08 – 12 – 2014

تېر کال د قوس د میاشتي تر ۱۵ پوري په ښوونځیو کي بخارۍ نه وې ايښودل سوي او زیاتو شاګردانو او د هغوئ والدینو شکایت کاوه چي اولادونه يې په ډېره یخه هوا کي زده کړي کوي حال دا چي د پوهني ریاست ته د ژمي د یخنۍ د مخنیوي لپاره د بخاریو او بوټو پیسې ورکول کیږي .

خو سږ کال د دغه ریاست مسؤلین وايي چي دا اقدام يې پر وخت وکئ او ټولو ښوونځیو ته يې بخارۍ او بوټي ورکړي دي .

د پوهني رياست د اداري مرستيال عبد الله اڅکزي وویل چي سږ کال به د څلورسوه شپږ شپيته زره کيلو ګرامه وچ بوټي د ښار او ولسواليو مکاتبو ته توزيع کړي

دوی به د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ښار او ولسواليو ټولو ښوونځيو ته بوټي پرخپل وخت ورسوي او تر ډېره ځايه دغه چاره په زيات شمېر ښوونځيو کي عملي سوې او بخارۍ نصب او لګېدلي دي .عبد الله اڅکزي وويل دوی د سږ کال لپاره د ۴۶۶۰۰۰ څلور سوه شپږ شپېته زره کيلو ګرامو په اندازه د وچو بوټو قراداد کړی ، چي په همدې موخه د پوهني د وزارت د لوري ورته د ۷ اوه ميلونه افغانۍ بودجه ورکول سوې ده .

د ښوونځیو مدیران ، استادان او زده کونکي هم پدې خوښ دي چي سږ کال ورته پر وخت بخارۍ او بوټي ورکول سول ، ځکه د دوئ په وینا چي په سړه هوا کي زده کړه هم په هغه ډول نه کیږي لکه څنګه چي تمه وي .

دوئ د پوهني د ریاست څخه غوښتنه کوي چي د بوټو او بخاریو د لګېدو او مصرف څخه هم باید څارنه وسي ځکه په تېر وخت کي لیدل سوي چي یو شمیر کسان په دغو بوټو کي غبن کوي .

یاده دي وي چي په ګرم سیرو ولایتونو کي د ژمي رسمي پیل د قوس د میاشتي د ۱۵ نیټې څخه کیږي چي باید په ټولو دولتي او ملکي ادارو کي بخارۍ کښېښودل سي .

سرچینه : – د سولي کیسې پروګرام

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *