د میدان وردګو ولایت د بوهنې او مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاستونو ته د اړونده وزارتونو له لورې د شاوخوا ۵ میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېل تجهیزات ورکړل شول .

د پوهنې وزارت له لورې د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست ته د څلور میلیونو افغانیو په لګښت بېلابېل تجهیزات چې په کې ۵۷ پایې کمپیوټرونه،۷ پایې د فوټو کاپۍ لوی ماشینونه،۳ پایې جنراتورونه،یو د اوبو پمپ،۶۲۰ پایې مېزونه او چوکۍ او نور توکې شامل دي ورکړل شوي دي .

د دې ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق وایي یاد تجهېزات به د اړتیا له مخې بېلابېلو مسلکي ښوونځیو ته ورکړو،چې په دې سره به په یاده برخه کې د زده کوونکو ستونزې تر ډېره کچه حل شي .

د یو بل خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ته د اړونده وزارت له لورې د یو میلیون افغانیو په لګښت د بېلابېلو تجهزاتو،چې په کې ۲۰ پایې کمپیوټرونه،یوه پایه د فوټو کاپۍ ماشین او یو پروجګټور شامل دي،ورکړل شوي دي .

د میدان وردګو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رئیس فضل الرحیم وایي دوی به له یادو تجهېزاتو څخه د دوی ریاست له لورې جوړ شوي د کمپیوټر او انټرنیټ زدکړې په کورسونو کې ګټه واخلي .

هغه زیاتوي له یاد کورس څخه یې تر دا مهاله ۱۵۰ تنه فارغین ټولنې ته وړاندې کړي .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د پوهنې او مخابراتو وزارتونو څخه مننه وکړه،چې د اړونده ریاستونو سره یې د تجهیزاتو یوه اندازه مرسته وکړه .

درنښت

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *