د روان کال په وروستیو کې د سیمهییزو استخباراتی کړیو په لمسون د وسلهوالو مخالفینو بریدونو په زور
اخیستلو سره افغان امنیتی ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو کچه کې زیاتوالی راغلی، چې ډېره برخه یې افغان پولیسو ته متوجه ده.
د ملی امنیت ریاست او دفاع وزارت سرتېری لهدې امله تر یوه بریده خوندی دی، چې لومړی هغه په مستقیمه توګه په جګړو کې ښکېل نهدی او له دویمې ډلې سره په پوره اندازه مهمات او تجهیزات شته دی، چې کولای شی د وسلهوالو مخالفینو بریدونه په شا وتمبوی.
د تجهیزاتو نشتوالی سربېره د پولیسو په لیکو کې د مسلکی کسانو نه موجودیت هغه څه دی، چې د دوی پر مرګ ژوبلې اغېز درلودلای دی؛ خو لهدې ټولو سربېره د کورنیو چارو سرپرست وزیر د دغه زیاتوالی لاملونه د ځینو قومندانانو کمزوری مدیریت، په کشفی اورګانونو کې نه همغږی، د امنیتی ځواکونو غیر حاضری او استخباراتی اطلاعاتو ته نه پاملرنه په ګوته کړې ده. دغو ستونزو ته په کتو سره څو ټکی د پام وړ دی:
لومړی، معمولا تغییرات او مقررۍ پهدې موخه تر سره کېږی، څو نوی ګمارل شوی کس/کسان د خپل نوښت پر بنسټ د اصلاحاتو سربېره داسې یو میکانیزم رامنځته کړی، چې اړونده اداره له یوه لوری په ښه توګه پرمختګ وکړی او له بل لوری په ادارې کې د شته ستونزو له منځه وړلو په برخه کې کوټلی ګامونه پورته کړی. د کورنیو چارو سرپرست، چې له دې وړاندې له یوه کال څخه زیات د وزیر په توګه پهدغه وزارت کې پاتې شوی خپله اعتراف کوی، چې اصلی ستونزه د پ��لیسو په لیکو کې ده. دغه اعتراف د دې ښکارندویی کوی، چې نوموړی د تېر څه باندې یوه کال په اوږدو کې نهدی توانېدلی د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راولی. د اصلاحاتو نه راوستل، د ستونزو نه په ګوته کول او د حل په موخه یې نه اقدام د ښاغلی داوودزی وړتیا په برخه کې ګڼې پوښتنې راولاړوی. که وړتیا یې نه درلوده ولې د ولسمشر کرزی لهخوا د وزیر په توګه ولسی جرګې ته وړاندیز کړی شو؟ ولسی جرګې ولې ورته د باور رایه ورکړه؟ لهدې ور هاخوا کله چې پوه شو په کورنیو چارو وزارت کې ستونزې تر دې بریده دی، چې نوموړی یې د حل او کابو کولو توان نهلری، ولې په لومړیو کې دغه ستونزی، د ستونزو رامنځته کوونکی او د ده د کارونو پر وړاندې خنډ جوړونکی یې په ګوته نهکړل؟ لهدې ټولو نیمګړتیاوو سربېره ولې یې دا اخلاقی جرأت پیدا نهکړ، چې په مېړانې سره له دندې لاس پر سر شی، څو پر ځای یې وړ کس د دغه مهم او کلیدی وزارت چارې پرمخ یوسی.
دویم، د تجهیزاتو نشتوالی هغه څه دی، چې د پولیسو د مرګ ژوبلې په زیاتوالی کې اغېز درلودلای شی. تر ډېره بریده د کورنیو چارو وزارت چټک غبرګون، ځانګړیو ځواکونو او سرحدی پولیسو پرته نور ځواکونه په درنو وسلو سمبال نه دی. اصل هم، دا دی، چې پولیس دې په درنو وسلو سمبال نه وی؛ ځکه د پولیسو اصلی دنده له قانون څخه ساتنه ده؛ خو د هېواد اوسنیو حالاتو ته په کتو سره اړتیا دا ده، چې امنی پولیس (هغه پولیسو چې د امنیت ټینګښت او قانون پلی کولو دنده ور ترغاړه ده) په وسلو سمبال شی. دغه اړتیا په لېری پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې جدی ده. په لېری پرتو ولایتونو او ولسوالیو کې پراته پولیس د وسله والو مخالفینو له جدی ګواښونو سره مخ دی. په یو شمېر سیمو کې د ملی اردو ځواکونه د پولیسو مرستې ته نهشی رسېدلای، چې د پولیسو د مرګ ژوبلې لامل کېدای شی. د دغې برخې تر ټولو وروستۍ بېلګه په سرپل ولایت کې د شلو تنو پولیسو وژل دی.
د تېرو کلونو په اوږدو کې افغان حکومت په ځانګړی توګه د کورنیو چارو وزارت پهدې نهدی توانېدلی، چې افغان پولیسو په درنو وسلو سمبال کړی. همداراز د کورنیو چارو وزارت پهدې هم نهدی توانېدلی، څو پولیس خپلې اصلی دندې ته، چې له قانون څخه ملاتړ دی راوګرځوی. دغه چاره د دې لامل شوې، څو له یوه لوری په پراخه توګه د پولیسو مرګ ژوبله دوام ولری او له بل لوری پولیس له خپلې اصلی دندې څخه لېری پاتې شی.
درېیم، افغان سرتېری د دې خاورې بچیان دی، په وژلو یې یوه مور بوره، یوه مېرمنه کونډه، اولادونه یې یتیمان کېږی او کورنۍ او خپلوان یې د ویر پر ټغر کې کېنی. د دغه ټغر ټولېدل پهکار دی. افغان حکومت په ځانګړی توګه کورنیو چارو وزارت ته لازمه ده د افغان امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې کمښت او مخنیوی په موخه کوټلی ګامونه پورته کړی. باور دا دی، چې په لومړی ګام کې باید د کورنیو چارو وزارت په ګډون د ټولو امنیتی اورګانونو پر رهبریو جدی غور وشی. د وزارتونو په ټولو برخو کې په کار، پوه کسان پر دندو وګمارل شی. دویم ګام پولیسو ته د دوی د اصلی دندې سپارل دی.
د پولیسو دنده دا نهده، چې په جګړو کې ونډه ولری؛ بلکې باید له قانون څخه ساتنه وکړی، چې د یوه مشخص میکانیزم رامنځته کېدو لهلارې دغه کار تر سره کېدونکی برېښی. درېیم ګام، د پولیسو په لیکو کې د وسلهوالو مخالفینو له نفوذ څخه مخنیوی دی. په تېرو کې په وار وار داسې پېښې شوی، چې پولیس او په ټوله کې افغان ځواکونه د مخالفینو نفوذی کسانو لهخوا تر برید لاندې راغلی یا هم د بریدونو زمینه ورته برابره شوې ده. او بالاخره څلورم ګام، د استخباراتو پیاوړتیا ده، څو وشی کړی د بریدونو او ورانکاره کړنو له تر سره کېدو مخنیوی وکړی.