په داسې حال کې چې په کابل پوهنتون کې له وروستیو اعتراضونو وروسته درسي نظام بېرته نه دی تنظیم شوی ولسمشرحامدکرزي له سیاسي ګوندونو غوښتي دي چې پوهنتون دې د خپلو سیاسي اهدافو په ډګر نه بدلوي.

ښاغلي کرزي خپله وروستۍ اونیزه راډیويي وینا کې، چې د جمهوري ریاست په رسمي پاڼه کې خپره شوې، همدې موضوع ته ځانګړې کړې وه. په دې وینا کې افغان ولسمشر وايي:

ولسمشرکرزي خپله یوه پخوانۍ وینا یوځل بیا تکرار کړه چې ویلي یې و، له تعلیمي او تحصیلي مرکزونو څخه باید یوازې د زده کړې لپاره کار واخیستل شي. ده له محصلینو او استادانو وغوښتل چې د خپلو صنفي حقوقو د غوښتنې لپاره دې داسې اعتراضونه نه کوي چې نتیجه یې د زده کړو اخلال وي.

څو اونۍ مخکې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو یوشمېر محصلینو له اعتراض وروسته چې د دې پوهنځي رییس او یو استاد له دندې ګوښه شول د کابل پوهنتون زیات شمېر محصلینو د لوړو او مسلکي زده کړو د وزیر پرضد اعتراضونه پیل کړل. د راپورنو له مخې په کابل پوهنتون کې د زده کړو بهیر له هغه راهیسې تراوسه نه دی منظم شوی.

افغان حکومت له بګرام زندان څخه د څه باندې دوه زره بېګناه افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکوي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې د بګرام زندان قوماندان جنرال غلام فاروق بارکزي پرون د ولسمشرحامدکرزي په مشرۍ د عدلي او قضايي مجلس په غونډه کې وویل چې د روان کال له وري میاشتې راهیسې له بګرام زندان څخه ۲۱۵۶ افغانان چې جرم یې نه دی ثابت شوی، د قانوني پړاوونو له تېرولو وروسته د هېواد د محاکمو د حکم پر اساس خوشې شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې عدلي او قضایي مجلس د امریکا د پوځ له خوا د بګرام زندان د افغان بندیانو د دوسیو د سپارلو پر چټکتیا ټینګار وکړ او له امریکایي چارواکو څخه یې وغوښتل چې د افغان بندیانو دوسیې د څېړنې لپاره ژرترژره او په ډیرشمېر هغې موظفې ډلې ته وسپاري چې په خبرپاڼه کې د مرور بورډ په نوم یاده شوې ده.

د بګرام زندان مسوولیت سږکال د وري د میاشتې په پنځمه نېټه په بشپړ ډول د امریکا له پوځ څخه افغان حکومت ته وسپارل شو.

په همدې حال کې عدلي او قضايي مجلس وايي، د هېواد پر محاکمو د حملو هدف د نړیوالو ځواکونو له زندانونو څخه د افغان بندیانو د خوشې کېدو په وړاندې خنډ جوړول دي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، عدلي او قضايي مجلس په خپله پرونۍ غونډه کې په کابل کې پر سترې محکمې د سه شنبې ورځې او د فراه ولایت د استیناف پر محکمې د وري د څوارلسمې حملې هغه هڅې وبللې چې هدف یې د نړیوالو ځواکونو له زندانونو د افغان بندیانو د خوشې کېدو مخنیوی دی.

په غونډه کې یادونه وشوه چې پر سترې محکمې حمله د ملي امنیت شورا له خوا د غبرګولي په څوارلسمه د ناټو عمومي قوماندان ته د هغه مکتوب له استولو وروسته وشوه چې د څېړنې موظف بورډ ته د بګرام زندان د ټولو افغان بندیانو د دوسیې د سپارلو غوښتنه پکې شوې وه.

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *