دپوهني وزارت ته ولي د پوهني وزارت نه وایو ؟ دپوهني وزارت دنده ده چي دافغانستان هره سیمه کي دولس دبچیانو لپاره ښوونځۍ خلاص کړي تر څو هر ماشوم دزده کړو بشري حق څخه برخمن سي .راځو تیرو ۱۴ کلونو ته چي دپوهني وزارت ټول هیواد کي ښوونځي جوړ نکړل دټولو به همدا جواب وي چي ناامني ،طالبان ،ګاونډیان …..خوموږ به وایو چي صحیح خبره وه چی دا لاملونه وو مګر اصلا دا لاملونه بهانه وګرځيدل اصلي لامل چی زرګونه ماشومان یی دزده کړو بي برخي کړل هاغه دپوهني وزارت کي پراخ اداري فسادوو همدا فساد ددی لامل دی چي تر اوسه هم دپوهني وزارت ته خلک د پوهني وزارت نه وایی .راځو فقط یو مثال ورکوم تاسو یی خپله ثابته کړي یو ځل د کندهار، هلمند،روزګان ، زابل ،نورستان .غزني ،نیمروز،فراه ،پکتیکا .هرات .بادغیس دولایتونو ولسوالیو کي خپله وګوري څومره ښوونځۍ لرو څومره ددولسم ټولګۍ فارغین لرو څومره دښوونځیو تعمیرونه لرو . همداسی نه وه چي دلته ښوونځۍ نه وو یا دښوونځيو تشکیل نه وو یا دتعمیر په نوم پیسي نه دی وړل سوي .خو بدبختانه دا ۱۴ کلونو کي دلته دزیاتو ښوونځیو پیسي همدی دوزارت کسانو خپلو منځو کي سره ویشلي خو رسنیو ته هیڅ وخت حقیقت نه ویل دوي به ویل موږ ښوونځۍ لرو .خو بیا به راځو نوی دولت راغلی دخلکو نوی هیلي همدا وي چي نوی دولت به د پوهني وزارت په پوهني وزارت بدل کړي تیر ۱۴ کلونه حساب به وکړي دهري ښوونځۍ دتعمیر دهرڅه حساب به وکړي او هم به ټول بند ښوونخۍ بیرته خلاص او دپوهني وزارت غله به محاکمه کړي .زموږ هیله دا وه چي کومو ولسوالیو کي چی ۱۴ کلونه ښوونځۍ بند وو دا باید حتما خلاص سي او هم ددی ولسوالیو خلکو ته دتیر وخت جبران ورکول سي .. مثلا هلته ښوونځۍ بند وو مګر دولت حقیقت نه ویل اوس باید هلته تشکیل یو په دوه دغلو سره حساب همدي سیمي ته پوره توجه وسي ځکه ددی سیمي دماشومانو سره ۱۴ کلونه سخت ظلم سوی دماشومانو پر سر تجارت سوی دي .. خوبیا راځو څه کم یو کال تیریږي ګرمو سیمو کی بیرته نوی کال راځي دپوهني وزارت لا هم هاغه دوهني وزارت دی .لا هم هاغسي ښوونځۍ بند دی پیسي یی ایستل کیږي وزارت یو پراخ بدلون ته ضرورت ددلود هم هاغه کسان لا په چوکیو ناست چی تیر ۱۴ کلونه یی دماشومانو دښوونځیو حق خوړلی دي .خو بیا وایم موږ وزارت تش په خبرو نه تیروزو موږ خامخا حساب غواړو بدلون غواړو دغلو محاکمه غواړو ټول ښوونځي خلاص غواړو ددی سیمو لپاره خاصه توجه او نور تشکیل غواړو که زموږ او دولس غوښتني ونه منل سي بیا به موږ او ولس نور حوصله نه لرو هره سیمه هره ولسوالي کي به د پوهنی وزارت دکړنو ضد لاریونونه دخپل حق غوښتلو چیفه به نړیوالو ته لا هم ورسوو خو دنوی دولت او دنوی وزیر څخه مو ژر هیله ده د پوهني وزارت په پوهني وزارت ژر بدل کړي او یو نوی بدلون دي راولي ترڅو دخلکو حق ورکول سي او هم د پوهنی وزارت دپوهني وزارت سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *