کله چی په افغانستان کی د طالبانو رژیم له مینخ ولاړ او د پخوانی ولسمشر حامد کرزی په مشرۍ موقته اداره مینځ ته راغله، له دې سره خارجیانو د پوهنې په برخه دی د دیرو مرستو ویاله جاری کړه.
پدی سترو پروژو کی د نوی تعلیمی نصاب ترتیب او چاپ، د ښوونځیو د ودانیو جوړول او بیا رغول ؛ نالوسته لویانو لپاره د چټکو زده کړو د پروګرام پیلول او تر ټولو اساسی اقدام یی ښوونکو ته روزنیز پروګرام پیل وو.
دا پروګرام په 2004 کال کی د USIAD نړیوالی پرمختایی اداری په مالی مرسته او د ښوونکو د روزنی لوی ریاست سره په هماهنګی پیل شو، په لمړی سر کی یولس ولایتونه لدی پروګرام څخه برخمن شول (جوزجان، سرپل، بلخ، هرات، قندهار، پنجشیر، میدان وردګ، دایکندی، ننګرهار، غزنی او خوست) چه په 2004 کال کی د USAID قراردادی د BESST په نوم امریکایی اینجوپه کار پیل وکړ، په همدی یولسو ولایتونه کی د دی پروګرام کلنی بودیجه 47 ملیونه امریکایی دالره وه.
د دی پروګرام اصلی محتوا د InSet1 په نوم 12 ورځنی روزنیزورکشاپ چه ښوونکی به د نوی درسی میتودونو سره اشنا کول پیل کړ د دی پروګرام لپاره 1500 تیرینران استخدام شول، خو په 2008کال په سرکی نړیوال بانک د 23 باقی ولایتونو لپاره د کال 43ملیونه امریکایی دالره بودیجه منظوره کړه.
تر 2008 کال پوری USAID د دی پروګرام لپاره په 11 ولایتونو کی مالی کمک وکړ او هم به یی په خپله ددی پروکرام څخه څارنه کوله، خو د 2008 کال په پآی کی USAID د دغه پروګرام د مالی ملاتړ څخه لاس په سر شو.
پوهنی وزارت له نړیوال بانک څخه د همدی 11 ولایتونو د مالی ملاتړ مرسته وغوښته، نړیوال بانک ورسره د هر کال ټول هیواد لپاره 59 ملیونه امریکایی دالرو بودیجه منظوره کړه، او د دغی ستری پروژی قرارداد کوونکی هم افغانی اینجو ګانی شوی خو د دی پروګرام کیفیت اوس د لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کیږی.
- کله چی ښوونکی د InSet2 په نوم د دوهم ځل لپاره دغه ورکشاپ تعقیبوی نو اکثره موضوع ګانی د لمړنی ورکشاپ InSet 1 سره یو شانته دی.
- تکړه او مسلکی ترینران ندی استخادام شوی چی د ښوونکو اساسی ستونزی ور حل کړی.
- د پوهنی وزارت په چوکات کی له دی پروګرام څخه نظارت نه کیږی.
- اکثره ښوونکی شکایت کوی چی د InSet2 ورکشاپ د ولایتی همغږی کوونکی ټیم(PRT) په مرسته هم ARSپنوم اینجو لخواورکړل شوی وو.
- د پوهنی وزارت قراردادی اینجو ګانی اکثره د حکومتی چارواکو دی چی د پروګرام د تطبیق ظرفیت نلری.
- ښوونکی شکایت لری چی د دی پروګرام ترینران مسلکی ندی او تقریبآ60 % استخدام شوی ترینران فارغ د زراعت، حقوق، شرعیاتو او نور غیر مسلکی پوهنځیو دی، چی د تعلیم او تربیه په برخه کی زمونږ اصلی ستونزه نشی حل کولی .
د دی پروګرام د سالم د تطبیق لپاره څو پیشنهادونه:
د دی پروګرام کلنی بودیجه چی 59 ملیونه امریکایی دالره ده باید په ابتکارانه ډول سره مصرف شی.
- دا پروګرام باید پخپله د پوهنی وزارت لخوا او د پوهنی ولایتی ادارو سره په هماهنګی تطبیق کړی.
- دا پروګرام باید هغه تعلیمی اینجوګانی تطبیق کړی چی د دی پروګرام د تطبیق ظرفیت ولری.
- باید مرګزی اداره او د پوهنی وزارت په مشترک ډول سره په افغانستان کی داسی سروی تر سره کړی چی د ښوونکو سره له نږدی نه ولیدل شی او دی پروګرام مفدیت او د هغوی اساسی ستونزواوغوښتنو ته په راتلونکی ورکشاپونه ځای ورکړل شی.
- د دی ستری پروژی بودیجه باید په دقیقه توګه مرکزی اداری لخوا نظارت شی.
- د دی پروژی قرارداد باید د آزاد رقابت له لاری له سترو تعلیمی اینجوګانو سره وشی چی د دولتی چارواکو د تاثیر لاندی نه وی.
- خپله باید د پوهنی وزارت له دی پروګرام څخه جدی نظارت وکړی ځکه داسی هم شوی چی د دی پروګرام څخه نظارت کوونکو د پروګرام مسولینو ته شکایت کړی نو د داسی جواب سره مخامخ شوی دی، چی دا پروژه د پلانی رییس صاحب ده چی هغه وزیر صاحب ته هم راپو نه ورکوی او ستا شکایت کوم ځای نه نیسی.
- د دی پروګرام محتویات باید داسی تنظیم شی چی د ښوونکو اساسی ستونزو حل وی(نوی تعلیمی نصاب بایدورته تشریح شی).
- د دی پروګرام تکراری ډول باید جدی منع شی د مثال په ډول د پوهنی وزارت کلنی بودیجه چی د کال تر اخر یی نه وه مصرف کړی د 15000 ښوونکو لپاره یی په 34 ولایتونو کی یی د ښوونکو لپاره یی د InSet1 او InSet2 روزنیز ورکشاپ پلان ترتیب کړ چی هر ښوونکی ته به د ورځی 1250 افغانی ورکول کیدی او دا پروګرام په تکراری ډول سره تطبیق شو.
او همداسی باید په هغو لویو سترو تعلیمی پروژو باید سم اساسی بدلون راشی لکه د تعلیمی نصاب پروژه، د معینیت سواد آموزی د نالوستو لویانو د چټکو زده کړو پروژه، د افغان امریکایی پوهنتون د ښوونکو د روزنی لوی ریاست د ماستری د پروګرام پروژه او د ښوونکو د روزنی لوی ریاست د دارالمعلیمینو د زده کوونکو د سکالرشیپ پرژوه چی دا به هره یوه په راتلونکی مطالبو کی به ستاسو حضور ته وړاندی شی.
لیکونکی: محمدخان خانزوی