تاند- د کندهار پوهنتون یو استاد محمد شفیق عمري وايي چې د غلطو استخباراتي معلوماتو پر اساس په میدان وردک ولایت کې د ده پر کور چاپه وهل شوې ده.
استاد عمري وايي چې ګډو ځواکونو د میدان وردک ولایت د چک ولسوالي د خلیلي وله خېلو په کلي کې د ده پر کور چاپه وهلې ده.
ده تاند ته په یوه استولي پیغام کې لیکلي« د کورنۍ غړي مې د ژمي په دې یخه هوا کې له کور څخه بهر کړي او کور خونو کې بمونه ځای په ځای کړي او بیا یې بمبارد پرې کړېاو فعلا کورنۍ مې د خپلوانو کور کې د مهاجریت او بې وسۍ دا یخې شپې ورځې تیروي.»
محمد شفیق عمري له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له ده سره دې عدالت وشي.
ده له حکومت څخه همداراز غوښتنه کړې چې هغه کس د عدالت مېز ته کش کړي چې ناسم معلومات یې ورکړي دي.
په افغانستان کې ځینې وخت له یو بل سره د دښمنۍ پر اساس امنیتي ځواکونو ته ناسم معلومات ورکول کېږي خو ډېر ځل د دولت وسله وال مخالفان د خلکو له کورونو څخه د پناهځای په توګه کار اخلي چې په نتیجه کې یې ملکیانو ته مرګ ژوبله او تاوانونه اوړي.
خلک وايي، طالبان له یوې خوا ورڅخه د عشر و زکات په نوم پیسې اخلي، له بلې خوا د دوی په کورونو کې ډوډۍ خوري او شپې هم د دوی په کورونو کې تېروي.