٧
د ( په ناورين پسې ناورين) منابع/

ب: تاريخ:

تاريخ هغه علم دی، چې د يوه ولس پر فرهنګي تحولاتو باندې بحث کوي او له دې امله تاريخ ته د ماضي علم وايي؛ خو تاريخ د ماضي داسې مطالعه ده، چې د بشر حال او ګانده اغېزمنوي او هدف يې دا دی، چې بشر ترې د خپل ښه مستقبل لپاره استفاده وکړي. تاريخ له اسطورې سره لوی توپير دا لري، چې په په اسطوره کې د زمان له نشت سره مخ کېږو، خو په تاريخ کې چې پر واقعيتونو بحث کېږي، د زمان و مکان لوښی اړين دی او چې دا لوښی نه وي، انسان پېښې نه شي درک کولای. له تاريخ نه خلک د واقعيتونو توقع کوي او هرې پېښې ته د شک په سترګه ګوري، نو که شک يې رښتيا شي، له تاريخه يې زړه موړ شي؛ خو اسطورې رښتيا نه دي، البته دا بېله خبره ده، چې پخوانو انسانانو پر څو خدايانو عقيده لرله او اسطورې ورته واقعيتونه ښکارېدي؛ خو واقعيت دا دی، چې اسطورې رښتيا نه دي او نه يې څوک په دې تله د تللو هڅه کوي.

تاريخ له واقعيتونو پاک وي؛ خو اسطورې او ادب د احساساتو منابع وي. د دې مطلب دا نه دی، چې ګنې تاريخ که اسطورې ته مخه نه شي کولای، ادب ته يې هم نه شي کولای، بلکې تاريخ له ادب سره له پخوا نه اشنايي ده، همداسې اشنايي لکه د اسطورو چې له ادب سره ده.

موږ وينو، چې اسطورو په ادب کې حماسي او داستاني ادب ته مخه کړې او ډېرې اسطورې منظومې شوې. د حماسي ادب يوه ځانګړنه دا ده، چې له اسطورو نه پکې استفاده کېږي.

تاريخ هم په ادب کې بيان شوی دی. موږ چې د کوم تاريخ بحث کوو، هغه سياسي تاريخ دی، ګنې هسې خو د فرهنګ هر اړخ تاريخ لري، ساينس تاريخ لري، فلسفه تاريخ لري، مذهب تاريخ او هنر و ادب تاريخ لري؛ خو موږ د سياسي تحولاتو پر تاريخ غږېږو.

اوس د سياسي تاريخ مېتود بدل شوی. اوس هر ډول فرهنګي تحول په تاريخ کې بيانېږي، هغه که د يوه قوم د لباس، خوراک څښاک او غوسي طرز وي او که د ماشومان د روزنې يا د ژوند د بل اړخ؛ خو پخوانو له تاريخه مشخصه مانا اخيسته. تاريخ يې په دربار پورې منحصر کړی و، ځکه پخوا د سواد کچ ټيټ و او يواځې دربار لوستي مورخين لرل؛ نو دغو درباري مورخينو به د سلاطينو پر سياسي اړو دوړ او نورو باندې تاريخونه ليکل، چې بيا وروسته په شاعرۍ او نثري ادب کې له دې تاريخي پېښو نه استفاده وشوه. د رحمان بابا، عبدالقادر او حميد بابا له خوا د جمال او عيسی خان د تاريخي پېښې بيان راته همدا وايي. خوشال چې د ديلي پر سياسي تحولاتو کوم شعرونه ويلي يا په معاصره دوره کې چې د بېلابېلو سياسي بدلونونو په اړه کوم ادب ايجاد شوی، زياتره موضوعات يې د تاريخ اړوند دي؛ خو په دومره توپير چې په ادب کې ورسره عاطفه او احساسات يوځای شوي دي.

د دروېش (په ناورين پسې ناورين) کې هم وينو، چې په ډېرو داستانونو کې له تاريخونو استفاده شوي؛ خو دا استفاده پر غوراوي يا انتخاب ولاړه ده، يعنې دروېش همغه تاريخي پېښې انتخاب کړي، چې د ده د پېغام د انتقال لپاره اړينې دي او ادبي رنګ په اسانه اخلي. پر دې بنسټ په دې منظومه کې چې کومې تاريخې پېښې راغلې دي، هغوی د دې داستانونو داستاني او شعري ماهيت ته زيان نه دی رسولی، بلکې لا يې پسې پياوړی کړی دی. دلته به هغه منظوم داستانونه د بېلګې په توګه ياد کړو او يوه نيمه بېلګه به ترې راواخلو:

(ووړ سر، د ونې ډډ، زړه سوی، بلا پر بلا واوښته، خواست، سورسترګی، د سرونو دوه څلي، شاعر، پر مځکه پروت زړګی، يو سر په يوه غمي)

شاعر

پر ميدان باندې د برخو وېش روان و

يو په بل پسې راتلل ورته وګړي

پر خپل وار باندې به هر يو ور پر مخ شو

ورښکاره به يې ويشونکي ته کړه توره

او هغه به خپله برخه په لاس ورکړه

ده به واخسته او و به ووت له مخه

ژر تر ژره به يې ځای بل ته ور پرېښو

په دا حل کې د وېشونکي مخته راغی

يو سړی او خپله برخه يې طلب کړه

ده ويل، ورته چې توره دې ده چرته

هغه ژبه ورښکاره کړله چې دا ده

ما ته کړې ما په دې د دوښمن ملا ده(۵: ۱۵۵)

تر اخره….

ج: ادب:

د دروېش د (په ناورين پسې ناورين) درېيمه منبع ادب دی. موږ ته معلومه ده، چې ادب د نورو منابعو په توګه پخپله له ادب نه هم د يوې بهرنۍ منبع په توګه استفاده کوي او هغه ادبي موضوعات تکراروي، چې پخواني ادب په لنډيز سره بيان کړي او په دې توګه هغه خبره بشپړوي، چې پخوانو نيمګړې پرېښې ده.

په پخواني يونان کې د تراژيدو د ايجاد يو دود دا وي، چي دا تراژيدۍ به د لرغوني يونان د اسطورو پر بنسټ سربېره د ايلياد او اوديسې پر بنسټ رامنځته کېدې. شاعر به په دې حماسو کې يوه برخه يا يوه يا څو صحنې انتخاب کړې او تراژيدي به يې پرې وليکله. د اسکايلس، سفوکليز او يورپيديس تراژيدۍ يې مثالونه دي. موږ په خپل ادب کې هم داسې ډېرې پنځونې لرو، چې له يو بل نه پکې استفاده شوې. دروېش (په ناورين پسې ناورين) کې له دې ادبي دوده استفاده کړې ده. د شکسپيير د ډرامې (مکبڅ) د يوه کرکټر د خبرې پر بنسټ يې د (درېيم زوی) منظوم داستان ليکلی دی. پر دې سربېره نور ډېر داسې داستانونه پکې دي، چې دلته يې نومونه اخلو:

(درېيم زوی او ګوډه پېغله)

دلته د ګوډې پېغلې لږه برخه د بېلګې په توګه راوړو:

ګوډه پېغله

خړ سهار د ښکار په نيت له خپله کوره

شوم پر آس باندې روان زه د ښکار ځای ته

هلته ګرځېدم راګرځېدم تر ډېره

هېڅ يو شی چرته هم رانغی په مخه

خو ماپښين مې چرته لرې شوه تر سترګو

يوه ګوډه شان هوسۍ په دامانه کې

که څه هم دا راته نه ښکارېده سمه

چې په روغ وجود دا ګوډه هوسۍ ښکار کړم

خو په تش لاس بېرته تګ مې هم خوښ نه و

بس په دا مې هغه وخت بې له څه ځنډه

په هوسۍ پسې راوګرځاوه آس خپل

دا وه وړاندې او زه وروسته ورپسې شوم

خيال مې دا و چې په حال کې يې د منډې

کړم راپورته د نېزې په څوک آس ته

مګر دغه کار دا هومره اسان نه و

تر اخره…..

(۵: ۱۳۷)

په دې توګه وينو، چي (په ناورين پسې ناورين) کې له همدې درو منابعو نه استفاده شوې ده او دا راته دا پېغام هم راکوي، چې موږ د کاميابو او عالي منظومو لپاره له دې درو منابعو نه استفاده کولای شو؛ نو ښه ده، چې په دې درو برخو کې مطالعه ولرو.

پايله

د دروېش (په ناورين پسې ناورين) ته چې ګورو، د پښتو په معاصرو ادبي اثارو کې راته کامياب اثر ښکاري، چې له يوه پلوه د منظوم ادب ټولې ښېګنې رانغاړي او له بل پلوه پکې د ولسي او معاصرو داستانونو ټولې ښېګڼې راټولې شوې دي. پر دې بنسټ د (په ناورين پسې ناورين) له لوسته د دواړو خوند اخيستی شو، البته دومره ويلی شو، چې د دروېش دراني نظمونه د ازاد او مقفی نظمونو ترمنځ واقع دي، يعنې قافيه او رديف يې د هر نظم په پای بيت کې مراعات کړي؛ خو پر دې سربېره يې په بل ځای کې قافيې او رديف ته اعتنا نه ده کړې. په نورو مسرو کې يې صرف د مسرو شمېر ته پام کړی او هره مسره يې دولس مسره ييزه ده او دا د شعر شکلياتو ته د دروېش دراني تمايل ښيي.

په داستاني اړخ کې په دې ټولګه کې د معاصر کيسه ييز ادب ټول نه، خو ډېر تخنيکونه مراعات شوي دي. تلوسه پکې وينو، تصادف پکې حد اقل ته راټيټ شوی دی. کامياب کرکټرايزيشن پکې وينو. د ولسي داستانونو پر خلاف پکې د کرکټر په توګه د راوي ناپېيلتيا ساتل شوې او کله ناکله پکې مخاطب هم د راوي په توګه راغلی دی، چې خپل احساسات يې پټ نه دي ساتلي.

د (په ناورين پسې ناورين) بل مهم اړخ له هغو داستانونو پرته چې له تاريخه پکې استفاده شوی، په نورو ټولو اسطوري داستانونو کې د مهال نشته دی. د مهال نشت د انسان لويه ارزو ده او په کوم داستان کې چې د مهال نشت احساس کړو، هغه راباندې اغېز کوي او خوند راکوي. د (په ناورين پسې ناورين) دا خصوصيت موږ ته ښيي، چې داسې پېښې ګنې اوس هم راوانې دي. د مهال نشت زموږ د ماضې انګېرنه ختمه کړي او موږ له يوه داستانه د حال او مستقبل په نيت خوند اخلو؛ خو په تاريخي داستانونو کې يې بيا د مهال څرګند تصور وينو، چې په دې طريقه له داسې داستانونو نه که ادبي خوند اخلو، نو تاريخې تنده پرې هم ماتوو او د پخوانو ظالمو سلاطينو څېرې راته څرګندوي، چې د مذهب او قوميت د ماسک شاته پټې دي.

خو د دروېش (په ناورين پسې ناورين) کمال په نظمي شکل کې نه دی، بلکې په داستاني اړخ کې دی، چې د کيسه ييز ادب د تيورۍ او اصولو خيال يې ساتلی دی. له داستاني اړخ سره سره يې بل اړخ موضوعي ده، چې له داستاني تخنيکونو سره مزج شوی دی.

د ( په ناورين پسې ناورين) په موضوعاتو کې له اسطورو، تاريخي پېښو او ادب نه استفاده شوې ده او موږ ته معلومه ده، چې اسطورې پر موږ څومره اغېز لري. اسطورې چې زموږ د نيکونو تجربې راته بيانوي او دا تجربې موږ په خپل ټولنيز لاشعور کې په جمعي بڼه هم وينو، نو داسې انګېرو، چې ګنې څوک راته خپل هېر شوی خوب رايادوي، لکه څوک چې راته خپله يوه خوندوره کيسه کوي او په دې طريقه له داسې داستانونو نه خوند اخلو او دا خوند ( په ناورين پسې ناورين) کې شته دی.

پر دې سربېره چې موږ د (په ناورين پسې ناورين) نه خوند اخلو او ادبي تنده پرې خړوبوو، پند هم ترې اخلو. د دې کتاب پېغام لکه د نورو عالي ادبياتو غوندې ډېر عالي دی. دا داستانونه راته خپل پرون انځوروي، خپل وحشت، خپل ظلم او خپل خرافات راته انځورو او په دې طريقه موږ ته اميد راکوي. موږ ته د ښه ژوند کولو پېغام راکوي. موږ ته وايي، چې خلک ولې ويرېږي او په دې توګه يواځې دا نه چې موږ ته زبردست پېغام لري، بلکې موږ په خپلو دودونو، خرافاتو او بېځايه ويرو شکمنوي او راته وايي، وارخطا انسان د اطمينان د ترلاسي لپاره زګ ته لاس اچولی، د اوبو په نيت په سراب اوښتی دی.

په پای کې همدا ويلی شو، چې زما د دې مونوګراف موخه د دروېش د (په ناورين پسې ناورين) د کمالونو راسپړل او نقد و، چې له دې لارې له يوي خوا لوستونکي دې باکماله اثر ته متوجه شې او ويې لولي او بلې خوا د نورو داسې آثارو ايجاد ته لار جوړه شي.

موږ پوهېږو، چي د نړيوالو شهکارونو يو متبارز اړخ دا وي، چې د انسان ډېرو ژورو او دروني خصوصيتونو ته اشاره کوي او د نړۍ او بهرني طبيعت په اړه د انسان ژور رواني غبرګون راښيي، ځکه همدا غبرګونونه دي، چې د تاريخ په اوږدو کې يې واقعي ژوند ته رنګ ورکړی او رامنځته کړي يې دي.

دروېش چې د انګليسي پروفيسر پاتې شوی، نړيوال شهکارونه لوستي، ځکه يې نو په پښتو کې د داسې شهکار اثر د پنځولو هڅه کړې ده، چې له موږ سره زموږ د مستقبل په جوړولو کې مرسته کوي.

ماخذونه:

۱-  احمدي، بابک. (۱۳۹۱ز). ساختار و تاويل متن. تهران: نشر مرکز خپرندويه ټولنه

۲-  احمدي، نصير احمد. (۱۳۹۰ز). راځئ کيسه وليکو. جلال آباد: نصير مومند خپرندويه ټولنه

۳-  ازمون، لال پاچا. (۱۳۸۹ز). منظوم انځورونه، پېښور: ختيځ خپرندويه ټولنه

۴-  جلالپوري، علي عباس. (۲۰۱۳ز). کاينات اور انسان. لاهور: تخليقات خپرندويه ټولنه

۵-  درانی، دروېش. (۲۰۰۹ز). په ناورين پسې ناورين(دويم چاپ). کوټه: صحاف نشراتي موسسه

۶-  رفيق، محمد رفيق. (۱۳۹۰ز) . د ادبپوهنې بنسټونه، کابل: کابل پوهنتون

۷-  ښکلی، اجمل. (۱۳۹۴ز). د نړۍ ادب. کابل: جهان دانش خپرندويه ټولنه

۸-  غضنفر، اسدالله. (١٣٩٣ز). د لنډو کيسو لوستل او شنل. کابل مجله. کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي

۹-  هېوادمل، زلمی. (۱۳۷۹ز). د پښتو ادبياتو تاريخ(لومړے ټوک). پېښور: دانش خپرندويه ټولنه

فهرست

سريزه

۱-  دروېش درانى

۲-  په ناورين پسې ناورين

۲- ۱ جوړښت

۲-  ۲ د ټولو نظمونو ترمنځ تړاو

۳-  (په ناورين پسې ناورين) موضوعي ځانګړنې

۳- ۱ نوې زاويې

۳- ۲ بوږن

۳- ۳ خرافات

۳- ۴ اخلاقي پېغام

۴- د (په ناورين پسې ناورين) د کيسو زمان او مکان

۴- ۱ مهال

۴- ۲ ځاى

۵- د (په ناورين پسې ناورين) داستاني ځانګړنې

۵- ۱ له ولسي داستانونو سره يې ورته والی

۵- ۲ له ولسي داستانونو سره يې توپير

۵- ۲- ۱ د ليدلوري بدلون

۵- ۲- ۲ تصادف

۵- ۲- ۳ تلوسه

۵- ۲- ۴ پلاټ

۶-  د په ناورين پسې ناورين منابع

۶- ۱ اساطير

۶- ۱- ۱ د اسطورې تعريف

۶- ۱- ۲ اهميت

۶- ۱- ۳ تضاد

۶- ۱- ۴ سمبولونه

۶- ۲ تاريخ

۶- ۳ ادب

پايله

ماخذونه

پاى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *