پوهندوی آصف بهاند

د مجروح دوه دېرشم تلین

د مجروح دوه دېرشم تلین

پوهاند، فيلسوف، شاعر، مورخ ، ديپلومات ، لیکوال او سياستپوه،

زوکړه: ۱۹۲۸ م کال د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه، کنر، افغانستان،

مړینه: د ۱۹۸۸ م کال د فبرورۍ ۱۱ نېټه، پېښور.

بیا د پوهاند ډوکتور بهاالدین مجروح د نه شتون خبرې دي او د میډیا په بېلابېلو برخو کې یې د دوه دېرشم تلین یادونه کېـږي. دا چې چا؟ څنگه؟ چېرې؟ او ولې وواژه؟ د اوس له پاره نه پرې غږېـږم. 

«پلار دې سپرو مړ کړ که پلیو؛ زه یې څه کوم، زما له ښې یې ویست» 

مجروح یې له موږ واخیست، که نه تر اوسه به یې څومره آثار لیکلي وای، څومره شاگردان به یې روزلي وای، څومره نوي تخلیقات به یې کړي وای، څومره نوې خبرې به  یې کړې وای او نوي نسل ته به یې څومره لارښونې کړې وی؛ ځکه یې اوس تشه احساسېـږي او د دې تشې ډکول به یا ناشونې وي او یا به ډېر له ربړو ډک وي. 

 ما ته دا ویاړ نه دی را په برخه شوی چې مخامخ په ټولگي کې د شاگرد په صفت مجروح ته کینم، خو د خبرو او مجلس ویاړ یې څو ځلې را په برخه شوی و.

د پوهاند دوکتور بهاالدین مجروح تشه به تر اوږدې مودې ډکه نه شي. مجروح په ځانگړي ډول په فلسفه او ادبیاتو کې او په عام ډول د فرهنگ په دایره کې د یو پوهاند، فيلسوف، شاعر، مورخ، ديپلومات، لیکوال او سياستپوه په ډول مطرح شخص و او په یادو ټولو برخو کې یې آثار او مقالې لیکلي دي او گڼ لکچرونه یې وړاندې کړي دي. مجروح هغه مفکر او ایجاد گر استاد او قلموال و چې په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه د یوه منحصر په فرد سبک او دریځ خاوند و چې د  شعر سبک یې اوس «د ښامار سبک» په نامه یادېـږي او په نوي نسل کې گڼ شمېر لارویان لري. 

د ځینو آثارو نومونه یې دا دي:

۱ ــ اژدهاي خودي، 

۲ ــ ځانځاني ښامار،

۳ ــ د جبر او اختيار ديالکتيک،

۴ ــ نا اشنا سندرې،

۵ ــ سيد جمال الدين و برخورد شرق و غرب، 

۶ ــ بودا چنين گفت،

۷ ــ پيام صوفي بت شکن به بت پرستايي قرن ۲۰،

۸ ــ صوفي او نوې دنيا،

۹-منازل السايرين يا صد ميدان حکيم سنايي.

د پوهاند ډوکتور مجروح  پر آثارو بحث کول د یوې مقالې، یوې رسالې او لا یوه کتاب له حږصلې وتلې خبره ده؛ خو دې ته مو پام وي چې: څه چې مجروح په خپلو اثارو کې د ټولنې او خلکو په باب ویلي وو، هغه ډېره سلنه ریښتیا ثابت شوي دي. د خلکو د نه زدکړې او نا پوهۍ په وجه پر ټولنه او خلکو باندې ایگویـیـزم حاکم شوی دی، او ایگو خان ټولنه او خلک د تباهۍ کندې ته ورپورې وهلي دي او هر څه یې په کنډواله بدل کړي دي.

کله چې زه د کابل پوهتنون محصل وم، نو کوم استاد یا زموږ د کورنۍ کوم مشر د مجروح د «جبر او اختیار دیالکتیک» د لوستلو سپارښتنه راته وکړه، ما ولوست، خو سم ورباندې پوه نه شوم، بیا مې بېرته له هماغه شخص څخه د نه پوهېدو دلیل وپوښت، هغه په ډېره مهربانۍ راته وویل چې:

هر څوک چې غواړي د مجروح آثار ولولي، نو باید چې د مطالعې قوي بگروند ولري. بیا یې د ځینو مقدماتې او ساده آثارو د لوستلو را ته وویل.

د مجروح دویم کتاب «ځانځاني ښامار» و چې د لوستلو یې راته وویل شول، ومې لوست، بیا هم سم نه ورباندې پوهېدم، خو پرلپسې به مې لوست او ورسره مې ځینې نور کتابونه د دې له پاره ولوستل، څو ځانځاني ښامار هضم کړم. د مجروخ د ځانځاني ښامار د لومړنی چاپ هغه نسخه چې په اغلب گمان په ۱۳۵۷ کال کې مې یې لوستل پیل کړل، تر اوسه هم راسره ده چې په ۱۳۵۶ ام کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي خپور کړی و.

د ځانځاني ښامار لومړنی چاپ څو سرېزې لري چې یوه یې د استاد عبدالرړف بېنوا ده. استاد بېنوا د مجروح پر خلاقیت او فلسفي بغاوت باندې لنډې، خو استادانه خبرې کړې دي، یوه برخه یې دلته را اخلم:

«… مقدس بغاوت ځکه ورته وایم چې «مجروح» د «ځانځانۍ» د هغه فاسد، غلط، کاذب او په عین حال کې غضبناک، بیباک، ډاروونکی او پر ځان مین اقتدار پر ضد بغاوت کړی دی چې ، ځینې ناپوه او خود خواه انسانان یې د ورېښمو د چنجیو په شان، په خپل واک، له خپلو ځانو څخه زېـږوي او بیا داسې ځانونه پکښې نغاړي چې بې له خپلو ځانو څخه بل څه نه ویني او له هر یوه څخه د «زه» بُت جوړ شي او نارې وهي:

«زه یم! زه د ستاینې او نمانځنې وړ! راته په گونډو شئ! او په پټو سترگو زما نمانځنه وکړئ! که نه وي نو نه یاست!»

(مجروح پوهاند ډوکتور، ځانځاني ښامار، د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي خپرونه، ۱۳۵۶ کال، دوهم مخ)

د مجروح تر وژلو وروسته، هر کال د ده تلین د نړۍ په بېلابیلو برخو کې د فرهنگیانو له لوري د مقالو په لیکولو، د مشاعرو او سیمینارونو په جوړولو سره لمانځل کېـږي. د پوهاند ډوکتور مجروح د افکارو او آثارو په باب مې چې څومره لیکنې تر سترگو شوې دي، لوستلي مې دي، چې د ځینو سرلیکونه یې دا دي: 

ــ د ښاغلي اسدالله غضنفر مقاله (پيغامونه پټ پراته په افسانو کې)،

ــ د ښاغلي اسدالله غضنفر مقاله (مفكر مجروج

ــ د ښاغلي سید عبدالله کاظم مقاله (انگیزه اصلی شهادت پوهاند سیدبهاءالدین مجروح)،

ــ د ښاغلي: و، عطارد مقاله (یاد بود از بیست هشتمین سال شهادت  پوهاند بهاءالدین مجروح)،

ــ د دوکتور لطیف بهاند مقاله (پوهاند مجروح به د ۲۰۱۴ کال د فبروري په دولسمه ۸۵ کلن وای)،

ــ د پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار مقاله (استاد مجروح او د جبر و اختیار ربړه)،

ــ د خوشال خلیل مقاله (استاد مجروح د معاصرې غربي فلسفې استازی او وصلوونکی و)،

ــ د عبدالودود بشریار مقاله (د استاد مجروح اثار په نړیوال فلسفي ډیسکورس کې د شامېلېدو حیثیت لري)،

ــ د اجمل ښکلي مقاله (د فکر کتاب)،

ــ د عبدالغفور لېوال مقاله (دېرش کاله بې فیلسوفه؛) د استاد مجروح یو یاد.

له ځانځاني ښامار څخه د مجروح هغه اټکل چې په ریښتیا واوښت او د خلکو د نا پوهۍ او غفلت په پایله کې زموږ وطن کنډواله او خلک آواره شول: 

«زه حيران يم

ښاريان ولې نه بوگنېـږي، نه ويـښېـږي؟

ولې نه اوري د ويښ زړه په غوږونو؟

پيغامونه پټ پراته په افسانو کې

د دې سمڅې ژور تل کې

يو پيغام راپورته کېـږي

خو د دوي ورته غوږونه كاڼه ښکاري

اوريدلي به دوي نه وي؟

چې په تېـرو زمانو کې يو لوي ښار و

د ښاريانو له غفلته

يو ښارمار پرې مسلط شو

چې خوراك يې انسانان وو

د ښايسته ښار نه يې جوړه كنډواله کړه

ادميان يې کړه د ننه په خپل ځان کې

ښار د مرگ په خوب ویده شو»

(مجروح پوهاند ډوکتور، ځانځاني ښامار، د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي خپرونه، ۱۳۵۶ کال، ۱۷ ـ ۱۸ مخونه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *