تاند- د پوستکي سرطان په نړۍ کې تر ټولو عام یا زیات سرطان دی.

یوازې په بریتانیا کې هر کال شاوخوا ۱۵ زره تنه د پوستکي په سرطان اخته کېږي او هر کال ۲۵۰۰ تنه په دې سرطان مري.

په دې ډول سرطان د اخته شویو کسانو د پاتې کېدو چانس تر نورو سرطانونو ډېر دی خو شرط دا دی چې ژر وپېژندل شي.

د بریتانیا د سرطاني ناروغیو د څېړنیزې ادارې د راپور له مخې د پوستکي د سرطان تر ټولو عامه نښه پر بدن خالونه یا د موجودو خالونو د رنګ بدلېدا ده.

ډېر خلک له دې خبر دي خو په دې نه پوهېږي چې څرنګه خالونه خطرناک دي.

ویدیو وګورئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *