نېټه : ١٣٩٢-١٢-١٤

کندهار، افغانستان- په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د علم او پوهي اتل پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار تېره ورځ د زړه د ورپېښې اوږدې ناروغۍ له امله د ٧٠ کلونو په عمر له دې نړۍ څخه وکوچېد. انا لله و انا اليه راجعون.

د ارواښاد پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار مړينه په عمومي توګه د افغانستان لپاره يوه ډېره لويه او نه جبرانېدونکې ضايعه ده چي د ډېر وخت لپاره به محسوسه وي.

کندهار ولايت مقام پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار ته د فردوس جنت، د هغه حاميانو، د کورنۍ غړو، دوستانو او اهل بيتو ته د الله له درباره د زړه صبر غواړي. 

ولايت مقام په دغه درانه غم کي د ټول کندهاري ولس په استازيتوب، ځان شريک ګڼي او د مرحوم کورنۍ ته خپل د تسليت مراتب وړاندي کوي. 

پوهاند ډاکټر اميرشاه حسنيار د کابل پوهنتون رئيس او د لوړو زده کړو وزير پاته سوى دى. د لبنان (بيروت) په امريکايي پوهنتون کي يې لېسانس B.Sc، د نيويارک په کلومبيايي پوهنتون کي يې ماسټري او د کالراډو ايالت په پوهنتون کي يې د Ph.D په نوم زده کړي کړي دي. 

نوموړي په خپل اکاډميک ژوند کي پر تدريسي ليکچرونو او نوټونو سربېره زيات شمېر تحقيقاتي اثار او مقالې تاليف کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ