تاند- راپورونه وايي چې افغان پولیسو د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې پر عامو خلکو ډزې کړي او لږترلږه ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په قرقین ولسوالۍ کې د پېښې شاهدانو وویل چې پولیسو نن د ماسپښین شاوخوا یوه بجه وروسته له دې پر خلکو ډزې وکړې چې هغوی د اعتراض په دود مظاهره وکړه.
د پولیسو په ډزو څلور ملکیان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې خلکو ولي اعتراض کړی وو او پولیسو ولي پر مظاهره چیانو ډزې کړي دي.
د جوزجان چارواکو تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
خبر دنقشې سره مطابقت نه لری، جوزجان دافغانستان به شمال کې موقعت لری خو په نقشه هلمند ښودل شوی۰