بصیرالحق عادل –

سيندونه او اندونه، د قرانکريم طبي اعجاز، غوره فکرونه او ادبي ترمينالوژي هغه څلور کتابونه دي چې په يو ځای چاپ شول.

ليکوال يې پوهنيار سيد اصغر هاشمي ټاټوبي نيوز سره خبرو کې وويل، دغه کتابونه چې هر يو يې جلا جلا منځپانګه لري د هاشمي خپرونديې ټولنې له لوري چاپ شوي دي.

نوموړی وايي، «سيندونه او اندونه» د اکبر کرګر د مقالو شنه او سپړنه ده چې کړې يې ده.

هغه وايي، کرګر د هېواد نوښتګر ليکوال دی، نو له دې امله د هغه يو شمېر داسې مقالې څېړلي دي چې نورو ليکوالو کار نه دی پرې کړی.

دغه راز «د قرانکريم طبي اعجاز» د ښاغلي هاشمي بل تازه چاپ شوی اثر دی، هغه وايي، دې کتاب کې يې د طب اړيکې له قرانکريم سره څېړلي دي.

دغه راز د نړۍ د تر ټولو سپېڅلي کتاب قرانکريم پر اعجاز هم خبرې شوي دي.

د قرانکريم طبي اعجاز کې له دېرشو ماخذونه ګټه اخيستل شوې ده.

«غوره فکرونه» بله نوې چاپ شوې مجموعه ده چې د ښو فکرونو استازيتوب کوي، پوهنيار سيد اصغر هاشمي ټاټوبي نيوز ته وويل: «تر دې مخکې يې دې ته ورته دوه نور کتابونه د فکر بيان او فکر پلوشې هم چاپ شوي دي.»

«ادبي ترمنالوژي» د ښاغلي هاشمي هغه نوی چاپ شوی اثر دی چې دده په خبره د پوهنتون د محصلانو لپاره غوره لارښود دی.

د دغه کتاب لومړی ټوک چې اوس تازه چاپ شوی دی له سلو ډېرو ماخذونو پکې ګټه اخيستل شوې ده.

د يادونې ده چې تر دې مخکې هم په ادبي، ټولنيزه او ديني برخه کې د ښاغلي هاشمي ګڼ شمېر کتابونه چاپ شوي دي، چې يو شمېر يې څېړنې او نورې ژباړي دي.

ښاغلی هاشمي چې د کنړ پوهنتون استاد دی، ترڅنګ يې ځوان څېړونکی هم دی چې ډېری وخت يې د پښتو پر معتبرو ويب پاڼو ليکنې او ژباړې هم خپرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *