د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل

خبریال: ځايي امنيتي مسؤلان وايي، له هغو کسانو څخه څارنوالي پوښتنې او ګروېږنې کوي چې د پوليسو د معاشونو په ورکړه کې يې درغلي کړې ده.

دوی وايي، د ستونزې د حل لپاره يې په ليرې پرتو سيمو کې د پوليسو معاشونه د يو پلان له مخې ويشل کيږي.

د هلمند امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل وايي، له يوې مياشتې راهيسې په سنګين او مارجې ولسواليو کې د پوليسو تنخواوې د يو پلاوي لخوا په سيمه کې ويشل کيږي.

هغه وايي، دا کار يې وروسته له هغه وکړ چې رسنيو د پوليسو د تنخواګانو په برخه کې د درغليو پرده پورته کړه.

 نبي جان ملاخيل وايي، د پوليسو له معاشاتو هغه اوه مليونه افغانۍ پاتې شوي چې پوليس يې غير حاضرو، او پاتې پيسې شخصي جيبونو ته لويدلي دي.

د هلمند امنیه قوماندان وويل: ((موږ له کله چې تاسو رسنیو له درغلیو پرده پورته کړه او و مو ویل چی په دې ولایت کې د پولیسو په معاشونو کې درغلي کیږي نو یو پلاوی مو وټاکه او اوس الحمدالله شاو خوا ملیونونه افغانۍ مو راټولې کړې چې د خلګو جیبونو ته لویدلې خو یو شمیر کسان مو څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي.))

 امنيه قومندان وايي، د پوليسو د تنخواګانو د درغليو په برخه کې به د هلمند په ټولو ولسواليو کې څېړنې ترسره کړي، او له درغلي کوونکو سره به قانوني کړنه وشي.

نوموړي زياته کړه، هغه پوليس چې په ليرې پرتو سيمو کې دندې اجرا کوي، په دې خاطر په سيمه کې تنخواګانې ورکول کيږي چې دوی بانکونو ته په خپل وخت نه شي ورتلی.

د امنيتي مسؤلانو په وينا هلمند کې دا مهال ۱۰۰۰۰ زره پوليس دنده ترسره کوي چې له ډلې يې ۷۰۰۰ ملي پوليس  او پاتې يې سيمه ييز پوليس دي.

د پوليسو په تنخوا ګانو کې په داسې حال کې د درغلۍ خبرې کيږي چې له سنګين ولسوالۍ ډېری پوليسو شکايت کاوه چې دوی ته پر خپل وخت تنخواوې نه ورکول کيږي.

One thought on “د پوليسو له تنخواګانو هلمند کې مليونه افغانۍ شخصي جيبونو ته لوېدلي”
  1. وزير صاحب داخله !!
    احترامانه بشنهاد لرم .
    دا دفسق او فساد أودّ اختلاس يوه نمونه ده جه رسواي راميدان ته شوه او به دي كري كي دير منصوبين قدمه دار ونده لري .
    كه جيري دباك دامنو مسطنتقينو له خوا بر رسي شي.تول مو ضوعات أفشا كيزي به نتيجه كي به وزارت داخله دفسق او فساد خخه باكه او د مفسيدونو لمن به هم دوزارت داخلي خخه توله دا به ستا دكار لويه بريا وي اومونز به درباندي ويارو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *