناسمو قربانيو، مظلوميت، بېکسۍ، بېوسۍ او…باندې څرخي او دا موږ ته د دې داستانونو ترمنځ موضوعي اړيکه ښيي.

پر موضوعي تړاو سربېره موږ ته بل لوى تړاو د دې داستانونو ترمنځ اسطوري تړاو ښکاري. زياتره اسطورې او اسطوري فکرونه اوس موږ پرېښې دي؛ خو د يونګ خبره، چې تراوسه زموږ په ټولنىز لاشعور کې د خپلو نيکونو هغه د ځنګل وختونه او د غارونو تجربې ژوندۍ دي، چې وخت په وخت په موږ کې راويښېږي او زموږ پر ذهن سيورى پرېباسي. همدا علت دى، چې موږ له اسطورو نه مرموز خوند اخلو او ويره ترې کوو. دروېش په دې خبر دى، ځکه يې نو په زياترو داستانونو کې يواځې له تاريخي نه اسطوري مواردو نه استفاده کړې ده او دا د منظومې د بېلابېلو نظمونو ترمنځ بل لوى تړاو دى.

د دې اثر د ټولو داستانونو ترمنځ درېيم تړاو شکلي يا چوکاټي تړاو دى، چې لومړى مو پرې خبرې وکړې، چې په دې اثر کې راغلي ټول داستانونه په سلو مسرو، دولسو څپو، يوه وزن او هر داستان په يوه مصرع بيت ختم دي.

نور بيا۔۔۔۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *