جېنیفر لوپیز

تاند- نامتو امریکايي سندرغاړې جېنیفر لوپیز د یکشتبې په ورځ /سپټمبر۲۴/ د پورټوریکو توپان ځپلیو ته یو ملیون ډالره مرسته اعلان کړه.

۴۸ کلنه لوپیز، چې اصلاً د پورتوریکو ده، د دې مرستې په وسیله له خپل ابايي ټاټوبي سره مینه څرګنده کړه.

دې همداراز وویل چې په دې لټه کې ده چې په څه ډول له توپان ځپلیو سره لا ښه مرسته وکړي.

پورتوریکو د ایرما او ماریا په نومونو دوو توپانونو وځپله.

جېنیفر لوپیز وویل«نن پورتوریکو زموږ مرستې ته اړتیا لري، زه پر تاسو ږغ کوم چې د دې سیمې له اوسېدونکو سره مرسته وکړئ.»

دې دا څرګندونې په نیویارک کې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *