محمد اصف احمدزی
د کابل ښار د شهرنو د “کابل سټار هوټل“ په تالار کې ګڼ شمېر سياستوال، استادان، څېړونکي او فرهنګيان راټول شوي وو، د ١٣٩٦هـ ش کال د حوت د مياشتې د ٧مې نېټې د سهار فيکس لس نيمې بجې وې، چې تالار ته د افغانستان مخکينى ولسمشر حامد کرزى راننوت او له څو تنو سره تر روغبړ کولو وروسته، په خپل ټاکلي ځاى کې کښېناست. له دې سره هممهاله د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون سټېج ته راغى او غونډه يې د حماسي شعر په ويلو سره پيل کړه او بيا يې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د هېواد پياوړي قاري، استاد برکت الله سليم ته د تلاوت کولو بلنه ورکړه. ورپسې ملي سرود وغږول شو او وروسته د حامد کرزي بنسټ اجرائيوي مشر دوکتور رنګين دادفر سپنتا ته د خبرو کولو لپاره بلنه ورکړل شوه.

نوموړي د دې بنسټ په اړه د معلوماتو په ورکولو سربېره، پوهاند عبدالاحمد جاويد يو علمي او فرهنګي شخصيت وباله او ويې ويل، چې نوموړي خپل ډېر عمر علم، فرهنګ او ادبياتو ته په خدمت کولو کې تېر کړ، هيله ده آثار يې راټول او د نوموړي د مينه والو په واک کې ورکړل شي.
البته د نوموړي د زوکړې نمانځغونډه “د کابل پوهنتون د پخواني استاد اکاډميسين دوکتور عبدالاحمد جاويد د زوکړې نوي يم کال” تر سرليک لاندې د حامد کرزي بنسټ له خوا جوړه شوې وه.
د هېواد دغه عالم او فرهنګيالى، اکاډميسين پوهاند دوکتور عبدالاحمد جاويد په ١٣٠٦هـ ش (١٩٢٧م) کال کې د کابل په باغ عليمردان کې زېږېدلى او د ١٣٨١هـ ش (٢٠٠٢م) کال د اسد د مياشتې په نهمه په لندن ښار کې يې له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د ده د وصيت له مخې يې مړى کابل ته را انتقال او په شهداء صالحينو کې خاورو ته سپارل شوى دى. ارواښاد جاويد په ١٣٢٢هـ ش کال د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې شامل شو او بيا ايران ته د بورس له لارې لاړ او هلته يې په ١٣٢٨ کال کې د ادبياتو په پوهنځي کې او په ١٣٢٩ کال کې د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځې کې د ليسانس په کچه لوړې زده کړې وکړې. نوموړى چې دري ژبى و، په پښتو او انګليسي ژبو هم پوهېده او همدارنګه له فرانسوي او روسي ژبو سره هم بلد و او ګټه يې ترې اخيستى شوه. د کابل راډيو د نشراتو د مدير، د پوهنې وزارت د درسي کتابونو د څېړنې پلاوي د غړي، د کابل پوهنتون د رئيس او د علومو اکاډمي د علمي غړي په توګه يې دندې ترسره کړې دي. هغه د هېواد له هغو ګوتو په شمېر ادبپوهانو څخه دى چې د ادبپوهنې، ژبې او فرهنګ په اړه يې ګټورې علمي څېړنې کړې دي. “نگاهی به اشعار دری خوشحال خان ختک“،“افسانههای قدیم شهر کابل“، “نوروز خوش آيين“، “راه هاى صلح براى فرهنگ ما“ او ګڼ شمېر نور آثار لري.
تردې لنډې يادونې وروسته، د غونډې جريان ته بېرته راګرځم.
ښاغلي سپنتا بيا مخکيني ولسمشر حامد کرزي ته د وينا کولو لپاره بلنه ورکړه.
حامد کرزي په خپلې وينا کې وويل چې د پوهاند جاويد له نوم سره د جهاد په کلونو کې اشنا شوى او کله به چې کومه غونډه وه او جاويد صاحب به راغى، نو ټولو به ويل چې هاغه دى، پوهاند جاويد راغى! ټولو يې قدر کاوه.
نوموړي، پوهاند جاويد يو علمي، ادبي او فرهنګي شخص وباله او ويې ويل، چې په هېوا کې د هغه علمي او فرهنګي خدمتونه د يادولو وړ دي. هغه د علم او ادبياتو په برخه کې هېواد او خلکو ته په ډېرې حوصلې او رښتيني ډول خدمتونه کړي دي. ده د هېواد له ادبياتو سره د ځوانانو نه لېوالتيا په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وويل: “زما په ګډون زموږ تحصيل کړي د نورو هېوادونو له ادبياتو سره مينه لرو، خو اوس د دې وخت را رسېدلى، چې د خپل علم او فرهنګ په اړه معلومات ترلاسه کړو او د خپلې ژبې ادبيات او ښکلاوې هېوادوالو او نړۍ ته وړاندې کړو.”
ده زياته کړه: “که څه هم د خپل ځان په اړه ډېرې خبرې کوو، خو په حقيقت کې موږ له ځانه يو ناخبره ملت يو، حتى زما په ګډون چې يو سپين ږيرى يم، د هېواد او د هېواد فرهنګ په اړه له زياتو شيانو ناخبره يو. زموږ تعليم يافته چې په بهر کې يې زده کړې، کړې دي، د خپلو ادبياتو او فرهنګ په ځاى يې د نورو ادبيات مطالعه کړي دي. د ځان په اړه مو هيڅ ونه ليکل او د ځان په اړه مو هيڅ ونه لوستل.“
هغه زياته کړه، سره له دې چې د بنسټ مالي حالت کمزورى دى، خو بيا به هم د زلمي هېوادمل په مشوره د جاويد ناچاپ آثار خپاره کړي. د مثال په توګه، د “راه هاى صلح براى فرهنګ ما“ له کتابه يې يادونه وکړه چې د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په کتو سره، د دې کتاب چاپ ته زياته اړتيا ليدل کېږي. دازموږ دنده ده چې د هغه ناچاپ آثار چاپ او هېوادوالو او نړيوالو ته يې ور وپېژنو.
دغه راز نوموړي وويل چې رسنۍ بايد په هېواد کې د جګړې لپاره تبليغ ونه کړي، بلکې نړيوالو ته د افغانانو يووالى، اتفاق او غوره ځانګړنې وړاندې کړي او افغانستان خلکو ته ور وپېژني.
د هغه تر خبرو وروسته، د پوهاند جاويد د زوى ډاکتر اخشيد جاويد پيغام د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنوال محمد فاضل شريفي ولوست او د دې ترڅنګ يې ګډونوالو ته زېرى ورکړ، چې د استاد جاويد په اړه په ١٣٩١ کال کې د کابل پوهنتون او علومو اکاډمي د ګډ ترسره شوي سيمينار د مقالو ټولګه د ده په اهتمام چاپ شوې ده.
له هغه وروسته د اکاډميسين جاويد ژوندليک څېړنپوه غلام حسين فرمند ولوست. ورپسې د کابل پوهنتون استاد پوهاند دوکتور عبدالقيوم قيوم ته بلنه ورکړل شوه، چې د دوکتور جاويد په اړه خپلې خاطرې له ګډونوالو سره شريکې کړي. هغه وويل چې د استاد جاويد د درس ميتود پر شاګرد محورۍ ولاړ و، هغه ميتود چې اوس يې په اړه هر چېرته د رامنځ ته کېدو خبرې کېږي او بيا يې خپلې خبرې په دې عربي شعر پاى ته ورسولې چې:
تلک آثارنا تدل علينا – فانظروا بعدنا الى الآثار
يعني: دغه آثار دي چې زمونږ په (هويت) دلالت کوي، له مونږ وروسته هم (همدغو) آثارو ته وګورئ.
تر هغه وروسته، پوهاند عزيزاحمد پنجشېري يوه جذابه وينا وکړه او بيا د چای څښلو لپاره د دمې کولو اعلان وشو.
تردې څو دقيقه ييزې وقفې وروسته، د کابل پوهنتون مخکيني رئيس او د مشعل خصوصي پوهنتون اوسني مشر پوهاند حميدالله امين خبرو ته نوبت ورکړل شو. هغه د پوهاند جاويد د ژوند په اړه د ځينو خاطرو پر يادونو سربېره د هغه وخت د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون حالت باندې خبرې وکړې، ويې ويل چې له ١٣٥٧هـ ش کال راپدېخوا لوړو زده کړو او خاصتاً کابل پوهنتون ډېره صدمه او زيان وليده. دغه راز پر کابل د راکټونو توغولو په وخت کې داسې يو حالت هم راغى چې تدريس به په سروېسونو کې کېده، کله به چې يو ځاى توغندى ولګېد، نو په سروېس کې سپاره محصلين او استادان به له هماغه ځايه منتقل او بل ځاى ته به ولېږدول شول او هملته به يې درس وايه. يو مهال به داسې هم و چې د ده په وينا، ازموينه به په سرويس کې اخيستل کېده او يو وخت به سرويس له خيرخانې حرکت کړى و او د همدې ازموينې په جريان کې به موټر ان تر شاه شهيد پورې رسېدلى و.
ده دغه راز په استراليا کې د افغانانو مېشتېدو ته په اشارې سره وويل چې استراليا افغانانو جوړه کړې ده او له همدې امله يې (افغانان په استراليا کې) په نوم کتاب هم ليکلى دى. څو کاله وړاندې چې په استراليا کې د ګان (افغان) په نوم يوه رېل پټلۍ پرانيستل کېده، نو هلته د هغه وخت افغان سفير محمود صيقل له (ګان) سره په غټ سايز AF هم ولیکه، له (ګان) سره يې يو ځاى کړ او (AFHGHAN) يې ترې جوړ کړ.
سره له دې چې د نوموړي معلومات ډېر ارزښتمن و، خو له دې نمانځغونډې سره يې ډېر اړخ نه لګاوه، خو بيا يې هم د پوهاند جاويد په اړه وويل چې هغه يو ډېر خراج انسان و، خرڅه به يې ډېره کوله. سره له دې چې اوس له هغه کوم بلډنګ نه دى پاتې، خو په خپل ژوند کې يې يو ښه کتابتون درلود، د همدې کتابخانې کتابونه يې خرڅ کړل او په پيسو يې بيا استراليا ته لاړ.
د هغه تر خبرو وروسته، ناڅاپه استاد هېوادمل سټېج ته راغى او د پوهاند امين د خبرو په تاييد سره يې وويل چې يو مهال زه د کابل پوهنتون د وږمې مجلې مسوول وم، نو کله مې چې لومړۍ ګڼه چاپ کړه، د هغه وخت د کابل پوهنتون رئيس پوهاند مير حسين شاه راته د يوې مياشتې معاش بخششي منظور کړه، خو کله چې د مجلې خبره پوهاند جاويد ته ورسېده او د هغه ډېره خوښه شوې وه، نو همدا د يوې مياشتې بخششي يې په درېيو مياشتو بدله کړله. بله دا چې، پوهاند د نورو ځينو استادانو په خلاف داسې يوه کتابخانه لرله چې هر چاته به يې کتابونه د استفادې لپاره ورکول، خو دا کار اوس هم ځينې ښاغلي پوهان او څېړونکي نه کوي. هغه دومره يوه ارزښتناکه کتابخانه لرله چې له سلو زياتې قېمتي خطي نسخې، لکه (ياقوت السير) او نورې يې په کې راټولې کړې وې، بيا يې د ضرورت په وخت کې خپل ټول کتابونه په علومو اکاډمي خرڅ کړل او په پيسو يې خارج ته ورباندې لاړ.
بيا دوکتور شمس الحق اريانفر ته د خبرو کولو بلنه ورکړه شوه. هغه د پوهاند جاويد څو ځانګړنې يې داسې بيان کړې:
نوموړي يو خاص او استثنايي استعداد درلود او همدا ده، کله چې ايران ته لاړ، نو په يوه وخت کې يې دوه فاکولتې وويلې، هغه يو اکاډميک دانشمند او پوه انسان و چې هېواد ته د ادبياتو په څانګه کې د دوکتور په حيث راستون شو، څېړنې يې اکاډميکې وې او نوي مسايل يې په کې بيانول، د هغه کار په ډېرو موضوعاتو راڅرخېده او يو پر معلوماته سړى و، هغه په خپلو څېړنو کې جالبې موندنې لرلې، لکه دا چې، د ايران د نوم په اړه وايي چې اصل يې (اير) دى چې د نجيب معنا لري او ايران (نجباء) يې د جمع حالت دى او همدا ايران/آريانا اوسنى افغانستان دى، د آريانا حدود يې مشخص کړي دي. پوهاند جاويد د دې ملت او هېواد د فرهنګ سمبول و. هغه څوک و چې له هېواد دباندې يې هم د آريانا او افغانستان په اړه، لږ تر لږه (٨٠) ويناوې کړي او کابو (٥٠) مقالې يې ليکلې دي. هغه د فرهنګ له فدايانو څخه و او د ژوند تر وروستۍ شېبې پورې يې د علم او پوهې په اړه خبره لرله.
د کابل پوهنتون يوه بل استاد او ژبپوه پوهاند حسين يمين د اکاډميسين جاويد په اړه وويل چې نوموړى چې کله د کابل پوهنتون رئيس شو، نو د پوهنتون ظاهري څېره يې بدله کړه او هم يې د علمي سيرونو په خاطر څو موټر واخيستل. د څلورمو ټولګيو محصلين به يې د هېواد په ولايتونو کې د علمي سفر لپاره لېږل، سفريه به يې ورکوله او هم به يې هر والي ته مکتوب ورکاوه چې له محصلينو سره په اړوند ولايت کې مرسته وکړي.
دى زياتوي: “يو مهال زه هم د څلورم ټولګي له يوې ډلې محصلينو سره، د همدې علمي سير په ترڅ کې د غزني له لارې، زابل، ګرشک، کندهار، هرات، فارياب، جوزجان، مزارشريف، تخار ته لاړو او بېرته کابل ته راستانه شولو؛ بله ډله محصلين بيا د سالنګ له لارې مختلفو ولاياتو ته لاړل او بېرته د هېواد له جنوبه کابل ته راستانه شول.“
د استاد يمين په وينا، جاويد په څېړنو کې له اساسي ګامونو پورته کولو سربېره، د کابل پوهنتون د ديپارتمنتونو د انکشاف په اړه هم هلې ځلې وکړې. هغه به ويل چې متون د يوه هېواده واقعي تاريخ دى. نوموړي چې په کابل راډيو کې کومې کابو ٢٥ بيانيې لرلې، هر يو يې د يوه مأخذ حيثيت لري.
تر هغه وروسته، څېړنپوه سيد عليشاه روستايار د پوهاند جاويد پر ځانګړنو وغږېد او ويې ويل چې نوموړى يو ښه استاد و، د عنعنوي او عصري تحقيقاتو ترمنځ د وصل نقطه وه، د فرهنګ او تاريخ د څېړنو په ډګر کې يې لوړ لاس درلود، لوړ انساني شخصيت و، پرمختګ غوښتونکى او سوله دوست و، متواضع، مهربان او حليم شخص و چې له ټولو سره يې نېکه رابطه لرله.
پوهاند بنوال بيا د کاغذ له مخې، خپل يادښتونه ولوستل، خو دا چې اوسمهال کاغذي ليکنې د غونډې ګډونوالو ته چندان خوند نه ورکوي، نو د هغه د وينا پر مهال د غونډې د شاتنيو کسانو ترمنځ د خبرو ګونګوسې ډېرېدلې، ښاغلى هېوادمل چې له سټېج سره نږدې و، راپورته شو او پر غږېدونکو کسانو يې غږ يې وکړ چې خبرې مه کوئ، غوږ ونيسئ. خو بيا هم خبرې وې، هېوادمل صاحب بياځلي راپورته شو او پخوانۍ خبره يې تکرار کړه، چې په دې سره سکوت حاکم شو.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د دري ژبې او ادبياتو ديپارتمنت دوکتور حصاريان بيا په خپلو خبرو کې وويل چې د پوهاند جاويد په اړه يې يو اثر لیکلی، چې ګډونوالو ته يې ور وښود، خو په خندا سره يې يادونه يې وکړه چې دا يو کتاب خپل ښه دوست ته همدلته ورکوي او د دې کتاب نور مينه وال کولی شي له عازم انتشاراتو څخه يې په بيه واخلي. ده غوښتل چې دغه کتاب حامد کرزي ته ډالۍ کړي، خو بدبختانه چې هغه د چايو تر دمې وروسته، له غونډې وتلی و. حصاريان د جاويد د تدريس په اړه وويل چې نوموړی به له کتابچې پرته، ټولګي ته راته او کله به هم چې کوم محصل د يوې موضوع او يا يوه لغت په اړه ترې پوښتنه وکړه، نو د يوه لغت په تشريح کې به يې يو ساعت خبرې کولې.
ډاکټر محمد رحيم پښتونيار بيا د اکاډميسین جاويد په سياسي هلوځلو وغږېد، چې په دې برخه کې يې ډېر کوښښونه کړي او ان د شپې تر ناوخته به په ځينو مسايلو سره پاتې کېدل.
تر هغه وروسته، استاد هېوادمل بيا په ناڅاپي ډول سټېج ته راغی او د جاويد په اړه يې ځينې خاطرات له ګډونوالو سره شريک کړل. هغه وويل چې د کابل پوهنتون کې د تاريخ مرصع د ۲۷۰مې کاليزې په وياړ سيمينار جوړ شوی و او هلته استاد جاويد يوه ډېره غوره مقاله واوروله چې په کې يې ثابته کړې وه چې پښتنو په تېر وخت کې قوي فرهنګ درلود او پښتو او فارسي دواړه يوه سرچينه لري. ده د لومړي ځل لپاره په پښتو ژبه يو داسې فرهنګ معرفي کړ چې مخکې چا نه پېژانده. ده وښوده چې په پښتو کې له لاهور څخه په لومړي ځل د “بيان اخوند رشيد“ کتاب چاپ شو.
دا چې نوره ناوخته شوې او د ماسپښين دوه بجې شوې وې، نو د دوو نورو ښاغلو استادانو څېړنپوه محمد اصف ګلزاد او څېړنوال متين مؤنس د مقالو اورېدو او ويناوو ته وخت پاتې نه شو، نو محمود مرهون د دعا لپاره ښاغلی څېړندوى غلام نبي حنفي راوغوښت او هغه د پوهاند جاويد ترڅنګ، پروفيسور عبدالله بختاني خدمتګار ته هم لاسونه لپه کړل او دواړو ته يې په اخرت کې د برياليتوب غوښتنه وکړه.
په دې سره ټول ګډونوال د ډوډۍ خوړلو لپاره چې د بوفې په سیستم برابره شوې وه، په ليکو کې ودرېدل او مزه داره غرمنۍ يې نوش جان کړه.
که په پاى کې دا ونه وايم چې د دې غونډې د جوړېدو ټول امتياز استاد هېوادمل ته منسوب دی، نو غاړه به مې بنده شوې وي؛ هغه چې د فرهنګ او د ادب د يوه لالهانده لاروي په توګه، ټول عمر د همدې برخو پراختيا او انکشاف ته ځانګړى کړی او له برکته يې همدا غونډه هم جوړه شوې وه. نوموړى له ټولې پوهې سره سره، د غونډې له هر مېلمه سره په دروازه کې مخه ښې ته ولاړ و.