ارواښاد علامه پوهاند صدیق الله رښتین د مولوي تاج محمد خان مشهور په مهتمم صاحب زوی په ۱۲۹۸ هجري شمسي ( ۱۹۱۹م) د مومندو په غازي آباد کې زیږیدلی دی. هغه اوه کلن ؤ چې محترم پلار یې په خوست کې په حق ورسید او هلته خاورو ته وسپارل شو.

آرواښاد پوهاند رښتین قرآن کریم له پلار څخه یاد کړ او د پلار تر مرګ وروسته یې ابتدايي زدکړې یې د کلي له عالمانو څخه تر لاسه کړ ، پنج کتاب ، ګلستان ، بوستان ، خلاصه او نور یې له مولوي نور او خط یې له قاري عبدالمستان څخه یاد کړ.

ارواښاد د ۱۳۱۸ هجري شمسي کال په سنبله کې د ننګرهار په مشهورې مدرسې نجم المدارس کې داخل او په کال ۱۳۱۵ هجري شمسي کې کابل ته لاړ او د دارالعلوم په مدرسه کې شامل شو. په کال ۱۳۱۸ لمریز کال له دغې مدرسې څخه په اعلی درجه فارغ او د همدې کال په سنبله کې یې په رسمي دنده پیل وکړ.

رسمي ماموریتونه :

ارواښاد پوهاند رشتین په ۱۳۱۸ لمریز کال د انجمن ادبي غړی او د پښتو ټولنې د قواعدو د څانګې مدیر شو . په ۱۳۲۱ لمریز کال د ً وړانګه ً د جریدې د مؤسس او لومړني مسؤل په حیث پکتیا ته لاړ. د ۱۳۲۱ کال په ثور کې د پښتو ټولنې د معاون کفیل او د قواعدو او لغاتو د څانګې مدیر شو.

د ۱۳۲۲ لمریز کال په سنبله کې د پښتو دایرة المعارف آمر . د ۱۳۲۶ لمریز کال په میزان کې د فراه ولایت د سیستان د جریدې دمؤسس او لومړنی مدیر په حیث مقرر شو.

د ۱۳۲۷ لمریز کال په سنبله کې د پښتو ټولنې د مرستیال او د پښتو دایرة المعارف آمر . د ۱۳۲۷ د اسد په میاشت کې د پورتنیو دندو په څنګ کې د هیواد د ورځپاڼې مسؤل هم شو. د ۱۳۲۵ څخه تر ۱۳۲۹ کال پورې د پورتنیو دندو بر سیره د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي داستاد په حیث هم دنده اجرا کوله.

د ۱۳۳۰ لمریز کال د حمل په میاشت کې د پښتو ټولنې مدیر شو.

د ۱۳۳۱ لمریز کال په اسد کې د زیري د جریدې د دوهمې دورې مؤسس شو.

د ۱۳۳۴ لمریز کال په حمل کې د پښتو ټولنې رئیس شو.

د ۱۳۳۵ لمریز کال په جوزا کې د کابل پوهنتون رسمي استاد او د پوهنې د وزارت مشاورشو.

پوهاند رشتین د پښتو ادبیاتو لومړی پروفیسور ؤ او له ده د مخه په دې میدان کې د پښتو په شعبه کې څوک تیر شوی نه دی.

پوهاند رشتین د ۱۳۴۲ کال په سرطان کې د دوهم ځل لپاره د پښتو ټولنې رئیس شو دا دوره لس کاله وه.

ډیر علمي او ادبي ګټور کارونه یې سرته ورسول. د ۱۳۵۲ لمریز کال د سرطان د ۲۶ نیټې د داود خان له کودتا نه پس ورته جبري تقاعد ورګړ شو . جناب رشتین صاحب له هغې نیټې څخه د مرګ تر ورځې د وخت له حکومتونو او رژیمونو سره همکاري ونکړه.

مسلکي دندې :

پوهاند رشتین د رسمي دندو برسیره په معمول ډول پس له رسمي وخت څخه به نشراتي او تبلیغاتي کارونه هم کول . د ۱۳۳۸ څخه تر ۱۳۳۹ لمریز کال پورې د شپې له خوا په کابل راډیو کې د یو مخصوص پروکرام مسؤل ؤ د ۱۳۳۲ څخه تر ۱۳۳۷ لمریز کال پورې په کابل راډیو کې د پښتونستان د یو مخصوص پروګرام د کمیټې غړی ؤ.

د ۱۳۳۶ لمریز کال له میزان څخه تر ۱۳۴۰ لمریز کال پورې په کابل راډیو کې د پښتو د یورنکارنګ ادبي پروګرام ً د ادب وږمې ً د پروګرام مسؤل ؤ.

د ۱۳۴۶ تر ۱۳۴۸ لمریز کال پورې د ً وږمه ً مجلې د تحریر د هیئت لومړی درجه غړی. د ۱۳۳۷ څخه د ۱۳۴۲ لمریز کال پورې د پوهنتون د عالي شوری غړی ؤ.

ژبې :

پوهاند رشتین د پښتو ژبې نامتو لیکوال او مؤلف ؤ. هغه په دري ژبه هم لیکنې کولې. په عربي او اردو ژبو ښه پوهیده او ځیتي آثار یې له عربي او اردو څخه په پښتو ترجمه کړي دي او څو مقالې یې په عربي ژبه لیکلي دي چې ټول د اصلاح په جریده او کابل مجله کې نشر شوي دي.

تقدیر نامې او نښانونه :

پوهاند رشتین د خپل ماموریت او علمي او اکادمیکو کارونو په دوره کې ډیر نښانونه او مډالونه ترلاسه کړي دي له دې جملې څخه :

په ۱۳۲۷ لمریز کال کې د صدارت له خوا دوهمه درجه تقدیر نامه .

په ۱۳۳۳ لمریز کال کې د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا دوهمه درجه تقدیرنامه .

په ۱۳۳۵ لمریز کال کې د پوهنې د وزارت له خوا د پوهنې مډال .

په ۱۳۳۷ لمریز کال کې د ً نوی کال نوی زیري ً تر سر لیک لاندې دده یوقطعه نثر د دري او پښتو مقالو په جمله کې لومړی درجه مطبوعاتي جائزه تر لاسه کړه.

په ۱۳۴۲ لمریز کال کې یې د ( لویې ) جرګې د لوي ملي مجلس د غړیتوب نښان تر لاسه کړ.

په ۱۳۴۵ لمریز کال کې یې د پوهنې د وزارت له خوا د ( صداقت ) د سرو زرو مډال تر لاسه کړ. په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د پوهنې وزارت ورته یوه تفدیر نامه او دوه میاشتې معاش ورکړ.

کتابونه او آثار :

۱ – هغه کتابونه چې جائزې یې ګټلي دي :

۱) پشتنی تورسری. ۱۳۱٨هش کال د اقتصاد دریمه درجه جائزه

٢) دحمید دیوان. ۱۳۱٨هش کال د اقتصاد لومړی درجه جائزه

۳) خوژی قصی. ۱۳٢٢هش د اقتصاد څلورمه درجه جائزه

٤) دپشتو ادب تاریخ. ۱۳٢٢هش د خوشحال خان.لومړی درجه جائزه

۵) دپشتو کلی لومری لیار شود. ۱۳٢٤ د اقتصاد لومړی درجه جائزه

۶) دپشتو اشتقاقونه. ۱۳٢۵ د اقتصاد دوهمه درجه جائزه

٧) دزلمو وظیفی. ۱۳٢۵ د اقتصاد دریمه درجه جائزه

٨) دپشتو نثر. ۱۳٢۶هش د اقتصاد څلورمه درجه جائزه

٩) حلاندی پلوشی. ۱۳٢۶هش ج د اقتصاد دریمه درجه جائزه

۱۰) دپشتنو مجاهدی. ۱۳٢٧هش د خوشحال خان دریمه درجه جائزه

۱۱) نوی ژوند. ۱۳۳۱هش ج د خوشحالخان اوله درجه جائزه

۱٢) دهند سفر. ۱۳۳٢هش د رحمن بابا لومړی درجه جائزه

۱۳) پشتو حیرنه. ۱۳۳۳ جایزه د خوشحال خان دریمه درجه جائزه

۱٤) داشعارو دولونه ۱۳۳٤هش د خوشحال خان څلورمه درجه جائزه

۱۵) دپشتو نثر هنداره. ۱۳٤٢هش د سید جمال الدین دوهمه درجه جائزه

پوهاند رشتین د هیواد دننه او بهر په ډیرو ګڼو کنفرانسونو او او سیمینارونو کې ګډون کړی دی . په دې سفرونو کې دا لاندني د یادولو وړ دي:

۱ – په کال ۱۳۳۱ د پښتونولۍ په اړه یوه بیانیه

۲ – په ۱۳۳۶ کې ډ پیښور پښتو اکاډمۍ کې د پښتو رسم الخط په اړه بیانیه .

۳ – د ۱۳۳۶ په غقرب کې په ماسمړ کې د بوشکین په اره بیانیه .

۴ – په ۱۳۳۷ لمریز کال د مصر په اسکندریه کې د ادبیاتو په پوهنځي کې د پښتو ژبې په باره کې بیانیه

۵ – په ۱۳۳۸ لمریز کال د ماسکو د ختیځ پیژندنې په په انستیتوت کې د پښتو ژیې په اړه کنفرانس

۶ – په ۱۳۳۹ لکریز کال په ډهلي اړ جمشید بور کې د هند د پښتنو په کنفرانس کې ګډون.

۷ – په ۱۳۴۲ لمریز کال کې د نوي دهلي د ختیځ پیژندلو په کانګرس کې د پښتو ژیې د نثر په اړه کنفرانس .

۸– په ۱۳۴۳ لمریز کال په کابل کې د خواجه عبدالله انصاري په بین المللي کنغرانس کې د تصوف په باره کې بیانیه .

۹ – د ۱۳۴۳ لمریز کال په غقرب کې په کابل کې د جامي او پښتو ادبیانو په اړه بیانیه .

0   د ۱۳۴۴ لمریز کال په اسد کې د پیښور په پوهنتون کې د پښتو نثر او ګرامر په اړه بیانیه.

0   د ۱۳۴۴ د حوت په میاشت کې په ډهلي کې د ډهلي پوهنتون په فارسي څانګه کې د پښتو ادبیاتو په باره کې بیانیه.

0   د ۱۳۴۵ د اسد په میاشت کې د خوشحال خان په سیمینار کې د خوشحال د نثر په باره کې بیانیه.

0   د۱۳۴۶ لمریز کال په جوزا کې په قلمي بین المللي سیمینار کې د پښتو قلمي نسخو په باره کې کنفرانس.

۱۴ – د ۱۳۴۹ لمریز کال په اسد کې د خوشحال خان خټک په دوهم سیمینار کې د خوشحال د نثر په اړه بیانیه .

۱۵ – د ۱۳۵۲ لمریز کال په میزان کې د مرکزي آسیا په کلتوري اجلاس کې د فارسي او پښتو ژیو په اړه بیانیه .

۱۶ – د ۱۳۵۲ لمریز کال په جوزا کې د البیروني د زرم تلین په مناسبت د البیروني د ژب پیژندنې په اړه بیانیه .

۱۷ – د ۱۳۵۴ د قوس په میاشه کې د پښتو د څیړنو په کنفرانس کې د پښتو څیړتو په باره کې پیانیه.

۱۸ – د ۱۳۵۶ لمریز کال د اسد په کیاشت کې د پښتو د چاپي آثارو د په اړه بیانیه.

په رسمي هیئتونو کې برخه :

0   په ۱۳۲۱ لمریز کال د هند د پښتنو په جرګه کې د افغانستان د هیئت غړی.

۲ – د ۱۳۳۶ لمریز کال په حمل کې پیښور ته د یو کلتوري هیئت د یو غړی په حیث او د رحمان بابا د قبر لپاره د مرمرو د تیګو وړل .

۳ – د ۱۳۳۶ د عقرب په میاشت کې د شوري اتحاد د اکتوبر په جشن کې د برخې اخستلو په موخه د یو کلتوري هیئټ د مشر په حیث شوروي اتحاد ته سفر.

۴ – په ۱۳۳۷ لمریز کال کې مصر ته د یو کلتوري هیات د غړي په حیث.

۵ – د ۱۳۴۲ لمریز کال په دلو کې د هندوستان د ځتیځ پیژندونکو په شپږ ویشتم ګانګرس ګې ګډون.

۶ – د ۱۳۴۴ لمریز کال د اسد په میاشت کې د پیښور په پوهنتون کې په یو علمي سیمینار کې ګډون.

۷ – د ۱۳۴۴ لمریز کال د حوت په میاشت کې د هندوستاد د پوهنې د وزارت په دعوت هغه هیواد ته یې سفر وکړ او څو ګلنوري موسسو څخه چې پکې د هند مشهوره کتابخانه شامله وه لیدنه وکړه او د پښتو فلمي نسخې یې پیدا کړې.

۸ – د ۱۳۴۹ لمریز کال په جوزا ګې یې د یو ګلتوري هیات په ملګرتیا تاشکند ، الماتا او ماسکو ته سفرونه وکړل.

۹ – د ۱۳۵۱ لمریز کال په میزان کې د مرکزي آسیا په سیمینار کې د ګډون په موخه هشق آباد نه لاړ او له هغه ځایه دوشنبې ته دعوت شو.

د استاد چاپي آثار :

۱) پشتانه شعرا دوهمه توگ، ۱۳۳۶هش

٢) دپشتو ادب تاریخ، ۱۳٢٧هش

۳) دپشتو کلی، شپژم سمستر، ۱۳۳۳هش

٤) دپشتو لمری لار شوونکی، ۱۳۳۳هش

۵) دپشتو گرامر، اول توگ، ۱۳۳۰هش

۶) دپشتو اشتقاقونه او ترکیبونه، ۱۳٢۵هش

٧) دیوان عبدالحمید مومند

٨) دمعارف،دریم تولگی قرائت

٩) دپشتنو قصی، ۱۳۳۰هش

۱۰) نوی ژوند، ۱۳۳۱هش

۱۱) د خوشحالخان بازنامه

۱٢) دپشتنو مجاهدی، ۱۳۳۰هش

۱۳) دمعارف شپژم دینیات

۱٤) دپشتونیار ،۱۳۳۰هش

۱۵) دمعارف پنحم قرائت

۱۶) دپشتو دمصدرونو لارشود

۱٧) دهند سفر

۱٨) دژوند سندره

۱٩) دپشتونخواپیشی

٢۰) ژب شوونه

٢۱) پشتو عروض

٢٢) طبنامه، ۱۳٤٤هش

٢۳) د دولسم تولگی قرائت

٢٤) دجلال الدین تذکره، ۱۳۱٨هش

٢۵) ننی لیکوال، ۱۳۱٨هش

٢۶) دپشتو ادبیات، ۱۳۱٨هش

٢٧) دپشتنو دری ادبی قواعد، ۱۳٢٢هش

٢٨) دپشتو او سانسکریت نثردیوالی، ۱۳٢۵هش

٢٩) شیرشاه سوری، ۱۳۳٤هش

۳۰) تاریخچه ادب پشتو، ۱۳۳۳هش

۳۱) دفراه پیژندنه، ۱۳۳۶هش

۳٢) دعلیخان پیژندنه، ۱۳۳۶هش

۳۳) دپشتو قلمی نسخی، ۱۳٤٧هش

۳٤) پشتو پیژندنه، ۱۳۵٧هش

۳۵) دآلمان سفر، ۱۳۵۱هش

۳۶) دآریانا دایره المعارف

۳٧) پشتو نثر، ۱۳٢۰هش

۳٨) دپشتو قلمی نسخو دحیرنی لارشود، ۱۳٤٧هش

۳٩) دکتغن سفر، ۱۳۳۰هش

هغه کتابونه چې په پیښور ګې چاپ شوي دي:

۱) پشتنی لارښود

٢) دروښان ستوری

۳) نومیالی پوهان او غازیان

٤) تاریخی سمینار

۵) دپشتو نثر هنداره

۶) نوی حیرنه

٧) ادبی او تاریخی سمونی

٨) ادبی لیکونه

٩) دمهتمم ژوند

۱۰) پیاوری شاعران

۱۱) دننگرهار ننداره

۱٢) لرغونی پشتو

۱۳) پشتو گرامر

۱٤) دژوند پلوشی

۱۵) نومیالی شاعران

۱۶) داشعارو دولونه

۱٧) خوژه وژمه

۱٨) دشکلا وژمه

۱٩) دپشتو ادبی مکتبونه

ناچاپ آثار :

۱) دپشتنی میرمنی درام

٢) دژوند پلوشی دوهم توک

۳) په هند کی پشتو کتابونه

٤) خپلواک ژوند

۵) نریوال کنفرانسونه

۶) دشوروی سفر

٧) دمصر سفر

٨) زما ژوند او هلی حلی

٩) نوی کتنه

۱۰) دهیواد ننداری

۱۱) دزلمو وظیفی

ارواښاد پوهاند رشتین د خپل عمر په دوران کې له زرو څخه ریاتې مقالې او اخباري لیکنې لیکلي دي چې ټول په داخلي او خارجي رسنیو کې چاپ شوي دي.

ارواښاد په خپل ارزښتمند عمر کې یو ساعت هم اوزګار نه دی کیناستلی ، تل د کار او هغه رسالت په وړاندې چې ځّان يې مسؤل ګڼلو ، تل په تحقیق او پلټنه مصروف ؤ .

د پښتو ژبې انکشاف او پرمختک د هغه له آرزوګانو څخه وه او تل یې په دې لار کې کار کولو او زیار یې ایستلو.

ارواښاد د ژوند په آخرو کې د سیاسي عواملو له امله پیښور ته مهاجر شو او د ژوند تر پایه په پیښور کې پاتې شو . هغه د ژوند تر وروستۍ ورځې پورې مقالې ولیکلې ، او د کتابونو مطالعه یې وکړه ، خپلو لارویانو ته یې د پښتونولۍ درس ورکړ . هغه ډیره هڅه کوله چې په رسمي مجالسو کې په پښتو ژبه خبرې وکړي او نور یې هم هڅول چې دده له کړو پیروي وکړي. هغه د پښتو ژبې له ودې او انکشاف سره خورا زیاته مینه درلوده.

………………..

یادونه: ښاغلی فضل الله رښتین د پوهاند رښتین زوی دی چې لوړې زده کړې لري.

تاند

3 thoughts on “د پوهاند رښتین  ژوند لیک/  فضل الله رښتین”
  1. په افغانستان با ندې د شوروي سرغل په دویم کال د ګیلاني صیب ډلې ملي محاذ تنظیم ته په مستعار نا مه یو لیک را غی چې د رښتین دی. له مخې زه پو ه شوم چې د پو ها صیب دی په هغې کې د خو شال با با دا شعر را نقلوی چې د مغلو لښکر را غی تر خیبره+ پښتا نه که بله چار کوي نا پوه دي.
    .

    خپل نوم یې نه و لیکلی .ما نا بې له تورې خلاصی نشته په بل کار

  2. سلام
    رښتين د پښتو ژبې د صرف او نحوې متخصص او ځېړونکئ. د پوهاند حبيبي،شپون،ګل پاچا
    الفت،بينوا،مجروح،ژواک،بختاني،پوهاند عبدالشکور رشاد ،،پوهاند تږئ،موسي شفيق،ايازي،خادم خوګياني،سليمي ، ميراجان سيال،سليمان لايق له مخکښانو څخه د پښتو ژبې ستر ليکوال تير شوى د هغه پښتو او پښتونولي مفکوره محدوده، دهغه ادبي اثر روزونکې، پالونکې،او په علمي برخو کې بې ساري وه. د رښتين اثار، افکار ، ادبې معيار زمونږ د تولنې لپاره هعه ستر ه ګاڼه ده چې هر ه کورني ور باندې ښه ښکاري پوهاند رښتين په نثري اثرو کې نوي ژوند ، د هند سفر، د پښتو ادب او تاريخ دنثر هنداره،د فکر پلوشې د ژوند سندره د ښکلا وږمه او نور …. هعه اثار دى چې هر ليکوال، او څېړونکئ ورباندې باور لري
    مېړني دي چې ياديږي

    تاسې وګوري چې په نورو هېوادونو کې يو اديب، نامتو ليکوال،دعلم او عرفان خاوند، دپوهې او جهان بيني ستر سمبول څومره اهميت لري او د هغو په نوم باندې ټول مشهوره ه اکادىميک تا لارونه يا محل او ځايونه يا کتابتون او نور عامه شتمنې ياديږي خو له بده مرغه زموږ د وخت حکومتونه يوا زې هغو کسانو په سالګرو او لمانځنو اخته دي چې د سياست په لکي بورې ځوړند دي او بې شميره بې ګڼاه ښاريان ېې له مينځه وړلې او ښار ېې په کنډوالو بدل کړي خو بيا هم د همغو په سر نغاروته ګوري چې سهار او مازيګر چالانې دي اوس ېې تر شا تلويژن هم هر چاته چيغې وهي….. خو.

  3. د هغه پښتو او پښتونولي مفکوره محدوده نه ده
    ددې لپاره دوهمه تبصره پوست شوى وه
    په درناوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *