پوهاند رحیم الهام

پوهندوی آصف بهاند  

پوهاند محمد رحیم الهام د افغانستان د علمي کړیو، یو وتلی او منلی علمي شخصیت او د کلمي په ریښتینې مانا یو پوهاند او استاد و. استاد الهام له نن نه پنځلس کاله مخکې د غربت په چاپیریال کې د ۲۰۰۳ کال د اپریل په دریمه په امریکا کې، د اویاوو کلونو په عمر مړ شو.

د الهام د ژوند لیک په باب هغومره چې ښايي خبرې نه دي شوي، دا چې ولې، هغه هم ځانته دلایل لري. د همدې دلیل له مخې زه دلته د ده د بیوګرفي په اړوند څه زړې او نوې خبرې لرم، چې لوستونکو ته به بې ګټې نه وي:

الهام زما له پاره خیالي، نا لیدلی داسې څوک نه دی چې ما د بل چا له خولې او قلم نه پیژندلی وي. ما مخامخ پیژندګلوي ورسره درلوده، دواړه د یوې علمي موسسې غړي وو، یو ځای مې علمي فرهنګي کار ور سره کړی دی، په ټولګي کې د غیر رسمي اسیستانت په ډول ورته ناست یم، له ټولو لیکلو کتابونو، اشعارو او مقالو نه یې مستفید شوی یم او تر ټولو مهمه دا چې د شپیتمې لسیزې په پیل کې د کابل پوهنتون د علمي نشراتي ارګان (اجتماعي علوم) په مجله کې، کله چې دی مسول مدیر و، ما یې څو کاله د مرستیال په توګه دنده ور سره تر سره کړې ده.

د پوهاند الهام علمي سویه په دوو ځایونو کې ما ته ښه جوته شوه:

۱ــ کله چې ده د کابل پوهنتون د ژور نالیزم په پوهنځي کې د «هنري نقد» تدریس کاوه، زه به د غیر رسمي اسیستانت په توګه، خاص د ده د لکچرونو د اوریدو له پاره ورسره تلم،

۲ــ د «اجتماعي علوم» مجلې په دفتر کې د کار په وخت کې چې د کابل پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو څخه د خپریدو له پاره د استادانو راغلې علمي مقالې به مو له نظره تیرولې.

په رښتیا سره په همدې دوو ځایونو کې ما له پوهاند الهام نه دومره ډیر څه زده کړل چې تر اوسه هم په علمي مسایلو او څیړنو کې زما د لارې د څراغ حثیت لري.

په ژورنالیزم پوهنځي کې د «هنري نقد» مضمون لکچرونوکې ما ډیر څه زده کړل چې له هغو نه په استفادې سره مې د خپل یو درسي کتاب (د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې منظوم متون، ګستتنر چاپ) په مقدمه کې، «د متن د تدریس اصول» تر سر لیک لاندې د شلو مخونو په اندازه، د متن د تدریس لارښود ولیکه او په پای کې مې د مآخذ پر ځای کې د امانت دارۍ د ساتلو په موخه ولیکل چې: د دې کرښو په لیکلو کې مې د پوهاند رحیم الهام له مخامخ لکچرونو او د مجلې په دفتر کې د مقالو د لوستلو او تصحح په وخت کې د ده له توضیحاتو نه استفاده کړې ده.

د پوهاند الهام د بیوګرافي په باب باید و وایم چې ښايي پخوا هم خپره شوې وي، خو ما د ده بیوګرافي د لومړي ځل له پاره د استاد عبدالروف بینوا په «اوسني لیکوال» کې ولیدله. په اوسني لیکوال کې د الهام د بیوګراُۍ مهم ټکي دا دي:

ــ رحیم الهام د فضل الدین زوی، په خټه مومند پښتون دی،

ــ د کابل په ریشخور نومي کلي کې په ۱۳۱۰ هجري شمسي کال زیږدلی دی،

ــ مروجه دیني زدکړې یې له محلي استادانو نه زده کړي دي،

ــ په ۱۳۳۲ کې یې له غازي لیسې د بکلوریا او په ۱۳۳۵ کال کې یې له ادبیاتو پوهنځي څخه د لیسانس سندونه واخستل او له فراغت وروسته په علمي کدر کې ومنل شو.

ــ په ۱۳۳۶ کې د وږمې مجلې مدیر شو او په ۱۳۴۵ کال کې د مساوات اخبار چلونکی شو،

ــ امریکا ته د لوړو زدکړو له پاره لاړ او په ۱۹۶۴ ع کال یې دامریکا له مشیګن پوهنتون نه د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ.

ــ د مشیګن پوهنتون د انګلیسي ژبې د موسسې له خوا یې، د انګلیسي ژبې د تخصص سند هم تر لاسه کړ.

(د ډیرو مالوماتو له پاره وګورئ: بینوا عبداروف، اوسني لیکوال بشپړ متن، ترتیب او زیاتونې: مطیع الله روهیال، علامه رشاد خپرندویه ټولنه، کندهار، ۱۳۸۸/۲۰۰۹ کال، ۱۱۶ او ۱۱۷ مخونه)

تر هغه ځایه چې زه مالومات لرم پوهاند رحیم الهام دوې ډګریانې در لودلې چې یوه یې په ادبي نقد کې وه او بله یې په ژبپوهنه کې او په دې دواړو برخو کې یې ګڼ شمیر مقالې او آثار لیکلي او خپاره کړي دي. وروسته یې بیا د ډوکتورا سند هم تر لاسه کړ چې په خپل وروستي اثر(لنډۍ ها) کې یې لیکلي دي:

«پوهاند ډاکتر رحیم الهام»

یو ځلې مې د فیسبوک په یوه پاڼه کې هم د استاد الهام یوه بیوګرافي له نظره تیره شوه چې د هغې بیوګرافي ځینې مهم هغه ټکي چې په اوسني لیکوال کې نه شته، دا دي:

ــ د شپږو میاشتو له پاره یې د انګلیسي ژبې د زدکړو له پاره هند ته سفر وکړ،

ــ په ۱۳۶۵ کال کې د یوه کال له پاره د دري ژبې د تدریس له پاره د اوماها پوهنتون ته تللی،

ــ استاد الهام په پښتو، دري او انګلیسي ژبو باندې ۱۷۰ اثار او مقالې لیکلي او ژباړلي دي،

ــ په ۱۹۸۹ کال یې په تاجکستان هیواد کې د ژبپوهنې څانګه کې د دکتورا سند تر لاس کړ،

ــ په ۱۹۹۲ کال کې د جګړو په اثر وطن پریښود، پيښور ته لاړ او هلته د آزاد افغانستان د «وفا» مسول مدیر شو،

ــ او د وفا د مدیریت تر څنګ یې د (جی. تی. زید بیفایر) د موسسې د درسي کتابونو د نشراتو مدیریت هم ور له غاړې و،

ــ په پاکستان کې د خپلو لیکنو، اشعارو او انتریو ګانو په ترڅ کې د ویلو خبرو پر بنا، د پاکستان دولت له هغه هیواد نه بیرته افغانستان ته ولیږه او د ډیرو کړاونو له زغملو وروسته، له خپلې کورنۍ سره امریکا ته مهاجر شو،

ــ د دریو مهمو علمي او سیاسي خپرونو مسول پاتې شوی دی:

۱ــ وږمه (مجله، د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې خپرونه)،

۲ــ مساوات (جریده)،

۳ــ اجتماعي علوم (مجله، د کابل پوهنتون علمي څیړنیزه خپرونه).

ــ الهام خپل وطن، ژبو ادبیاتو او وطن ته له نیمې پیړۍ خدمت نه وروسته د ۲۰۰۳ کال د اپریل په دریمه نیټه ومړ او جنازه یې افغانستان ته ولیږدول شوه.

د پوهاند الهام په ژوند لیک او تر سره کړو سیاسي او علمي کارونو باندې ډیری فرهنګیان پټه خوله دي، دومره چې باید، څوک څه نه وايي او نه یې لیکي چې دا د ده په حق کې یوه جفا ده.

ما کله چې د «لنډۍ ها» ټولگه تر لاسه کړه، لږ شانتې مې د ده پر بیوگرافۍ او علمي شخصیت باندې خبرې وکړې. زما دا مقاله د ۲۰۱۵ ام کال د لسمې میاشتې په ۲۸ مه نیټه په میډیا کې خپره شوه.

بیا زما په غبرگون کې ښاغلي زمری کاسي هم د «مرحوم رحیم الهام شاعر شهیر وطن» تر سر لیک لاندې یوه غنیمت مقاله ولیکله. کاسي صاحب په دې مقاله کې د پوهاند الهام د علمي شخصیت په باب او له هغه سره په خپلو ځینو خاطراتو باندې غږیدلی دی چې د قدر وړ او لومړي لاس مالومات په کې خوندي شوي دي.

پوهاند الهام د فرهنګي ژوند ډیره برخه په پوهنتون کې تیره کړه. د ده نوم او ژوند د پوهنتون له نامه او چاپیریال سره غوټه شوی و، دا چې په پوهنتون کې څنګه پر الهام دایره تنګه کړای شوه، دی څنګه اړ کړای شو چې پوهنتون پریږي او د افغانستان د علومو اکادیمۍ ته لاړ شي، دا هم جلا داستان او دلایل لري چې په خپل وخت کې ښايي ولیکل شي.

کوم کار چې ښاغلي پوهاند الهام د لنډیو په باب کړیدی، دا کار د استاد بینوا د لنډیو هغه کار ته ورته دی چې د استاد عبدالروف بینوا په زیار، لومړی چاپ: ۱۳۳۷ ل، کال کې چاپ شوه او بیا د اړتیا له مخې په ۱۳۸۷ ل کال کې د دویم ځل له پاره چاپ او خپره شوه چې ما د لنډیو د مقالو په دریمه برخه کې خبرې پرې کړې دي.  

الهام صاحب هم لکه استاد بینوا لومړی د لنډۍ پښتو متن، بیا یې دري ژباړه راوړې ده، خو د استاد بینوا له کار سره یې تو پیر دا دی چې بینوا لومړی د لنډۍ پښتو متن، بیا دري ژباړه او بیا انګلیسي ژباړه راوړې ده؛ خو الهام صاحب یوازې د لنډۍ پښتو متن او ورپسې دري ژباړه ایښې ده. په دواړو مجموعوکې له هرې لنډۍ سره داسې رسم شوي انځورونه هم راوړل شوي دي چې هر انځور د لنډۍ محتوی هم څرګندوي.

تر هغه ځایه چې زه پوهاند الهام پیژنم، ده د خپلو فرهنګي کارونو په لړ کې د لنډیو د دې ټولګې له برابرولو او چاپولو نه سوا نور ډیر مهم کارونونه او پروګرامونه درلودل چې باید د ادبي نقد او ژبپوهنې په برخه کې یې کړي وای. دا چې ده ولې د دې ټولکې را ټولولو، په دري ژبه باندې ژباړلو او بیا چاپ ته خپل قیمتي وخت وقف کړ، ده په خپله د دې ټولګې په مقدمه کې اشاره ورته کړې ده چې د اوږد والي له پاره یې دلته نه را نقلوم. لنډیز یې داسې دی چې په تاجکستان کې کوم تن افغانستان پیژندونکي چې دادا جان عابدي نومیده د افغانستان په فولکلور باندې کار کړی و، چې یوه برخه یې پښتو لنډۍ وې او هغه سړي ته کوم دریم ګړي لنډۍ په دري ژبه باندې ژباړلې وې. دادا جان عابدي د افغانستان د فولکلور په برخه د کړي کار د لنډیو برخه الهام ته د اصلاح له پاره ورکړې وه. څنګه چې د هغه ژباړه نا سمه وه، نو الهام له سره ور ته ناست دی او د هغې مجموعې ځینې لنډۍ یې په دري ژبه ژباړلې دي.

(د لنډۍ ها د دري مقدمې ج ــ د مخونه)

که په افغانستان کې د ټوپکي شپیلۍ د سُر کیدو په پایله کې لویه غمیزه او ناورین نه وای رامنځ ته شوی، نو پوهاند الهام به د خپلو ځیـړنو په پایله کې ډیر علمي آثار خپلو شاگردانو او علمي کړیو ته وړاندې کړي وای او ډیر نور شاگردان به یې روزلي وای؛ خو افسوس چې هر څه په اوبو لاهو او د جهالت او جگړې د اور خوراک شول.

د پوهاند الهام اروا دې ښاده وي،

یاد یې تلپاتې!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *