د پوهنې وزارت
خبرپاڼه
۲۵ زمری ۱۳۹۴

د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د پوهنې آمریت، ټریننګ سنټر او د همدې ولسوالۍ د بایزو لېسې نوې جوړې شوې ودانۍ د ولایت د والي، پوهنې رییس او یو شمېر نورو ولایتي چارواکو له لوري د پټۍ په پرېکولو سره رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ګرشک د پوهنې آمریت نوې دوه پوړیزه ودانۍ ۱۲ اداري خونې، د کنفرانسونو تالار او نورې اړینې اداري اسانتیاوې لري. د ټریننګ سنټر ودانۍ بیا ۱۳ اداري خونې، د کنفرانسونو تالار، د احاطې دیوال، د اوبو څښلو څاه او نورې لازمې اسانتیاوې لري. پر دواړو  ودانیوڅه باندې ۲۷۶ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی، چې په کابل کېد ډنمارک سفارت له لوري ورکړل شوي دي.
د بایزو لېسې نوې یو پوړیزه ودانۍ ۱۲ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او نورې لازمې ښوونیزې اسانتیاوې لري، چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د سپډ پروګرام په ۱۳ میلیونه افغانیو جوړه شوې ده.
د هلمند د پوهنې رییس عبدالمتین جعفر په دې اړه جوړه شوې غونډه کې له مرسته کوونکو موسسو څخه دیادو ودانیو د جوړېدو له امله مننه وکړه او له زده کوونکو او ښوونکو یې وغوښتل، چې په سمه توګه یې ساتنه وکړي.
د یادو ودانیو په پرانېست غونډه کې د هلمند والي، د پوهنې رییس، د یو شمېر دولتي ادارو مسوولینو، د سیمې قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.

د پوهنې وزارت د اطلاعاتو او نشراتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *