د پوهنې وزارت
د پوهنې وزارت د ټولو ولایتي او مرکزي رییسانو پنځه ورځنی روزنیز سیمنیار د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي په وینا پرانېستل شو. دغه سیمینار د تجربو، نظریو او وړاندیزونو د شریکولو او د پوهنې په برخه کې شته ستونزو ته د حل لارو چارو د لټولو په موخه جوړ شوی دی.
د پوهنې سرپرست وزیر په خپله وینا کې هیله وښوده، چې د سیمینار په څنډه کې له رییسانو سره په جلا ډول وګوري او د هغوی ستونزې او مشکلات له نژدې واوري. ښاغلي بلخي رییسانو ته په خطاب کې وویل:« تاسې په پوره وړتیا، حوصله مندۍ او جدي هلو ځلو معارف مدیریت کوئ او له همدې امله له تاسې مننه او قدردانی کوم.»
د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړه:« د پوهنې د کورنۍ فلسفه پر ځینو اصلونو ولاړه ده، یو داچې معارف ملت جوړونکی دی، ځکه د هر بریالي او پرمختللي امت اساس له معارف سره تړلی دی او دغه راز معارف د ټولنیزې ودې او پراختیا بنسټ دی او زموږ ټولو مسوولیت دی، چې د هغې مقولې پر بنسټ چې ( د نن ماشومان د راتلونکي رهبران دي) د هېواد د بچیانو صادقانه خدمت وکړو.»
د پوهنې سرپرست وزیر وویل:«معارف یو غیر سیاسي نهاد دی او زمونږ دنده ده، چې د ټولګي له دړې څخه د ښوونیز سیاست لپاره ګټه واخلو نه د نورو مخو لپاره، له همدې امله هڅه کوو، چې معارف له سیاست څخه لرې وساتو.»
ښاغلي بلخي دغه راز زیاته کړه، د لیاقت پر بنسټ استخدام، د هر ډول اداري، مالي او سیاسي فساد مخنیوی، د ښځو لپاره په دې وزارت کې د کاري اسانتیاو برابرول، ریفورم او یو شمېر نور زموږ له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
د پوهنې سرپرست وزیر په پوهنې وزارت کې د لیاقت، تخصص او وړتیا پر بنسټ استخدام باندې ټینګار وکړ او له ولایتي رییسانو یې وغوښتل، چې دې اصل ته په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړي او جدي پاملرنه ورته وکړي.   
د پوهنې سرپرست وزیر رییسانو ته په خطاب کې دغه راز وویل، ستاسو له ډلې ډېری یې د (سي.بي.آر) د پروګرام له لارې ګمارل شوي دي او زما هیله داده، چې کارونه د کاغذ پر مخ پاتې نشي او د خپلې کاري لایحې له مخې په پوره صداقت خپله دنده پرمخ یوسئ. همدارنګه په ښوونځيو کې د ماشومانو د شمولیت او هغوی ته د ښوونیزو او روزنیزو خدمتونو د برابرولو په برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځ ته کړئ.
د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد ابراهیم شینواري هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د سیمینار د اهدافو په اړه خبرې وکړې او له مرکزي او ولایتي رییسانو یې وغوښتل، چې په روان ښوونیز کال کې چې د ولسمشر له لوري له پوهنې د ملاتړ کال نومول شوی له موجودو امکاناتو اعظمي ګټه واخلي او د پوهنې د ودې او پیاوړتیا په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.
د یادولو وړ ده، چې دغه پنځه ورځنی سیمینار د پوهنې وزارت د ۷۰ مرکزي او ولايتي رییسانو او یو شمېر نورو مهمو سکتوري برخو د مسوولینو په ګډون جوړ شوی، چې پکې به د پوهنې وزارت د پلانونو په ځانګړي ډول د پوهنې د درېیم ملي ستراتیژیک پلان د مفرداتو د تطبیق، د پرمختګونو د ارزولو او د پوهنې د نظام پر وړاندې شته ستونزو او ګواښونو ته د حل لارو چارو د لټولو په اړه بحث او سلا مشورې وشي.  
 
 
درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *