هرکله چې د ولس په ارزښتونو ملنډې ووهل شي حتمي ده چې غبرګونونه به لري کلونه، کلونه په هیواد کې د فساد د ډیریدو چیغې وهل کیږي ورسره په خوا کې دولت د نا امنیو د ډیریدو پیښې ګواښي فساد په افغانستان کې د نا امنیو تر ټولو لوی لامل ګڼل کیږي.
هغه څه چې ولسي مسولیت ګڼل کیږي ځکه یې دعمل ډګر کم رنګ دی چې دولس غوښتنې نه پرځای کیږي کله چې یوه اداره ترستونې په فساد کې ډوبه وي خلک نهیلي کیږي او بس هرڅوک وايي چې ستا خپله زما خپله، که قاضي بډې خور وي دحق پریکړې به په چا کیږي که حاکم غافل وي فاسد وي نو بیا به شکایت چاته کیږي دغه حالت ټیکاو ړنګ کړی نظام یې بې باوره کړی اوس هغه د چا خبره دملا صیب په خوله هم څوک پیز نه خوري ځکه ویل او عمل یې سره په واټن کې دي مقتدي ته وايي سمه شه او په خپله کوږ ګرځي
پر افغان ولس ډیرې فتواوې ناحقه ورکول کیږي د دې توپیر نه کیږي چې دلته ولس ملامت دی او که چورواکي صاحبان؟
پرموږ دې دفتواو په برخه کې چاڼ وشي افغان ولس ته دې په غاړه تهمتونه نه اچول کیږي.
حیرانوونکې دا ده چې زموږ د میلمنو توپیر هم سم نه کیږي طالبانو به ویل چې اسامه د افغانانو میلمه دی او شته نظام د نړۍ ټول راغلي دافغانانو میلمانه بولي دا هیڅکله د منلو نه ده هرڅوک د خپلو میلمنو مسول دی هر څوک دی خپل میلمه دټولو نه ګڼي میلمه په افغاني کولتور کې د ډیر درنښت وړ دی خو دمیلمه اصول او ناسته پاسته ځانګړې وي دنړۍ راغلي پوځیان دهغو میلمانه دي چې شتمن کړي یې دي له یوې درې په ټول هیواد واکمن کړل درتبو خاوندان یې کړه د دغو ډلو میلمنو ولس ته شتمني نه ده ورکړې جګړه یې راوړې ،چورلکو یې له خوبه ویستلې ، دتوپونو غږ یې دماشومانو غوږونه ورکاڼه کړي او خپلو بړیڅو ته یې داسې ودانۍ جوړې کړي چې دبې وسه ولس وس پرې نه کیږي او له ناچارۍ یې خپلې جونګړې یې دمحلونو خاوندانو ته پریښي دمقاومت دخاوندانو بچیان یې دنړۍ پوهنتونونو ته لیږلي د ناچاره ولس بچي خپل ښونځي ته هم په ډاډه زړه نه شي تللی
خبره دپولیسو دمیلمنو ده دکابل په ښار کې دتیرو څو کلونو راهسې دفاحشو ښځو دمرکزونو ویل کیږي او څو وري د چینايي فاحشو دمرکزنو او سوداګریو کیسې رسوا شوې خو په ښار کې د چینايي فاحشو وروستۍ پیښې چې یو شمیر پکې ووژل شوې خبره بیا په ډاګه کړه ویل کیږي چې دا ډول سود سودا دهغو شتمنو پرمټ کیږي چې دښار واک او ځواک ورسره دی وسلې لري او سړي لري خو په پولیسو هم دګومان لوی څادر را خور دی جنايي پولیس ،دنشي توکو سره دمبارزې پولیس ، دعامه نظم پولیس د برجسته اشخاصو دساتنې پولیس نږدې هر رنجر موټر دیو ه پولیسي ځواک نوم په خپله څنډه لیکلی په دومره شمیر کې دا ځواک څنګه نه شي توانیدلی چې فاحش مرکزونه په نښه کړي او ويي تړي ؟
دا پوښتنه به هم له ډیرو سره وي چې که پولیس خبر نه دي نا خبر هم نه دي لکه څنګه چې په نورو مسایلو کې پر پولیسو دبډو اخستو تور دی دلته هم داشک بې ځایه نه دی دقاچاق او نورو ناقانونیو په برخه کې دپولیسو ملګرتیا یادیږي نو خامخا به له دغو فاحشو بهرنیو ښځو سره هم د دوئ انډیوالي وي
دغه پیښې دهیواد نوم ته څومره زیان واړوه که څه هم دغه ډیر دودونه له ګاونډي هیواده پاکستانه رنګ اخلي او په دغه هیواد کې دیوه رپوټ په استناد دروژې په مبارکه میاشت کې هم سلګونه فاحش مرکزونه په کار لګیاو و دهمدغه هیواد ممبر چلونکې چې دخپل وطن دا ډول پیښې ښې نه شی کتلی افغانستان خو ورته دویناو تر ټولو ښه موضوع ده ولې دغو خلکو ته په لوي لاس د داسې فتواو وخت ورکوئ له دې هاخوا چیني رسنیو په افغانستان کې ددغو فاحشو په اړه لومړني رپوټونه داسې ورکړل چې ګوندې پیښه سیاسي ده ښايي دغه خبر دا هیواد دناامنیو په کتار کې په یوه بله شمیره کې ورځای کړی حال دا چې فاحشې دخپلو بدنونو دغړو دسوداګرۍ سیاست پرمخ وړه هغه سیاست چې د دې وطن له جامې سره کاملا په دښمنۍ کې دی.
نوباید څرګنده شي چې وژل شوې چینایانې دپولیسو میلمنې وې نه دافغانانو او دولت که دمسولیت احساس کوي د دغو فاحشو مست کوربانه دې له ګریوانه ونیسي کنه نو ډیرې داسې کیسې راټولې شوي چې ولس به اړ کړي دولت له ګریوانه ونیسي.
نظامي صیب ستا ولې په خېټه درد دی. دا خو پوره وطن دی، یو به ملا وي بل به عابد او زاهد وي بل به زاني وي بل به مفعول وي. خبره دا ده چې دغه ډول مسایلو ته بیا د مطبوعاتي پرداز څه ضرورت دی؟ ۱۷ که ۲۰ پنجابیان په روزه کې په شرابو باندې مردار شول، تا پرې څه ولیکل؟ په حرا منډيي کې هره ورځ نه هر ساعت او هره دقیقه لسګونه ښځې بې عفته کیږي، په وطن کې دې خلک له لوږې مري آیا پرې څه ولیکل؟ د خدای له پاره دا خپل وطن په زوره مه بدناموئ. خو چینایي وې او که مغولي فاحشې وې راغلې وې، … یې ورکاوه او مړې شوې. له مړه سره نور غرض نه دی په کار او په ژوندیو یې پرده اچول دي. د خدای پیغمبر وایي چې چا د یوه مسلمان ستر وکړ، الله تعالی به د هغه ستر په دنیا او آخرت کې وکړي.
د لیکنې عنوان ډیر نهیلی کونکی دی
زړه مې په درزا شو چې بیا ددغه غریبې خاورې غریب زوی څه ګل کرلي دینه.
لیکونکیه وروره
د افغانستان د حکومت/دولت د قانون او بیا د هغه د پلي کونکو د صلاحیت ترمنځ ډیر واټن دی چې دا پیښه ېې یوه بیلګه ده. زموږ په قانون کې شراب او د هغې هر ډول راکړه ورکړه یا لیږد را لیږد منع دی، خو ګورو چې په لویو ښارونو کې شراب ورځ تر بلې رواج کیږي او خلک ېې په آسانۍ ترلاسه کولی شي.
ډیر خله پولیس پدې پوهیږي او یا ېې څرک لګولی شي، خو ددې حق او صلاحیت نلري چې خپل غږ پورته کړي. دا ځنې پیښې چې را پور ورکول کیږي هغه هم د یو پلان له مخې دي نه د پولیسو د پوره اختیار او پدې برخه کې د جدي برخورد.
دا وړې خبرې دي، خدای د زموږ هیواد له لویو ناخوالو وساتي چې بیا د وینو سیلاب زموږ جونګړې را ته سرې نکړي.