که تاسې په کوم دفتر کې کارکوئ، نو د خپلو همکارانو په اړه مو فکر وکړئ، دوی پر دوو ډلو ووېشئ، يوه ډله چې انګلېسي يې زده وي، او بله ډله چې انګليسي يې نه وي زده. اوس نو د دغو دوو ډلو ترمنځ توپيرونه ولټوئ. هرو مرو به لومړۍ ډله تر دويمې پر لوړو دندو کار کوي.

که تاسې د پوهنتون زدکړيال ياست نو خپل ټولګيوال مو پر همداسې دوو ډلو ووېشئ. څنګه شو؟ هغوی چې انګليسي يې زده ده تر نورو تکړه نه دي؟ دا ولي؟ په داسې حال کې چې انګليسي د يوه علم نه بلکې د يوې ژبې نوم دی.

کټ مټ لکه درسته نړۍ چې په يوه خوله وايي چې رياضي د ټولو پوهنو (علومو) مور ده، که ووايو چې انګليسي بيا د ټولو پوهنو ژبه ده، نو تر ځان تېره خبره به مو نه وي کړې. که د پوهنې په هره څانګه کې څېړنه کوې نو تر ټولو پرېمانه مالومات به په انګليسي ژبه کې ومومې. که دې د پوهنې د هرې څانګې په اړه غوره او ډېر لوستل شوي کتابونه په کار وي هم به په انګليسي وي. که له ټلوېزون او مستندو فلمونو سره مينه لرې نو تر ټولو غوره او له هر اړخېزو مالومات ډک مستند فلمونه هم په انګليسي ژبه دي. څېړونو جوته کړې چې د نړۍ ۹۰سلنه ووبپاڼې په انګليسي ژبه دي، او حتا هغه پاڼې چې اصلي ژبه يې انګليسي هم نه وي بيا هم يوه داسې بټن لري چې ټوله پاڼه انګليسي ته اړوي.

انګليسي د شاوخوا ۴۰۰ ميليونه انسانانو مورنۍ او د ۵۳ هېوادنو رسمي ژبه ده. څېړنې ښيي چې د نړۍ هر پېنځم انسان انګليسي ويلای شي او يا لږ تر لږه په پوهېږي. ځکه نو په نړۍ کې تر ټولو زيات ويناوال لرونکې ژبه ګڼله کېږي.

اوس نو د يوه چا چې د نړۍ د غورو کتابونو، غورو مستندو فلمونو او ټلوېزوني خپرونو، د نړۍ د ۹۰ سلنه ووبپاڼو، ۴۰۰ مليونه انسانانو او ۵۳ هېوادونو ژبه زده وي نو هغه به ولي په علمي او کاري ډګرونو کې تر نورو تکړه نه وي.

همدا اوس چې تاسې دا پاڼه لولی که د يوه ګړي لپاره خپل شاوخوا وګورئ نو هرو مرو به پر يوه شي نه يوه شي انګليسي توري ليکلي وي. له انګليسيه د ژوند يوه برخه جوړېږي او موږ هغه وخت ته ډېر ور نږدې شوي يوو چې بې له دې چې په انګليسي وپوهېږو په ژوند کې به له يو عالم کړاوونو سره مخ يوو.

د پوهنتون د زدکړيال خو چې انګليسي نه وي زده هغه د چا خبره “مرګ يې روا دی.” په تېره بيا په افغانستان کې، ځکه د افغانستان په دواړو پښتو او دري ژبو کې د نړيوالې کچې علمي او درسي کتابونه نشته. نو زدکړيال اړ دی چې د انګليسي کتابونو پر لمن لاسونه ټينګ کړي. د انګليسي کتابونو بله ښېګڼه دا ده چې هر کال نوي چاپېږي او مالومات يې اوسني (Update) کېږي.

بله لا دا چې که د پوهنتون زدکړيال د لا لوړو زدکړو ماسټرۍ او دوکتوار په تکل وي او انګليسي يې نه وي زده دا داسې دی لکه غره ته په يبلو پښو د ختلو تکل. دا په دې چې د نړۍ ډېری پوهنتونو د ماستړۍ لپاره انګليسي شرط ګڼي.

خو يوازې ما غوندې ماته ګوډه انګليسي زده کول هم بسنه نه کوي، انګليسي زده کړئ، يه سهي مانا يې زده کړئ. بيا وګورئ چې دا ژبه ستاسې په ژوند کې څنګه اوړون‌ټکی را منځته کوي.

يادونه: “مرګ يې روا دی.” يوه پښتو ګړنه (محاوره) ده. چې د مرګ د روا والي به مانا نه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *