تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: ولسمشر غني نن د جنرال عبدالرازق د لومړي تلین په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د افغانستان د پولیسو روزنیزه اکاډمي د ستر جنرال عبدالرازق په نوم کړه.

ولسمشر غني  نن د لویې جرګې په خیمه کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې جنرال رازق یو وطندوست او ټولو خلکو په زړه کې کې اوسېدونکی سرتېری یاد کړ او زیاته یې کړه د جنرال رازق د ترسره کړیو کارنامو په پاس د افغانستان د پولیسو اکاډمي د هغه په نوم نوموي.

دې غونډې ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ورغلی و او نورو ګڼو سیاستوالو هم په کې ګډون کړی و.

 جنرال عبدالرازق یو کال وړاندې د میزان په ۲۶مه په داسې حال کې چې له ناټو قومندان سره له غونډې راووت، د پخواني والي د یو ساتونکي په برید کې ترور شو.

 که څه هم د جنرال رازق د وژنې پړه طالبانو پر غاړه واخیسته خو افغان حکومت اعلان وکړ چې پاکستان د جنرال رازق په وژلو کې مستقیم لاس درلود او برید په چمن کې پلان شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *