د کورنیو چارو وزارت د لوژستیک او مالي ریاستونو ۲۳ تنه کارکوونکي او د یوه خصوصي شرکت مسوول حاجي رسا چې د پولیسو د ۶۰۰ میلیونه افغانیو اعاشې په اختلاس کې یې لاس درلود؛ نیول شوي او همداراز د کورنیو چارو وزارت تأمیناتي مرستیال او د لوژستیک او مالي ریاستونه رییسان ممنوع الخروج شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې حاجي رسا چې د کورنیو چارو وزارت د یوه قرارداد مسوول دی، ۹ تنه د لوژستیک د عمومي ریاست کارکوونکي او ۱۳ تنه د مالي عمومي ریاست کارکوونکي شامل دي. دوی د پولیسو د ۱۳۹۷ مالي کال د غوښې په یوه قرارداد کې د اختلاس له امله چې د ۱۰ ولایتونو لپاره ځانګړی شوی و، د مسلکي او اوپراتیفي فعالیت څخه وروسته له اسنادو او شواهدو سره ونیول شول. د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د تورنو کسانو د قضیو د جدي پلټنې او ارزونې دستور ورکړی او د پلټنو تر بشپړېدو وروسته به یې قضیې عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
ژوندی دی وي غنی! امړه دې وی داسی مفسدین!ا