۳
ج: خرافات:
خرافه د (خ) په پېښ هغو افسانو يا کيسو يا اسطورو ته وايي، چې د انسان د تخيل زېږنده وي، خو انسان په واقعيت منلي وي او له مخې يې له بهرنۍ نړۍ سره چلن کوي؛ خو چې موږ ورته له معقولې او مهذبې زاويې وګورو، ناسم او له افرادو سره راته ظلم ښکاره شي. مثلا: له ښځو سره توپيري چلن يا تبعيض هم د همدې خرافاتو زېږنده دي.
د خرافاتي دودونو او عقايدو د تاريخ معلومول د ګړڼىو ادبياتو غوندې ستونزمن کار دى. دا عقايد له بشري ژوند سره سم پيلېږي، چې تر دې دمه دوام مومي. څرنګه چې انسان له يوې ورځې بلې ته د خپل ژوند اړتياوې بشپړوي، خو د دې اړتياوو د پوره کېدو د پاى ټکى لا معلوم نښ دى. د نويو هيلو لپاره هڅې کوي، چې نسبي هوسا او بسيا ژوند ته بيا بيا لار ومومي. د همدې هڅو او اړتياوو په پايله کې د دوې ګړنې شتون د پروني او ننني انسان د ژوند يوه برخه جوړوي. د اړتيا پر مهال د دې کړنو رامنځته کېدل کله منطقي بڼه خپلوي او کله هم د بشري ژوند د لږو معلوماتو له امله د خلکو ترمنځ نامنطقي رامنځته شوي دي.
په دې کې څه د ورځينو پېښو، حادثو، ښو، بدو، نېکمرغيو بدمرغيو او ګټې يا تاوان سره هېڅ ډول منطقي مستندې او علمي اړيکې نه لري.
يوازې د ځانساتنې، د ژوند د هوساينې او د طبيعت پر وړاندې د انسان له کمزورې او کمې پوهې نه دا ډول کږنې، اسطورې او نظريات رامنځته شوي دي. ”انسان د خپل تاريخ په لومړنيو مرحلو کې ډېر لږ معلومات د ځان او نړۍ په باب درلودل او د طبيعت او پېښو پر وړاندې ډېر کمزورى و. د ځان د خوندي ساتنې او دفاع وسايل يې نه درلودل. ژوند به يې تل له ډول ډول خطرونو سره مخ و. د باد، باران، سړې هوا او نورو طبيعي پېښو او وحشي ځناورو له ويرې يې خپل ژوند نيمګړى، هوسا او بسيا نه ليده. د دې پورتنيو يادونو په لړ کې انسانانو تر هڅه کړې، چې له يوې ورځې څخه بلې ورځې ته خپل ژوند او هوسا کړي. د همدغو هيلو او هڅو په رڼا کې ژوند ته بقا بښي، پر طبيعت څه نا څه لاسبرى مومي، د ويرې، خطر او نيمکرغۍ سره مل ژوند ته دوام ورکوي. هغه کړه او څيزونه چې په نظر ګټور برېښي، له هغو څخه استفاده کوي. هغه چې د ده موجوديت ته پکې زيان او تاوان وي رسېږي، له هغو پديدو او پېښو سره مجادله کوي. په همدې لړ کې مانيزې جملې، ګړنې، متل، کرکې، کږنې د انسانانو ترمنځ د ښه او بد، مثبت او منفي اغېزلرونکو مفاهيمو او کړنو په توګه رامنځته کېږي”(۶: ١٧٢)
اوس چې زموږ په ذهن کې د خرافاتو روڼ انځور جوړ شو، نو د (په ناورين پسې ناورين) په اړه هم دا فيصله کولاى شو، چې دې اثر د انساني فرهنګ ډېرو خرافاتو ته اشاره کړې ده. خرافاتو ته اشاره د ادبياتو رسالت او مسووليت دى، ځکه ادب افرادو ته خپله فردي او ټولنيزه څېره ښيي؛ خو تاييد يې ادب ښه چاره نه ګڼي. د همدغې اړتيا پر بنسټ، چې انسان له خپلو خرافاتو سره رواني اړيکې لري او اغېز پرې کوي؛ خو پرېښوداى يې نه شي، چې تر څو ورته يو معقول ځواب ونه مومي او په نامعقوليت يې باوري نه شي، دروېش خرافات رااخىستي؛ خو خرافات يې مستقيم او نامستقيم رد کړي هم دي. په (درېيم زوى) کې يې د ملنګانو د خبرو د رښتيا کېدو په اړه او د قسمت د جامد ټولنيز فکر په اړه د مېړه او ښځې خرافاتي عقيده رااخىستې ده او په داستاني دلايلو يې رد کړې او ښودلې يې ده، چې انسان د نصيب نه، د خپل عمل له مخې له بېلابېلو پايلو سره مخېږي.
د: اخلاقي پېغام:
دروېش ټولې دېرش کيسې نظم کړې دي؛ خو هره کيسه ځانته ځانته پېغام لري، چې خلک پوهوي او ويښوي. دروېش په خورا دقت او ځيرکۍ سره د خپل وخت ټول ټولنيز، مثبت او منلي ارزښتونه، حرکتونه او انګېزې، همدارنګه ټول منفي او منفور فکري او فزيکي فعاليتونه او عملونه په داستاني؛ خو ساده ژبه او هنري ژبه داسې وړاندې کړي دي، چې لوستونکي ته پېغام هم ورکوي او رواني تسکين هم. دا نظمونه د افرادو د ټولنيز شعورو له لوړولو سره مرسته کوي.
(په ناورين پسې ناورين) کې د هر بل لوى اثر غوندې دا خصوصيت شته دى، چې يواځې مستقيم اخلاقي پېغامونه نه انتقالوي، بلکې د اسطورو په بڼه، داستاني پېښو او ژبه کې ضمني همداسې پېغامونه انتقالوي، چې د انسانيت لپاره اړين دي. موږ چې (په ناورين پسې ناورين) لوى اثر ګڼو، ىو علت يې دا دى، چې په بېلابېلو ګوټونو کې ساده پېغامونه نه، بلکې څرنګه چې د ادب رسالت دى، پېچلي رواني پېغامونه لري. په تېرو مخونو کې مو د (ګوډ تيمور) داستان ولوست، چې له اسيرانو سره يې همغه چلن وکړ، چې زړه يې غوښت؛ خو دې چلن ته يې داسې چوکاټ جوړ کړ، چې هيچا ملامتولى نه شو، ځکه هيڅوک يې له خپلې ژمنې سره سم په تېغ په توره ونه وژل؛ خو په خندق کې يې واچول، چې له لوږې مړه شي. له دې نه موږ څو پېغامه اخلو، يو دا چې که باطني رښتينولي نه وي، رياکارانه زهد همدغسې نقصان رسولى شي. يو سړى به نه د شريعت او نه سياسي قانون رانيولى شي؛ خو ټول به پوهېږي، چې ګناه او جرم يې کړى دى. بل پېغام پکې دا دى، چې لوستونکو ته ښيي، چې سياسي او ځينې مذهبي مشران له خپلو خلکو سره د قدرت د هوس لپاره همدغسې چلن کوي. بل راته دا هم ښيي، چې پخواني يرغلګر له څومره وحشته ډک وو، چې خپل دوښمن سره يې داسې بېدرده چلن کاوه.
۲- د (په ناورين پسې ناورين) د کيسو زمان او مکان
- مهال:
د دروېش د دغو نظم کړيو داستانونو له مخې د لرغونو انسانانو د پوهاوي کچه معلومولاى او له اوسني مهال سره پرتله کولاى شو، چې انسان له له وحشت او بربريت نه څرنګه ماډرنې نړۍ ته رارسېدلى دى؛ خو د انسان دا پرمختګ تش شکلي پرمختګ دى. انسانان د ذهن له پلوه تراوسه همغسې ځنګلي دى، يواځې د وحشت بڼه يې بدله شوې ده. پخوا ىې بڼه ساده ده، اوس د مکر وفريب په سلو پردو کې نغښتې ده.
د دروېش دراني د دې ټولو نظمونو کلي موخه دا ده، چې د انسان ذهني وده ته د کيسو په وسيله اشاره وکړي او لکه تر نړيوالو جګړو وروسته اروپايي ادبياتو غوندي خلک په دې پوه کړي، چې انسان پرمختګ نه دى کړى، بلکې پر شاتګ يې کړى دى. انسان د انسانيت له معراج راپرېوتى دى. انسان چې څومره له يوې ورځې نه بلې ته د ژوند په ژورو مفاهيمو پوه شوى، هغومره يې ظلم او وحشت زيات شوى دى. پخوا ښايي، تورې، غشې او نېزې دومره ککرۍ نه ورانولې، لکه اوس چې يې توپک، توپ، طياره، ټانک او اتوم ورانوي.
انسان به د دفاع په پلمه وسله راټوله کړې وي؛ خو اوس وينو، چې د تېري او يرغل کار ترې اخلي. ماډرنيټي او ساينسي پرمختګ د انسان د سوکالۍ او هوساينې لپاره هم کار کړى دى، چې سترګې پټول به پرې انصاف نه وي؛ خو دروېش ولې د انسان نيمه وحشي څېره رااخىستې، ښايي علت يې دا وي، چې موږ له شاعره دا غوښتنه نه شو کولاى، چې ژوند راته له ټولو اړخونو سره بيان کړي. د شاعرۍ کار له کلياتو سره نه وي، جزيياتو سره وي. يو نظم به د خوښۍ شېبې انځوروي، د دې مطلب دا نه دى، چې موږ شاعر وغندو، چې ولې يې د غم شېبو ته پام نه دى کړى يا يې ولې د يتيم ژړا نه ده ترسيم کړې. بل لامل يې دا دى، چې دا ټول نظمونه د موضوع له پلوه له يو بل سره تړلي دي او دروېش ارادي دې تړاو ته ځان ژمن ښودلى دى.
(په ناورين پسې ناورين) کې که څه هم ځىنې تاريخي پېښې او تاريخي کسان راغلي دي، چې موږ ته د تاريخ په اړه په سمبولونو او تمثيلونو کې يو فکر راکوي؛ خو بالعموم د دې نظمونو مهال ټاکلى نه دى. شاعران او ليکوال هڅه کوي، چې د يوې پېښې د اغېز لپاره هغه واقعيت ډوله کړي. زموږ ډېرې مذهبې کىسې چې مستندې نه دي، همدغه خصوصيت لري، يوه مهال او يوه مکان ته يې منسوبې کړي؛ خو کله ناکله د زمان و مکان مشخصول د يوې په ګټه نه وي. اسطورې چې ټاکلى زمان و مکان نه لري، له همدې امله خوند راکوي. د دروېش دا کتاب په همدې اسطوري خصوصيت لري، چې بې زمانه او بې مکانه دى. د کانټ خبره ده، چې انسان پېښې د زمان و مکان په لوښي کې درک کوي. که دا خبره ومنو؛ نو پوهېږو، چې بې مکاني او بې زماني پخپله يو مکان او زمان دى؛ خو دا بې مکاني او بې زماني دا ګټه لري، چې موږ له خپل ټولنيز لاشعور سره پيوستوي او د پخواني مهال او مکان خوند ترې اخلو.
- ځاى(مکان):
موږ په خپله شاعرۍ کې داسې ډېرې بېلګې لرو، چې معلوم مکان ته يې اشاره کړې. د امير کروړ له وياړنې نيولې د اسعد سوري تر بوللې او د اسماعيل او خرښبون تر پاړکو پورې. موږ د ادب د ايجاد د مشخص مکان خبره نه کوو، چې ليکني او ګړني ادبيات پرې بېلېږي. موږ په يوه ادبي پنځونه کې مشخص مکان ته اشاره يادوو، چې د دروېش په شاعرۍ کې کمه ليدل کېږي.
د پوهانو په اند شاعري په ژبې، مکان او زمان پورې نه ده تړلې. د شاعرۍ خپلې ځانګړنې دي، شاعري په هره ژبه او هر ځاى کې شاعري وي او خپل کيف يې دى. د دروېش دې ټولګې ته چې ګورو، وينو،چې دا ناورينونه يې انساني او نړيوال دي. د هرې ټولنې انسان پکې خپله څېره ليداى شي؛ خو موږ په دې بختور يو، چې دا ناورينونه زموږ په ژبه دي او موږ ترې لومړى استفاده کولاى شو.
نور بيا…