طالبانو د روژه ماتې په مهال پر پولیسو حمله وکړه

لویې څارنوالۍ د کورنیو چارو وزارت په میلیوني فساد کې تورن سوداګر حاجي رسا خوشې کړی دی.
د شجاع ابدره شرکت مشر حاجي رسا چې له تېرو ۱۵ کالو راهیسې د داخله وزارت تر ټولو لوی قراردادي وو، پولیسو ته د غوښې رسولو قرارداد کې د وزارت له ۲۲ نورو کارمندانو سره د ۶۰۰ میلیونه افغانیو په فساد کې نیول شوی او دوسیه یې تېره اوونۍ لویې څارنوالۍ ته ولاړه.
خو اوس لویه څارنوالي وایي، حاجي رسا یې په ضمانت خوشې کړی دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي رسنیو ته ویلي دا کار ځکه شوی چې د رسا د دوسیې څېړونکي څارنوال غوښتنه وه تر څو هغه خوشې شي او د هغه په اړه هر اړخیز تحقیقات بشپړ کړای شي.
په ملیوني فساد د تورن حاجي رسا خوشې کېدا ګڼې پوښتنې پارولې دي، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي بیا وایي، د هغه خوشې کېدل د هغه د برائت په معنا نه دي، بلکې د هغه په دوسیه کې به ځینو پرمختګونو ته لاره اواره کړي.

2 thoughts on “د پولیسو د غوښو غل، لویې څارنوالۍ خوشې کړ”
  1. د عجب مملکت او مشرانو خاوندان یو،، یعنی دلته چی په هر څومره لویه پیمانه غلا وکړی همدومر ه محفوظه او صاحب د ځای او جلال وی خدای خبر دی چی رسا غله به پرته له غلا څومره د خرو غوښی په پولیسو خوړلی وی خو بیا هم د مفسدینو له خواه خوښی لدی کبله چی شان او شوکت یی خراب نسی په زرهی لنډ کروزر کښی به تحقیق ته ځی او په آخر کښی به سری سترګی با په دوبی کښی او یا هم په ترکیه کښی ناست وی. هغه غریب هلک چی په پیاده رو یی د مجبوری او یا هم د مستی موبایل پټ کړی وی په پلچرخی کښی اوسی او هم د فاسدو څارنوالانو په قلم سل نورتورونه هم پری ولګیږی زما په نظر تر څو چی دا د نظار ډله وی په افغانستان کښی قانون نه تدبقیږی.

  2. هره غلا اوخیانت،کبیره ګناه ده خو د امنیتی قواوو که هغه ملی اردو،پولیس،هوایی قواوی ،امنیت او نورو سره خیانت علاوه پر دنائت او دون همتی دا هم ثابتوی چی دا خلک د دیوس او کتلیست رول او خمیره کی مایه لری او د امریکایی سناتور خبره لکه پنجابی په ۵۰ ډالره خيله مور او ښځه هم خرڅوی او ددی غلو د پاره هر ډول سازش او واسطه دا مؤمن ملت یی نه منی که هغه کولابی مجاهد، دجهادغل او که قهرمان کمونست وی ټول غله او دی ملت ته مصیبت او لاسونه یی باید پری شی دا د الله خالق کائنات فیصله ده او هیڅ حمار خان نشی کولی تر الله مهربان او ښه فیصله کوونکی وی او بله عقیده غیر لدی حماقت او جهالت دی نو که حکام غواړی چی ملت آرام او معزز شی او مشکلات حل او صلح حاکم وی نو په بماانزل الله باید حکم وشی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *