دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د پکتیکا مرستیال والي عطا الله فضلي د پولیو د کاري او تخنیکي کمېټې په غونډه کې کړې.
یاده غونډه د مرستیال والي عطاالله فضلي په مشرۍ جوړه شوه چې پکې د عامې روغتیا مسولینو، دروغتیا په برخه کې د اړونده مؤسسې او ادارو استازو ګډون درلود.
د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي د پولیو یا ګوزڼ د خطرناکې ناروغۍ په هکله د عامه پوهاوي په ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تر هر څه د مخه باید د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ او چټک شي.
دده په خبره، لکه څنګه چې یې پخوا په یاده برخه کې خپلې هڅې ترسره کړي په راتلوونکي کې به هم په ټول توان همدا هڅه کوي چې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ټولو سیمو ته ورسوي او ټول له پنځو کالونو کم عمره ماشومان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.
نوموړي اړونده مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې خپل ورسپارل شوې مسؤلیتونه په پوره چټکۍ او دقت ترسره کړي.
د غونډې په ترڅ کې د راتلوونکي کمپاین په پلان هر اړخیزې خبرې وشوې او د هرې ولسوالۍ په کچه د پلان او کمېټی په برخو کې یو لړ تصمیمونه ونیول شول ، چې په عملی کیدو سره به یی هیڅ ماشوم د واکسین څخه پاتې نه شي.
ټاکل شوې په ۲۰۱۷ کال کې د پکتیکا په کچه څلورم کمپاین د روان کال د حمل میاشتې په ۲۸ پیل او د ثور تر لومړۍ نېټې دوام وکړي.
ددغه کمپاین په ترڅ کې به (۱۹۷۸۶۷) له پنځو کالونو کم عمره ماشومان واکسین شي.
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر