تاند- ساینسپوهانو د امریکا په سانفرانسیسکو کې داسي ټکنالوژۍ ته وده ورکړې چې د پولیس د وسلې په اړه معلومات ورکوي.
دا ټکنالوژي ښيي چې د پولیس له چنټې وسله کله ایستل شوې، کله پرې ډز شوی، کوم لور ته ډز شوی او اوس چیري ده.
ساینسپوهان وايي چې دا اختراع به له پولیسو سره مرسته وکړي چې سرتېري یې چیري له ستونزې سره مخامخ دي.
دا ټکنالوژي پر انترنیټ اتکا کوي او یوې کوچنۍ وسیلې ته اړتیا لري چې د پولیسو د وسلو په قبضې کې ځای پر ځای کېږي. دا کوچنۍ اله د پولیس له سمارټ یا لمسي ټېلفون سره وصل کېږي.