د دروېش دراني (ناورین پسې ناورین) د اغلې حسینه عارف د مونوګراف موضوع ده چې په لړ کې یې د دغه ستر شاعر د دې اثر بېلابېل اړخونه څېړلي دي. د دې څېړنې نورې برخې به هم د تاند لوستونکو ته وړاندې شي.


۲

(په ناورين پسې ناورين) موضوعي ځانګړنې:

  • نوې زاويې:

دروېش دراني مسايلو ته له نوې زاويې نه کتلي دي.له پخوانو او اسطورو نه يې استفاده کړې؛ خو په هره کيسه کې يې نوې زاويه کارولې ده. حقايقو ته يې له نويو زاويو کتلي دي. د حقايقو د پېژندلو يوه لار د زاويو بدلون هم دى. موږ که حقايقو ته له دودې زاويې وګورو، نوښت نه شو کولاى؛ خو که زاويه واړوو پوهېږو، چې د حقايقو له نويو څېرو سره مخ شو. دروېش په (درېيم زوى) کې د تقدير د مسالې لپاره زاويه بدله کړې ده. دا سمه ده، چې په دې داستان کې د نصيب د رد صراحت نه وينو، بلکې وينو، چې مېړه ته کومه وړاندوينه شوې وه، هغه رښتيا شوه او داسې هغه سړي هم انګېرله؛ خو بيا هم د همدې سړي په خبرو کې د قسمت د رد مرموز بيان وينو. سړى په ښکاره خو دا وايي؛ خو پوهېږي، چې د فقيرانو خبرې ته د عمل جامه موږ په خپلو کړو ورواغوستې. دروېش که اسطورې کارولې، که له تاريخي داستانونو يې استفاده کړې؛ خو زاويه ىې د نويو داستانونو غوندې عيني او واقعي ده او دا د دروېش د (په ناورين پسې ناورين) مهمه ځانګړنه ده. پر دې بنسټ، د دې نظمونو وېخ که په پخوانۍ نړۍ يا په تاريخ او ماضي کې دى، ښاخونه يې اوسنۍ نړۍ ته راوتي دي او موږ ترې په خپله نړۍ کې استفاده کولاى شو. پر حاکم، شتمن او واکمن ظالم راڅرخي، چې دوى څرنګه پر محکوم او خوار پوړ ظلمونه کوي او د انسان مرګ ورته تر اوبو اسانه ښکاري. دروېش موږ ته هر ځاى د سولې، اتحاد او يووالي پېغام لري؛ خو په پټو الفاظو کې. مطلب، کله چې دا ناورينونه يادوي او غندى؛ نو موخه يې دا ده، چې له يو بل سره مينه وکړو او له نفرت او وحشت راوګرځو. د دې کيسو د الهام منابع تاريخ کتابونه او نور دي؛ خو داسې منظوم داستانونه هم پکې تر سترګو کېږي، چې په شفاهي ډول په خلکو کې شته دي؛ لکه عذاب او داسې نور؛ خو په دې ټولو کې يې هڅه کړې، چې د نوي لوستونکي لپاره پکې نوي اړخونه پيد اکړي او نوې پېغامونه انتقال کړي يا زاړه پېغامونه له زورور ادبي استدلال سره په نوې بڼه وړاندې کړي، چې پر ټولنه يې څومره مثبت يا منفي اغېز ښندلى دى. ښه ده، چې د دروېش د نويو زاويو د پخلي لپاره د اروښااد استاد محمد صديق پسرلي خبرې راواخلو، چې د شاه سعود پر (درې ګوټيزه دايره) يې کړې دي:

”…ډېر داسې ناظمان هم لرو، چې ځينې يې په زړو بوسو شخوند وهي، هېڅ ډول تازګي، ابتکار او خيال نه لري، سل ځله تکرار شوې خبرې يې بيا نظم کړې وې، هغه هم په داسې ژبه چې نه لفظي ښېګڼې لري، نه معنوي؛ خو دوى به د ساده ګويۍ نغاره ډنګوي او تر دوى ساده نقادان يې هم بې جدته او بې پيرايې منظومو خبرو ته د سهل ممتنع امتياز وربښي. حال دا چې د خوشال بابا او سعدي هم يواځې ځينې بيتونه سهل ممتنع دي. بله ډله بيا د نواۤورۍ لېوني دي، شوق داسې له چتې ايستلې دي، چې تناسب او پلاذم به پېژني هم نه، که يې د مرغۍ په وړو منګولو غرونه هم اوچت کړل يا يې د اوښ پر شا د الوتکو ميدانونه جوړ کړل، څه به نه ورته وايې، ځکه نننۍ شاعري خو د امير کروړ د وخت شاعري نه ده. د نن شاعر بايد نوې خبرې وکړي او نوي تصويرونه جوړ کړي. د دوى تصاوير او خبرې اکثره داسې وي لکه يوه ماشوم ته چې د انځورګر برش؟ او رنګونه په لاس ورشي. (ابا کور نه وي او له ادې ډارېږي نه) په سپينو دېوالونو رنګ رنګ کږې وږې کرښې وباسي او په زړه کې ګوړې ماتوي، چې ” که ابا مړ شي، پوستين يې پر ما هم جوړېږي”، ممکن ده ته به ښکلى ښکاري يا لکه وايي: ”د شپې ډول ته غرونه نڅېدل”.

دا هم ظاهره نوې ده. له اۤدمه تر دې دمه چا د شپې ډول ته غرونه نه دي نڅولي. ادب هم ځان ته يو منطق لري. شپه په سکوت او غرونه په سکون مشهور دي. (۳: ٣٢)

  • بوږن:

بوږ پښتانه د وحشت په حالت کې کاروي. عموما کله چې يوه بده صحنه ووينو، کرکه مو وشي او وويرېږو، دې حالت ته بوږن وايي. د دروېش اشاره لرغوني اسطوري مهال ته ده؛ خو موخه يې اوسنى مهال دى. انسان له لرغوني پېره د ښکار غوښې خوړلې او په ښکار روږدى شوى دى؛ نو اوس چې ورته د ښکار شرايط نه دي مساعده په رنګارنګو ډولونو د يونګ د ټولنيز لاشعور پر بنسټ خپل عادت ترسره کوي. اوس که څه هم انسان د تهذيب جامې اغوستې دي؛ خو په درون کې همغسې وحشي دى، بلکې اوس يې چې طبيعت ايل کړى او دنيا ورته نوره هم ګرانه شوې؛ د خپل سيال او همنوعه د وينو نور هم تږى شوى دى. د دروېش د دې ټولو داستانونو رېښې به د اسطورې او تاريخ په ماضي کې وي؛ خو ښاخونه يې مستقبل ته دي.

(په ناورين پسې ناورين) کې راغلې کيسې همدغسې بوږنوړې او له وحشته ډکې دي او ښايي ځىنې کره کتونکي پر دروېش نيوکه وکړي، چې ادب چاره د چا بوږنول يا بېلارې کول نه دي او د کيسې پر لوستونکي ناوړه رواني اغېز کوي؛ خو که ځير شو، لوستونکى د خپل وحشت شديد احساس د همدغسې کيسو په ډګرونو کې سړولاى شي. که داسې کيسې نه وي، موږ به خلک له وحشته څنګه بوږنوو.

موږ په دې خپل څو لسيز انقلاب کې د وحشت څلي ودرول، د چنګېز او هلاکو نړيوال رىکارډونه مو مات کړل او زه فکر کوم، چې که مستقيمه نه وي، نامستقيمه خو د دروېش د پښتنو همدې اوسني حالت ته اشاره ده، چې کله په يوه نامه او کله په نامه سره خوري.

همدا ډول د ټولنې د کونډو رنډو او يتيمو ژوند يې پکې انځور کړى، چې دا خواره او محرومه طبقه څنګه په نهيلۍ کې شپې ورځې تېروي. همداسې يې بې پروا شتمن چې په ناروا او نامطلوبو لارو پيسې ترلاسه کوي او د مظلومې طبقې پر مالونو او حقونو خېټه اچوي، هم رااخىستې دي.

د دروېش (په ناورين پسې ناورين) کې د انسان د برترۍ غوښتنې احساس هم وينو، چې انسان وحشت خپرولو ته اړ باسي. انسان تل د برترۍ په احساس کې نور انسانان کم ګڼلي او چې کله يې په مقابل کې څوک راپورته شوى، ده د خپلې برترۍ د احساس له امله ټکولى دى. په دې داستانونو کې د انسان د برترۍ غوښتنې احساس تبارز وينو، چې وحشت او بوږن ته لار جوړوي، ګوډ تيمور راپاڅېږي، نور رعيت د خپلې واکمنۍ لپاره وژني او د ويرې خپرولو له لارې خپله برتري پر نورو داسې مني، چې هغوى ځان کمترۍ ګڼلو ته اړ باسي. لاندې، د (خواست) په داستان کې د (اس پر زين بره د ګوډ تيمور ناسته) او (لاندې خندق) د همدغسې برترۍ او کمترۍ احساس نښې دي.

اۤس ولاړ و د ژور خندق پر غاړه

ګوډ تيمور يې پر زين باندې پورته ناست و

په ځير ځير يې دې خندق ته کتل لاندې

په خندق کې وو څلور زره وګړي

دا څلور زره وګړي دا وخت واړه

وو په چيغو، په فرياد او په بغارو

په ىوه خوله ټولو خواست کاوه و ده ته

چې د خداى دپاره اى لويه اتله

خپل لښکر ته اجازه ورلره ورکړه

چې زموږ سرونه ووهي په توره

يا خپل غشي په سرو وينو زموږ سره کړي

او په غوښو مو کارغان دلته ماړه کړي

……………………………………………

د څلور زره وګړي، دا چې بند وو

په دې لوى او په دې ډېر ژور خندق کې

دا وګړي واړه هغه جنګيالي وو

چې يې مخه د تيمور د لښکريانو

وه په زور د خپلو مټو ګرځولې

او تر ډېرو ورځو پورې يې په نره

وه ساتنه او ژغورنه د ښار کړې

د دوې غشو وې په شانې د بازانو

ډېرې غوښې د دوښمن د بدن وړې

خو دوښمن يې داسې هسې دوښمن نه و

دا تيمور و او تيمور خو بس طوفان و

د طوفان مخه په غشو چرته ګرځي

دوى که څه هم دا طوفان تر ډېره تم کړ

خو ورو ورو يې وس او زغم په لږېدو شول

پاى ىې کښېووه وسله پر مځکه باندې

او خپل ښار يې هغه وخت تيمور ته پرېښود

چې هغه په خپله خوله ورسره وکړه

د لوى خداى په نامه دغه کلکه لوړه

چې يو څاڅکى به هم ستاسې د سرې وينې

څوک پر مځکه باندې نه څڅوي دلته

نه به زه په خپل تېره تېغ تاسې وژنم

نه به دغه کار زما لښکريان کاندي

حق به نه لري زما هېڅ يوه توره

چې په تاسې کې د چا مور کاندي بوره

چې تيمورته وسله کښېووه دې خلکو

او دا ښار او د دې ښار شاوخوا سيمه

شوه د ده، ده امر وکړ خپل لښکر ته

چې تر ښار دباندې ډېر لوى خندق جوړ کړئ

او د ده لښکر دا رنګه يو لښکر و

چې که غواړې يې حساب نو دا به وايم

چې بس وو لکه ملخ رارمېدلي

لښکريان چې د ملخو رنګه ډېر شي

بيا نو يو خندق کيندل څه ګران کار نه دى

ځکه امر د تيمر دستي پرځاى شو

چې ده غوښت تيار هغه رنګه خندق شو

دا وکړي دا څلور زره سرتېري

چې اوس اوس يې وه وده ته وسله ايښې

دا يې يو په بل پسې بې له څه ځنډه

د خندق ژورې کندې ته ورکوز کړل

او دا نور خلک ترې لاړل بېرته ښار ته

دوى يې پرېښوول دلې د تل دپاره

له دې ځايه د وتو نه وه هيڅ لاره

چې دا نور خلک ترې بېرته ښار ته لاړل

او دوى شول په دې ژور خندق کې پاته

هله پوه شول چې دي څه ورسره شوي

و خندق دومره ژور او دومره لاندې

چې د بېرته ختو هېڅ هيله هم نه وه

تش يو څو لويشتې اسمان پورته ښکاره و

نور نو ټول جهان د دوى له سترګو پټ و

په دا هسې رنګ وړه غوندې دنيا کې

نه اوبه وې، چې به دوى پرې اوبېدلو

نه خواړو  چې دوى ځان واى پرې موړ کړى

تنها وخت داسې يو شو و چې دا وخت يې

چې د هر ځاى په شان دلته هم روان و

او د وخت له تېرېدو سره نو ورو ورو

د دوى لوږه تنده هم په زياتېدو شوه

چې خبره رسېدله ورځو شپو ته

لوږې تندې دغه خلک کړل بېواکه

دغه وخت يې تيمور راغى نندارې ته

اۤس يې تم کړ د خندق پر غاړه باندې

د دې خلکو چې نظر ورباندې پرېووت

نو په چيغو، په فرياد او په ژړا شول

په يوه خوله ټولو خواست کاوه هغه ته

چې د خداى دپاره اى لويه اتله

خپل لښکر ته اجازه ورلره ورکړه

چې زموږ سرونه ووهي په توره

يا خپل غشي په سرو وينو زموږ سره کړي

او په غوښو مو کارغان دلته ماړه کړي

د تيمور چې د دې خلکو خواست تر غوږ شو

نو ويل يې چې زما لاس دي تړلي

ما له تاسې سره کړى دا قسم و

چې يو څاڅکى به هم ستاسې د سرې وىنې

څوک پر مځکه باندې نه څڅوي دلته

نه به زه په خپله توره تاسې وژنم

نه به دغه کار زما لښکريان کاندي

اوس که دغه قسم بېرته ماتومه

نو په مخ کې د خپل خداى مختورى کېږم

ځکه تاسې ټول پرېږدمه هغه رب ته

چې وخت يې لا په دغه لوى خندق کې

په وژلو ستاسې لاس دى پورې کړى

لکه پڅه توره لوږه يې لګيا ده

په ورو ورو تاسې هر يو پر خپل ځاى وژني

تنده نه ده، دا يې هغه پڅ خنجر دى

چې په تاسې کې د هريوه پر غاړه

له دننې خوا چلېږي راچلېږي

په ورو ورو به مو د ژوند ډيوګۍ مړه کړي

زه نو ځم دى به دا ستاسې خواست پوره کړي

(۵: ۹۵-۱۰۰)

نور بيا۔۔۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *