داسې اټکل کیږي چې اوسنې ډیرۍ جنګونه او شخړې د اقتصادي پیاوړتیا او لا ډیرو اقتصادي ګټو د لاسته راوړلو لپاره کېږي، د نړۍ هر هیواد تر خپلې وسعې د لا ډیرو اقتصادي ګټو د لاسته راوړلو په لټه کې دی هغه که ستر هیوادونه دي او که کوچني، هرومرو یې کوشش د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دی، ډیر لري به نه ځو څو لسیزي وړاندي به د روس اشغال ته وګرځو چې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې د منځنۍ اسیا تقریباً ټول هیوادونه د پښو لاندې کړل تر څو خپلې اوږد مهاله اقتصادي ګټې تضمین کړي، مونږ یې که هر قسم تحلیل کړو که ووایو چې د هند سمندرګې ته یې ځان رسولو د دي لپاره چې چین، پاکستان، هند او نورو هیوادونو ته پوسته واچوي او یا همدي ته ورته نور تحلیلونه وکړو آخري نتیجه به یې دا راووځي چې روس د خپلو اوږد مهاله اقتصادي او ستراتیژکو ګټو د تضمین په پار دا هر څه کول نو دروغ به نه وي، خو دا چې پایلې یې برعکس شوي دا نو په روس د تقدیر ستم وو، بیخې نږدي که راشو او افغانستان ته د امریکا راتګ وارزوو پایلې به یې بیا هم د اقتصادي ګټو لاسته راوړنه راووځي که نه لوستونکې دي د ۱۱ سپتمبر د واقعې څخه ۹ ورځې مخکینۍ خبراه چې امریکایې لیکوال اریک مارګولیس یې د امریکایې چارواکو لخوا داسې بیانوي  “ په منځنې ختیځ او اسلامي نړۍ کې د امریکا تسراتیژیکې او اقتصادي ګټې د فلسطین د غمیزي په واسطه چې پر امریکایانو او امریکایې ګټو باندې تروریستان حملي ته لمسوي، تهدیدیږي” د همدې خبرې څخه یې د امریکایې چارواکو د امریکا اقتصادي ګټو ته له حده ډیره ژمنتیا معلومولی شئ، همدارنګه په اوسنۍ نږدي تیرو شویو ولسمشریزو ټاکنو کې چې ولسمشرۍ ته نوماندې هیلري کلنټن وویل چې که زه چیرته ولسمشره شم “د امریکا معاف والی” په پرمخ یوسم او هم به نوی نړیوال اقتصادي نظام رامینځ ته کړم، که پام وکړو دا د اقتصادي استعمار او تسلط شفري اصطلاحات دي او یقین وکړئ که همدا هیلري بریالۍ شوی وی نو عزمي کوښښ او هڅه به یې د امریکا د اقتصاد پیاوړتیا وی، نو په همدې اساس مونږ په زغرده ویلی شو چې امریکا په نړۍ ورتپلۍ جنګ د امریکا د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره دی.

همدا راز که د پاکستان او افغانستان ترمینځ شخړو ته راوګرځو نو یو څرک داسي جوتیږي چې پاکستان کوښښ کوي چې خپلې اقتصادي ګټې تضمین کړي خو زما په فکر چې په وران مسیر روان دی، په دي کې هیڅ شک نشته چې په دوه اړخیزه شخړو کې دواړه ښکیل طرفونه متضرره کیږي خو یو کم او بل ډیر، نو په همدې اساس د افغانستان او پاکستان په شخړو او لانجو کې دواړه هیوادونه هم د سیاسي، هم د ټولنیزو او هم د اقتصادي اړخه متضرره کیږي.

سمه ده دا به ومنو چې افغانستان یو داسې هیواد دی چې په هر میدان کې د مشکلاتو سره لاس او ګریوان دی او د دنیا له هیڅ هیواد سره په دي وخت او شرائطو کې د ښکر اړمولو او ډغرې وهلو جوګه نه دی، که اقتصادي اړخ یې وګورو نو راته به جوته شي چې د افغانستان ډیری خلک د اولیه ضرورتونو(کور، خواړه، کالیو، درمل) څخه محروم دي، سیاسي، ټولنیز او امنیتي ستونزې هر یو یې له حساب وتلي ډیر دي نو ځکه خو دا توانایې نه لري چې په دي اساسو او حساسو شرائطو کې دي د چا سره تصادم ته زړه ښه کړي.

را به شو د پاکستان او افغانسان شخړو او لانجو ته چې زیان چا ته اوړي او څوک دي چې په دي قضیه کې ملامت دي، په دي ټول ښه خبر یو چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هیواد دی چې تقریباً ۲۴۰۰ کیلو میټره شریکه پوله ورسره لري، دین یې هم ورسره شریک دی ځکه پاکستان هم د یو اسلامي هیواد دعوه لري، ډیرۍ نور مشترکات هم ورسره لري خو متاسفأنه چې پاکستان د یو ورور او ګاونډي هیواد په څیر د رویې کولو څخه تښتې او د اوږدې مودې راپدیخوا خپل سیاست په جنګ د ګټلو ناکامه هڅه کوي، امنیت د اقتصادي پیاوړتیا لپاره اساسي شرط دی او دا چې څرنګه مي پورته ذکر وکړو چې افغانستان د اقتصادي لحاظه خورا ډیر کمزوری دی چې یو اساسي لامل یې بي امنیتي او جنګ دی چې ډیر مسؤلیت یې پاکستان ته راجع کیږي، ځکه پاکستان په ښکاره ډول په افغانستان کې بې امنۍ ته لمنه وهي او د یو ښه ګاونډي او ورور هیواد په څير د معاملې کولو څخه جدي ډډه کوي.

پورته مي ووئیل چې په شخړه کې دواړه ښکیلې خواوي د هر لحاظه متضرره کیږي خو کم او بل زیات نو همدغسې د پاکستان او افغانستان په شخړو کې هم د معمول سره سم دواړه هیوادونه متضرره کیږي، په دي هکله هر څوک خپل نظر لري چې په یادو هیوادونو کې کوم هیواد ډیر متضرره کیږي خو زه د څه خبرو په اساس دا نظر لرم چې د دواړو هیوادونو په شخړه کې پاکستان د افغانستان په پرتله ډیر متضرره کیږي.

غواړم یواځې په اقتصادي مجال کې د دواړو هیوادونو ضررونه په لنډ ډول مقایسه کړم تر څو دا دعوه چې پاکستان په اقتصادي ډګر کې د افغانستان په پرتله ډیر متضرره کیږي ثابته شي، دا صحیح ده چې افغانستان د اقتصادي اړخه تر ډیره په نورو متکې هیواد دی، خو که ووایم چې په وروستیو دوه نیمو کلونو کې چین، منځنۍ آسیا هیوادونو او ایران سره په سوداګریزو چارو کې پرمختګ او د افغانستان پر مخ د سوداګریزو لارو پرانیستل د افغان دولت لویه لاسته راوړنه ده نو مبالغه به نه وي، د قزاقستان څخه د غنمو د پیرلو تړون، د آقیني بندر فعالول، د چاه بهار بندر ته لار پیدا کول، د هند افغانستان او ایران تر مینځ دري اړخیزه تړون لاسلیکول او دي ته ورته نوري پروژې د افغانستان د اقتصاد د پیاوړي کولو ښې لارې چاري دي، له یوي اونۍ زیاته موده کیږي چې پاکستان خپلې لارې د افغانستان په مخ تړلي دي خو د دي سره سره د پخوا په نسبت دا ځل افغانستان د داسي مشکلاتو سره نه دی مخ چې عام خلک او سوداګر ورته ډیر په تشویش کې شي، دا ځکه چې افغانستان پورته ذکر شوي نوري متابدلې لارې هم لري چې کولی شي خپل ضرورتونه تر ډیره حده له هغې څخه پوره کړي، د پاکستان لارو بندولو یواځې او یواځې د کابل په بازارونو کې د سبزیو او ځینو میوو بیې لږ څه لوړې کړي دي خو سوداګر او دوکانداران یې دومره مهم نه ګڼې او هیله مند دي چې په نږدي راتلونکې کې به د افغانستان خپل کورنې سبزيجات ثمر ته ورسیږي او بازارونو ته به وړاندې شي، اوس په بازارونو کې د نورو ډیرو هیوادونو توکې هم تر سترګو کیږي چې د پاکستان ونډه پکښې ډیره کمه ده او د ډیری خلکو دا نظر دی چې د نورو هیوادونو د توکو هم کیفیت ښه دی او هم یې بیې مناسبې دي، په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ  ترینګلو اړیکو سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي دي ځکه په تیرو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ سوداګریزې راکړې ورکړې تر دري ملیاردو ډالرو رسیدلي چې اوس دا اندازه ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوي ده، پاکستان د لارو په تړلو ځکه ډیر تاوانې کیږي چې اوس وخت دی چې د پاکستان تازه میوې او ترکارۍ منځنۍ اسیا هیوادونو ته ولیږدول شي خو پولې د بندیدو له امله دا کار تر اوسه ځنډیدلی دی او که دا چاره هم داسې روانه وي نو پاکستان به د لوی اقتصادي ناورین سره مخ شي.

نو د پورته ټولو خبرو په اساس دا نتیجه تر لاسه کوو چې روانه شخړه او ترینګلتیا کې پاکستان د افغانستان په پرتله د اقتصادي لحاظه ډیر متضرره شوی دی، لنډه دا چې اټکل داسې کیږي چې په ۱۰۰٪ کې ۸۰٪ فیصده پاکستان او ۲۰٪ فیصده افغانستان زیانمن شوی دی.

په دي هیله چې پاکستان ځان د یو ښه ګاونډي په ثاپتولو سره د خپل جنګې سیاست څخه لاس په سر او د ګران هیواد افغانستان او سیمې هیوادونو په رغونه کې خپل رول ولوبوي.

سرلوړۍ دي وي ګران هیواد افغانستان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *