حبیب وقار
د افغان کړېدلي ولس د کلونو جګړو او ورانيو د مرهم له پاره اړينه ده چې هېواد کې د پوهنې انقلاب راوستل شي. همدې هدف ته د رسېدو له پاره نن د ۱۳۹۸ لمريز کال د کب مياشتې په ۱۱ مه د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د سنکيو په عالي ليسه کې د امن عامه کتابتون د ۸۰۰ ټوکه کتابونو سره پرانيستل شو.
غونډه د الهي کلام په سپېڅلو ايتونو سره پيل شوه. د يادې ليسې مدير رحيم الله هنريار په خپله پيلیزه وينا کې د کلي عامه کتابتون له خوځښت مننه وکړه چې د دوی په لرې پاتې او محرومه سیمه کې يې کتابتون پرانيست.
نوموړي ژمنه وکړه چې د کتابتون د لاپراختيا له پاره به هلې ځلې کوي زياته يې کړه: «هڅه کوو چې ستاسې تر بیا راتلو او د کتابتون تر ارزونې پورې به د کتابتون کتابونه تر ۳۰۰۰ ټوکه پورې رسوو او ښه ساتنه به يې کوو.»
د کلي د عامه کتابتون په استازولۍ مجیب الرحمن محمودي خبرې وکړې. نوموړي له ټولو هغو کسانو چې د دې کتابتون په جوړولو او هغو کسانو چې د دې کتابتون له پاره يې يو کتاب هم ورکړی مننه وکړه. نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: «موږ د هر کتاب له پاره له خلکو سوال او ګدايي کوو، هيله ده ښه استفاده ترې وشي او ښه وساتل شي، څو د خلکو امانت تر ځايه په ښه ډول رسېدلی وي.»
محمودي وويل چې د کتابتونونه د جوړولو له پاره يوه منظمه تګلاره لرو، له همدې کبله د هېڅ کتابتون کتاب نه ورکېږي او په ښه ډول ساتل کېږي.
له محمودي وروسته د سيمې اوسېدونکي او ديني مدرسې مدرس مولوي سيف الرحمن ظاهر وينا وکړه، ويې ويل کله چې کتاب مطالعه او حاکم شي نو جهل پای مومي او ټولنه اصلاح کېږي.
مولوي صیب ظاهر زياته کړه: «اسلام د هېڅ ډول کتاب د مطالعې مخالف نه دی، ان که د هندوانو ګنګا کتاب هم وي.»
د سيمې قومي مشر شېر غازي بيدار امن عامه کتابتون د خپلې سيمې له پاره يو رحمت ياد کړ، زياته يې کړه چې دوی به يې په ساتنه او پالنه کې خامخا هلې ځلې کوي او ښه استفاده به ترې وکړي.
غونډې ته د اطلاعات او کلتور رييس محمد انور زاهد هم وينا وکړه، د لیسې له مسولينو يې وغوښتل: «د ليسې زده کوونکي مطالعې ته وهڅوئ، مطالعه دود کړئ ځکه چې له مطالعې پرته بريالي کېدای نشو.»
زاهد صیب له امن عامه کتابتون سره له ۲۰۰ تر ۵۰۰ کتابونو د ورکړې ژمنه وکړه، زیاته يې کړه: «د کتابتون له پاره به د الماريو او ودانۍ جوړولو کې مرسته وکړو.»
د کلي عامه کتابتون غړي حبیب وقار هم خبرې وکړې ويې ويل د کتاب ارزښت تر هرڅه لوړ دی ځکه چې کتاب کې ژوند دی زياته يې کړه: «که موږ کتاب ولولو، نو د هر چا حق پېژندلی شو او هېڅکله به هم د چا حق تر پښو لاندې نکړو. کتاب ظلم، بې عدالتۍ او نورو بدیو ته پای ورکوي.»
ورپسې د کلي عامه کتابتون غړي شفیع الله مشفق د امن عامه کتابتون تګلاره ولوسته دا چې د کلي عامه کتابتون کوم شرایط او کوم اصول لري، لوستونکو ته کتابونه څه ډول ورکوي.
غونډه د پټۍ په پرې کولو او لنډې دعايې سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *